Powered by Invision Power Board
 

د ارواښاد علامه لنډ ژوند ليک

علامه پوهاند اكاډميسن عبدالشكور رشاد درې اتيا كاله پخوا د لړم د مياشتې په څلرويشتمه نېټه د كندهار ښار د بابړو په كوڅه كې دنيا ته راغى.

پنځه كلن وو چې په ښوونځي كې دا خل شو. ښوونځي ته تر تلو دمخه يې قران عظيم الشان ختم كړى، پوستان، ګلستان، پنج ګنج اونور مروج فارسي كتابونه يې لوستي او د فقې شريفې په زده كړه يې پيل كړى و. د كندهار د ګنج په ښوونځي كې استاد تر يوولس كلنۍ پورې زده كړه وكړه. په ښوونځي كې د هغه د لياقت اّوازه دومره خپره شوه چې كله اعليحضرت امان الله خان كندهار ته تللى و؛ نو ګنج په ښوونځي كې د كوچني عبدالشكور ټولګي ته ورغى او ورته ويې ويل: "بچيه، زه ستا په خاطر دې ټولګي ته راننوتم."

له ښوونځي څخه تر فراغت وروسته استاد كال دوه د كندهار په مطبعه كې كار وكړ، بيا د كندهار په درېيم نمبر ښوونځي كې ښوونكى شو او څرنګه چې عمر يې ډېر كم و؛ نو په كوچني معلم مشهور شو.

په 1325 لمريز هجري كال كې چې په هېواد كې د فكري بيدارۍ څپه راغلې وه، استاد د كندهار د ښاروالۍ د انجمن مشر او بيا د ښاروالۍ مرستيال وټاكل شو.
هغوى په اووه ويشت كلنۍ كې د لوړو زده كړو د حاصلولو لپاره په خپل شخصي لګښت هند ته لاړ او هلته يې پوره اووه كاله د ژبو، ادبي فنونو او تاريخي مسايلو په باب مطالعات وكړل.
وروسته بيا په 1335 كال كې استاد په كابل كې د پښتو ټولنې د مسلكي غړي په توګه كار پيل كړ. يو كال پس د خپلو علمي خدمتونو په خاطر د پښتو ټولنې مرستيال وټاكل شو.
ارواښاد علامه رشاد له 1337 لمريز هجري څخه د كابل پوهنتون په ادب پوهنځي كې د استادۍ دنده هم په غاړه لرله.

په 1341 كال كې د پخواني شوروي اتحاد په يو پوهنتون كې د پښتو ژبې د استاد په حيث مقرر شو چې دې دندې يې تر 1343 كاله پورې دوام وكړ. په همدې كال استاد هېواد ته راغى، د ادبياتو او بشري علومو په پوهنځي كې په تدريسي چارو بوخت شو، په 1353 كال كې يې د پوهنوالۍ علمي رتبې ته ارتقا وكړه او په 1356 لمريز هجري كال كې د پوهاند علمي رتبه ورته وركړل شوه.
علامه رشاد د ثور تر كودتا پورې په ادبپوهنځي كې خپل علمي خدمت ته دوام وركړ، وروسته بيا جبري تقاعد وركړ شو. تر 1361 كاله پورې په كورناست وو؛ خو كور يې د همېشه غوندې د علم او ادب د لېوالو مركز و.

په 1361 كال كې د كابل پوهنتون د محصلانو په بيا بيا ټينګار او غوښته هغوى يو ځل بيا تدريسي چارو ته اوږه وركړه. يو كال پس د خپلو بې سارو علمي خدمتونو په خاطر د افغانستان اكاډيمي له خوا د اكادمسين علمي مقام وركړ شو.
استاد ته په 1363 لمريز كال كې په لومړي ځل د زړه ناروغي پيدا شوه چې د تدريس په پر ېښودلو يې مجبور كړ؛ خو په ژبه او قلم يې د علم خپرولو ته تر هغه دوام وركړ چې سا يې په بدن كې وه.
استاد په فارسي او اردو ژبو دومره لاس برى و لكه پخپله مورنۍ ژبه پښتو باندې. په عربي، روسي، انګليسي او هندي ژبو مسلط وو.

په تركي پوهېده او جاپاني ژبه يې زده كړې وه.
د هېواد لـه دغه لوى عالم څخه دوه دېرش چاپ شوي او پنځه شپېته نا چاپ كتابونه او دغه راز په سلګونو علمي او ادبي مقالې راپاتې دي.

د استاد لومړنۍ ليكنه په 1317 لمريز هجري كال په طلوع افغان كې خپره شوه.
د استاد د ټولو اثارو نوم اخيستل او په هغو رڼا اچول د څو دقيقو كار نه دى. دلته به د مثال لپاره د هغوى د ځينو اّثارو يادونه وكړو.
د استاد لومړنى چاپ شوى كتاب "لودي پښتانه" نومېږي چې په 1336 لمريز كال پـــــه (315) مخونو كې چاپ شو.

ددې كتاب دوهم ټوك (355) مخه دى چې لا چاپ شوى نه دى.
سوري پښتانه په څلورسوه مخونو كې د استاد بل ناچاپ اثر دى.
د كندهار تاريخ د هغوى يو ناچاپ دوه ټوكيزه اثر دى چې لومړى ټوك يې اوه سوه مخه او دوهم ټوك يې اته سوه مخه كېږي.

د كندهار زيارتونه د استاد (450) مخيزه څېړنه ده چې د چاپ لاره څاري. په دې اثر كې د كندهار كابو دوه سوه زيارتونه معرفي شوي دي.

د احمد شاهي عصر مشاهير د ارواښاد علامه شپږ سوه پنڅوس مخيز ناچاپ اثر دى.
استاد د خوشحال فرهنګ په اوه (7) ټوكونو او مجموعاً 1099 مخونو كې ليكلى دى.
هغوى ادبي قاموس په شپږ ټوكونو كې ليكلى دى چې لومړى ټوك يې 830 مخه، دوهم يې 743 مخه، درېيم يې يوزر او لس مخه (1010) مخه، څلورم يې پنځه سوه څلور پنځوس مخه، پنځم يې درې سوه پنځه اتيا (385) مخه او شپږم ټوك يې څلور نوي (94) مخه دى.
(مشترك لغتونه) داستاد يو بل نا چاپ شوى اثر دى چې په دوه زره اتيا (2080) مخونو كې ليكل شوى دى. په دې كتاب كې د اروپا يي او اسيا يي ژبو هغه لغتونه راوړل شوي چې سره مشترك دي.
(د ګلشن اوه لغتونه) په نوم 750 مخيز كتاب كې استاد "ګلشن اوه" د مشهور اثر ټول عربي، تركي، هندي، پښتو او فارسي لغتونه معنا او شرحه كړي دي.
پوهاند رشاد د سانسكريت، روسي او جاپاني ژبو د ګرامرونو په باب بېل بېل كتابونه لري.
د معاني د علم په باب يې 596 مخيز اثر، د بيان د فن په باب يې څلور سوه دوه دېرش مخيزه اثر او د كافيې په باب يې 415 مخيزه اثر كښلى دى.
استاد د "پښتانه مصنفين" په كتاب كې شپږ سوه ديارلس تنه پخواني او معاصر مصنفين په 1045- مخونو كې معرفي كړي دي.
پښتانه شعرا په پاړسي ژبه كې د استاد د يو بل پنځه سوه شپېته 560 مخيز اثر دى.
هغوى د "پښتانه شعرا په اردو ژبه كې" اثر په پنځه سوه شل مخونو كې ليكلى او په هغه كې يې اته سوه څلور دېرش تنه پښتانه شاعران چې په اردو ژبه يې شعرونه ويلي، معرفي كړي دي.
له هغوى څخه د شعرونو څو ټولګې، بهرنيو هېوادونو ته د سفر نامو څو كتابونه او درسي كتابونه هم راپاتې دي.
دې پوښتنې ته چې ولې د افغانستان د تاريخ د دومره كم ساري عالم اكثره اّثار لا چاپ شوي نه دي، د ادبياتو د تاريخ ليوال ارواښاد سر محقق صديق روهي داسې ځواب وركړى وو: علت يې دا دى چې ده ته د خپل نفس مناعت اجازه نه وركولـه چې د كتاب د چاپولو غوښتنه وكړي هو،
د نفس مناعت، اخلاقي شجاعت او د دنيا د مال و منال و مقام و نوم و شهرت په مقابل كې د استاد بې پروايي ددې سبب شوې وه چې هغه ټول عمر د ظالمانو او جبارانو په مخالفت كې او د بېزولي ملت په حمايت كې تېر كړي.
نن ورځ مو په يو داسې انسان خاورې واړولې چې په پېړيو پېړيو كې يې سارى نه پيدا كېږي.
نن له يو داسې بنيادمه بېل شو چې علم ورباندې وياړي او اخلاق ورباندې فخر كوي.
د بشر تاريخ راته وايي چې علم او اخلاق، عقل و ضمير، تواضع او عظمت په ډېرو لږو انسانانو كې، يو ځايي موندلى شو چې په دغو ډېرو لږو انسانانو كې يو همدا وو چې اوس مو په خارو وسپاره

مننه : صديق‌الله‌بدر