Powered by Invision Power Board
 

غلام جيلاني جلالي

 

هسک خيبر ته خطاب

څه شو ښاغلي پښتانه هغه ځوانان خيبره
چې وارخطا يې سکندر کړ په ميدان خيبره

که پښتون پروت د غلامی په ګورستان کې وينم
جهان به څه کړم که بهار دی که خزان خيبره

زمکه اسمان دی بدل شوي که مو بخت دی چپه
چې په کېږکو نيسي ستا د غرو بازان خيبره

د مظلومانو ژږا اورم ستا له شاړو ميرو
نه چې قربان دی تر پنجاب کړي چودريان خيبره

غوږ می نيولې آيا بيا به کاڼي ورژوي
پر بې‌انصاف ظالمانو ستا اسمان خيبره

چې تر چنګيز او تر انګريز دی نظر تير و پرون
نن دی په ټيټو سترګو ژوند کا فرزندان خيبره

کله به ورکا استعمار ته ستا تندر چړکونه
کله به سم په سموغر کړي خپل توفان خيبره

مونږ به تر څو په وينو لوند شهيدان ښخوو
وږی برمنډ به وي تر څو زمونږ ماشومان خيبره

کرمه، تيرا کړم کړم، ټوټی ټوټی دی وزير
پوښتنه مه کړه د خراب بلوڅستان خيبره

وينی بهيږي چارسده کې لا تر اوسه پوری
له داسی شخړو کربلا غواړي امان خيبره

د ظلم کاڼي په سر خورو د نړۍ سو له ساتو
لا به تر څو زغمو جفا د پاکستان خيبره

په جرګو ته شي کار سمبال مجاهده ده په کار
وخت دی چې بيا کړی توفاني

دی هوښياري کړه را په برخه اډو جيل او زنځير
اوس ليونتوب بويه چې مات کړي تور زندان خيبره

د انقلاب وريځ کې تل د ازادی بريښناوی
بيا جلالي شه جوړ کړه خپل پښتونستان خيبره

وايي قانون دی د فطرت چې تکراريږي تاريخ
ګه دا رښتيا وي بيا پيدا کړه اېمل خان خيبره