. Home
. Afghan Poets

 

ستاسې خپل خواږه شعرونه

وردک زلميان


وردکه جار دې له درنو زلمو شم
جار دې لدې هسکو شملو زلمو شم
په هر يو ځوان کې دې غيرت وينمه
جار دې له دغو پښتنو زلمو شم
دا شنه زمريان د غرنۍ سيمې دي
جار دې له دغو غرنو زلمو شم
دا دوطن په مينه سوي ليوني زلمي دې
جار دې له دغو ليونو زلمو شم
چې په تاريخ کې حماسې جوړوي
جار دې له دغو ميړنو زلمو شم
چې په تعليم کې وروسته پاتې ندي
جار دې له دغو ګلالو زلمو شم
(ميرخيل) (معيار) (نوري) دي ورڼه سره
جار دې د ټولو پرګنو زلمو شم

ميرخېل