مصطفی' سالک
مصطفى سالک په١٣٥٠ لمريز کال ننگرهار ولايت کې زېږېدلى دى.
لومړنۍزدکړې يې د ياد شوي ولاېت په چپرهار ولسوالۍ کې تر سره کړي. لېسانس يې په پېښور کې له دعوت او جهاد پوهنتون او ماسټري يې په پښتو ادبياتو کې له پېښور پوهنتون څخه تر گوتو کړى ده.
نوموړى له ١٩٩٣څخه تر ١٩٩٥م کال پورې د دعوت او جهاد پوهنتون د پښتو څانگې استاد وو. په ١٩٩٧م کال کې يې (د بې بې سي) له ښوونېزو پروژو سره همکاري پېل کړه. او اوس په کابل کې هم له يادې شوې ادارې سره د خبريال په توگه کار کوي.
سالک تر اوسه پورې د ليکوالۍپه ډگر کې دغه اثار چاپ کړي دي.
دطاووس بڼکه (پښتو شاعرې)
پاتې شه باران دى (ناول)
د اوښکو موسکا (هنري نثرونه)
منشور (دکره کتنې تيوري)
وخېمۀ ما از سايۀ همابود (دري شعرونه)
سندريزې چېنې (پښتو شاعري)
نا چاپ:
خېبرۍ خبرې (حمزه پېژندنه)
د ښاغلي سالک د شعر يوه بېلگه:
نن په ما د چا نظر دى يو مرموز غوندې اثر دى
ستوري وايې څوک به راشي چې پرانېستى دزړه ور دى
وړانگې ښي نشه نشه دي د هر گل په لاس کې جام دى
د شبنم دانې ورېږي پسرلى لکه د دام دى
د سکوت غوږونه شوي د پازېبوشور وريږي
اندامونه مې رپېږي او د شونډو اور ورېږي
دا د سپېنې غړۍعشق دى چې کا ته لکه د تار شي
اوښکې ټولې شي لېمو ته انتظار لکه د هار شي
چې پر مځکه مې نظر شي هر يو سيورى يې تصوير شي
که د هسک پاڼې ته گورم هر يو ستورى يې تصوير شي
کله زه هم په کې ورک شم د خپل ځان لټون مې کار شي
ټول جهان زما په څېر شي د جهان لټون مې کار شي
بيا چې گورمه يار راشي خو جهان له ما نه ورک شي
د وصال مزه به څه وي چې خپل ځان له ما نه ورک شي