|
. Home Classic Afghan Poets Modern Legendry Poets Poetry of |
بيټ نيکه
مور خان د دی پښتونبابا حصرت بيټ، شيخ بيټن او بيټن هم ليکې. خو مونږ په اتفاق سره د بيټنيکه په نامه ياده ولی شو. افسوس دی چی لکه څنکه د پښتون زوړ تاريخ نه دی معلوم او مونږ ته د خپلو پخوانو مشرانو حالات نه دی رارسيدلی دغه شان د بيټ نيکه پوری حالات هم تروسه نه دی معلوم شوی. او تاريخ په کلکه دا نه شی ويلی چې بيټ نيکه په کومو کلونو کې ژوندی وو- البته ځنی تاريخ ليکونکی وای چې د ملي مشر د غوري بادشاهانو په زمانه کې تير شوی دی او د دغه قسم تاريخ معلومانه داقياس اوباسي چې بيټ نيکه د (۳۰۰- ۴۰۰ ه )په منځو مانه وخت کې ژوندی وو. د ده دځوي شيخ اسميعل سړبني مزار او د نورو رونړو تربورانو هديره په کوه سليمان کې ده دغه کوه سليمان ته به هغه وخت کې دکسۍ غروۍ او دتذکره الاوليا۶ نه معلوميږۍ چې بيټ نيکه هم اخري عمر کې غر کې تير کړی دی. نو ځکه مونږ ويلی شو چې بيټ نکه هم د کسۍ غر (کوه سليمان )خوا شا اوسيدونکې وو. لکه چی تذکرة الاولياء کې دی چی در نفس هسۍ کاندی يارانوچې په روزګار د شيخ بيټن کې دده رور چې سړه بن نوميده اوپه شيخ بيټن خورا ګران وو سړه بن نه درلودل ځامن. او هر کله به يۍ ويل خپل رور ته بيټن خپل ځوی اسمعيل ورکاو او لوی شو. د سړه بن په کاله خدای د اسمعيل په برکت سړه بن ته نصيب کړه دومره ځامن چې اوس تروسه تير شو ګنړ د هغو. د اسمعيل مرقد واقع دی دکسۍ په غره چې زه هلته تللۍ وم؟ دا تاريخي ليک که يو خوا مونږ ته دا ښايي چې (۱) شيخ بيټن يو ورور چې نوم يې سړه بن وو. دغه شان که دا لږ غوندی تاريخ ليک او داسی نور تاريخي معلومات مومږ ته د شيخ بيټ نيکه په حقله پوره پوره حالات نشي بيانولی. نو دومره خو په سرګنډ ډول ښايي چې بيټ نيکه د پښتو يو ملي مشر، لوی نيکه او عارف بابا تير شويدی. وايی چې (بيټ نکه) سپين ږيری شو او خدای پاک به يې ډېر ډېر يادولو نو دا دعاګانی به يی ښو ښتی چې «يه خدايه! ځما د رور سړه بن کورونه ودان اوساتی الوعيال کې مو برکت واچی.» او هم هغه شان او شوه ،خدای پاک د بيټ بابا زاری قبوله کړه او ددوی نسل يی دومره زيات کړو چې په ټوله پښتونخوا خور شو. بيټ نيکه به دغه دعاګانی او مناجاتونه اکثر د نظم اوسندور ټک کې ويل چې د هغو نه يو مناجات دا دي. لويه خدايه، لويه خدايه ستا په مينه په هر ځايه دا وکړی ډیر کړي خدايه دلته لږ زمونړ اوربل دی دوړکو کې دی دوړ بورجل دی بل دا پالنه ستا ده خدايه د بيټ نيکه دا منظوم مناجات د پښتو ادب تاريخ کې ډير اهميت لری(چی پټه خزانه نه ده معلومه شوی او د امير کروړ مشهوره ملی بدله ميدان ته نه وه راغلي نو دا مناجات د پښتو اولنی نظم کنړلی شو)يو دا نظم مونږ ته دا ښاي چې که بيټ نيکه ، پښتون نيکه،غښتلی ميړه،او بزرک مشروو- نو يو ښه ژبوار شاعر او اديب هم وو- اوبل دا چې دا نظم پشتو ادب يو ډير پخواني دور سره زمونږ پيژند ګلو کوي- اوچې مونږ لږ په زير دي نظم ته اوکورو نو معلوميږي چې:- (۴)خيالات انکار او مضامين تر دغه وخته ښه ساده او عام فهم وو،(۵)تشبهات،استعارات او نوری ګرانی پښتو شاعری کې نه وی راننوتی-(۶)پښتو ژبه،ادب او شعرو شاعری تر دغه وخته خالصه ملی او خپل جدا رنک کې ښه ژوندي وه او معياري حيثتي لرو-او ددی خبرو نه معلوميږي چې پښتو ژبه او ادب ډير پخوانی شی دی. |
|
© 2005 Afghanan Dot Net
| ||