. Home
. Afghan Poets

 

ستاسې خپل خواږه شعرونه

د بقا له پاره زیار کوم هر دم

د بقا له پاره زیار کوم هر دم

بی مقصده وبی کاره زه نه مرم

که د بل پر خو ښ ی زیاته زما خو ښي کي

زه د هغه تمنا ری ښي وهم

چه ثمروسیور ۍ رسوی عالم ته

زه پخپله به هغه نخل کرم

که دحق پر لار روان وی ومنزل ته

زه د هغه پله پر پله ای ږدم قدم

د غر و ز ړونه چه ا وبی ږي ن و بهی ږي

زما سترگی له عادته نه وی نم

شکایت شکوه که نه لرم له هیح چا

زه گله له خپل قسمت حخه کوم

دزبان زهر وهلی بی درمان وی

هم کار نه کوی د وخت ورته مرهم

ملالی!زما پر ز ړه دده پر خوله وی

حه عجب زما اشنا د ۍ دا قلم

 

ملالی خلجي