Powered by Invision Power Board

عثمان بن عفان ذوالنورين (رض)

نوم، نسب او کنيه يي

اميرالمومنين دريم راشد خليفه ذوالنورين عثمان بن ابي العاص بن اميه بن عبدشمس بن مناف بن قصي. په جاهلي دور کې يې کنيه نوم ابو عمرو ؤ، خو له اسلام ه وروسته يې د رسول الله (صلی الله عليه وسلم) له لور رقيه (رضي الله عنها) نه يو زوی پيدا شو چې عبدالله نوميده او لدينه وروسته عثمان (رض) ته د مسلمانانو له خوا د ابو عبدالله کنيه نوم ورکړل شو.

 

صفات يې :

عثمان (رض) ښکلی مخ، توربخون رنګ، نری څرمن، ميانه ونه، پراخه اوږې، ګڼ ويښتان، سپينه، ګڼه په زعفرانو رنګيدلې ږيره درلوده.

ابوالمقدام يا د عثمان (رض) روايت کوي:رسول الله صلی الله عليه وسلم) يو کس په عثمان (رض) پسې (طف) نومې سيمې ته ولېږه (کيدای شي دغه سيمه يا هسک ځای به مدينې ته نژدې د هغو ډنډونو خواته واقع وه چې د باران اوبه به پکې غونډېدلې) دا سړی لاړ او له ډير ځنډ نه وروسته بيرته د رسول الله (ص) ورته وفرمايل: لکه چې د ځنډيدو سبب دې دا وچې عثمان او رقيه (رض) ته دې کتل او د هغوی حسن او ښکلا ته حيران شوی وې؟

عثمان (رض) به ډيرې ښکلی جامې اغوستلی، ډير ښکلی، قيمتي او يماني مشهور څادر به يې اغوست، په چپ لاس به يې ګوتې په ګوته کوله او غاښونه به يې په سرو زرو پوښلي او ټينګ کړي وو.

 

د زېږيدو نيټه :

د صحيح روايت په اساس عثمان (رض) د فيل له مشهورې واقعې نه سپږ کاله وروسته په (طائف) زيږيدلی دی.