Powered by Invision Power Board
 
پیر محمد کاروان

 

غزل

اننګي یې دومره سره په څه سبب دي
عجیبه ده جنتونه په غضب دي

ښکلي مخ ته خامخا سترګې وراوړي
بوراګان خو د ګلونو په مذهب دي

د ریا زاهدان سپي د دوزخونو
شاعران خو شاګردان د ښکلي رب دي

وې یې سترګې مې دریاب دي درومه وړي دې
ما ویل نه ځم عادتونه مې د کب دي

ستا باڼه مې د زړه جیب کې وهي ګوتې
لکه شوخ ماشومان څومره بې ادب دي‎‎

 

غزل

د شپې چوپیا د دیوالي ګړۍ ټک ټک ماتوي
او که زرګر غمی د عمر په څټک ماتوي

ستا پر تنکیو پښو مین دې ته خبر هم نه یې
چې په تڼاکو لاسو کاڼي د سرک ماتوي

ښایي د ښکلو تور باڼه دي له الماسو راشنه
سپینې هندارې چې د زړونو په سترګک ماتوي

داسې سیلۍ له ستوني ونیسئ چې ګام وانخلي
څلور ګلونه چې په هر یوه څپک ماتوي

مسته غزاله د غزل ، د بیابان کاروانه
کړه راپیدا چې د نقاد زمری شک ماتوي

 

غزل

ستا د تورو سترګو څنګ ته رالویدلی
غرنی نظر مې جنګ ته رالویدلی

لپې لپې د لفظونو مې ترې ډکې
د شپیلۍ غږ و ګړنګ ته رالویدلی

د تندي خال مې په ژبه ترینه واخیست
بختور مې د زړه زنګ ته رالویدلی

سره لمبه ، سپینې جامې ، ما به اوبه کړي
لمر ، د واورو ډک سالنګ ته رالویدلی

ما په خوب لیده چې پروت یې و په پښو کې
د پاچا سر و ملنګ ته رالویدلی

له کاروان غریب نه سر د غزل ورک دی
ستا د شنو بنګړیو شرنګ ته رالویدلی