Powered by Invision Power Board

دعمر (رضي الله عنه) نسب

عمر (رضي الله عنه) وائې زه د فجارله لوی جنګ نه څلور کاله مخکې پيدا شوی يم پدې حساب سره عمر (رضي الله عنه) له رسول الله (صلی الله عليه علی اله وصحبه وسلم) نه ۱۳ کاله کشر ؤ عمر (رضي الله عنه) ۲۶ کلن وو چې په اسلام مشرف شو. دپلار نوم يې خطاب بن نفيل بن عبدالعزیبن رياح ؤ، موريې حنتمه بنت هاشم بن مغيره بن عبدالله بن عمر بن مخزوم او د عمر (رضي الله عنه) کنيه نوم ابو حفص يعنی د زمری پلار. عمر (رضي الله عنه) وايې: دا لقب هغه وخت رسوالله (صلی الله عليه علی اله وصحبه وسلم) راکړی چې راته وئې وفرمايل: اې ابا حفصه ايا درسوالله (صلی الله عليه علی اله وصحبه وسلم) تره وژنې؟ ما ورته وويل: اجازه راکړه چې وئې وژنم! رسول الله (صلی الله عليه علی اله وصحبه وسلم) وفرمائل: نه يا اباحفص! دا کار مه کوه ځکه بيا به خلک وائې چې محمد (صلی الله عليه علی اله وصحبه وسلم) خپل ملګری وژني او په همدې ورځ او وخت يې په ابا حفص ونومولم.

 

دعمر (رضي الله عنه) شکل او صفات

عبدالله بن عمر (رضي الله عنه) د خپل پلار د صفاتو په هکله داسې وايي: عمر (رضي الله عنه) سپين رنګه، سور بخون ؤ، دنګه ونه ئې درلوده دسرويښتان يې کم ؤ. ابورجاء عطاردي وائي: عمر (رضي الله عنه) سپين رنګ درلود، ويښتان ئې کم ؤ، سترګی به يې ډيرې سرې وې، ډېر کم به ئې خندل، له هيچا سره ئې ټوکې نه کولې. زيد بن اسلم روايت کوي چې: عمر (رضي الله عنه) به په يو لاس دخپل آس يو غوږ او په بل سره به ئې بل غوږ راونيو همداسی به يې ورټوپ کړل او په آس به سپور شو. د عمر (رضي الله عنه) موذن اقرع وائې: يوه ورځ عمر (رضي الله عنه) له يوه اسقف (يهودي عالم) نه پوښتنه پوښتنه وکړه چې ايا زمونږ په هکله ستاسې په کتاب کې څه يادونه شته؟ هغه ورته وويل: هو ستاسې صفات او اعمال زمونږ په کتاب کې ذکر شوی دي، خو نومونه مو نشته عمر (رضي الله عنه) زما په هکله څه راغلی دي؟ هغه ورته وويل ستا په هکله راغلي دي: “ قرن من حديد ” عمر (رضي الله عنه) وفرمايل: داڅه معنی لري؟ اسقف وويل:يعنی (امير شديد) محکم سخت امير پدې کې عمر (رضي الله عنه) وفرمايل الله اکبرو الحمدالله.

په بل روايت کې راغلی دي چې يوه ورځ عمر (رضي الله عنه) په آس سپور ؤ، آس يی په منډه شو او شمال يې جامې ووهلې، پښه يې ښکاره شوه، د نجران يهودانو ورته کتل او دهغه په ورانه يې يو تور خال وليد فوراً يې وويل : دا همغه شخص دی چې زمونږ په کتاب

کې يې ذکر راغلی دیاوهمدی به مونږ له دې وطن نه شړي. عمر (رضي الله عنه) له اسلام نه مخکې هم دلوړ مقام او زيات شهرت درلودنکی ؤ هغه د جاهليت په زمانه کې د سفير دنده درلوده، کله به چې د قريشو او بلې کومې قبيلې ترمنځ څه مشکل حل کړی. له بعثت نه وروسته رسول الله (صلی الله عليه علی اله وصحبه وسلم) له الله (جل جلاله) نه سوال کوي چې اسلام ته په عمر يا ابوجهل سره قوت ورکړي، رسول الله (صلی الله عليه علی اله وصحبه وسلم) دعا وکړه او وئې قرمائل: يا الله ! ته اسلام ته په عمر بن الخطاب او يا ابو جهل بن هشام هريو چې تاته خوښ وي، اسلام ته قوت ورکړه، او څرنګه چې عمر (رضي الله عنه) په اسلام مشرف شو نو همغه دالله (جل جلاله) خوښ ؤ.

 

عمر (رضي الله عنه) د اسلام په لور

دا چې د اسلام رڼا څه ډول د عمر (رضي الله عنه) زړه ته لاره وموندله، پدې هکله پخپله عمر (رضي الله عنه) داسر وئې: له کور نه پدې نيت ووتلم چې درسوالله (صلی الله عليه علی اله وصحبه وسلم) لاره ونيسم خو هغه زما څخه مخکې جومات ته تللی ؤ، ورپسې ورغلم، هغه لمونځ کاوه او د الحاقه سورت تلاوت يې پيل کړ، دا تلاوت مې چې واورېد حيران شوم د قرآنکريم آيتونه مې په زړه اثر وکړ، لومړی مې له ځانه سره وويل چې محمد (صلی الله عليه علی اله وصحبه وسلم) شاعر دی، هغه وخت په قريشو هم همدا ډول خبره کوله، په همدی وخت کې رسوالله (صلی الله عليه علی اله وصحبه وسلم) دا ايت شريف تلاوت کړ:

ژباړنه: بېشکه دا قران د عزتمن رسول خبره ده او نده دا خبره د کوم شاعر، تاسې ايمان نه راوړی، پدې سره مې خپله رايه بدله کړه او ومې ويل: شاعر نه بلکه کاهن دی، سمدلاسه مې له رسول الله (صلی الله عليه علی اله وصحبه وسلم) څخه د آيتونه واوريدل:

 

ژباړنه: او نده داخبر دکاهن (تيروتي) تاسې ډېر لږ پند اخلیدغه قرآن نازل شوی دی له جانبه د الله ، او که له ځانه جوړولی (محمد صلی الله عليه وسلم) بر مونږ باندېخبرې نو حتما په مبدل اخستی وای په يمين (قوت) سره، بيا به پرې کړی ؤ مونږ دده د زړه رګ او نه به ؤ هيڅوک منع کوونکی او دفع کوونکی له ده څخه.

عمر (رضي الله عنه) نور هم ورته ځير شوة ، همد سرت مې تر پايه له رسول الله (صلی الله عليه علی اله وصحبه وسلم) نه واورېدل او له همدې شېبی نه مې د اسلام رڼا د زړه تل ته لاره پيدا کړه.

 

د عمر (رضي الله عنه) د اسلام کيسه ؟

د عمر (رضي الله عنه) لقب الفاروق (بېلونکی) دي او داسلام راوړلو په هکله ئې څلور اقوال را نقل شويدی.

۱ ـ ابن عباس (رضي الله عنه) وائې : له عمر (رضي الله عنه) نه مې و پوښتل په کومه وجه د الفاروق لقب درکړي شویدی؟ ده راته وويل حمزه (رضي الله عنه) له مان درې ورځی مخکې په اسلام مشرف شو، الله تعالی زما زړه هم خلاص کړ او ومې ويل: “ الله لا اله الا هو له الاسماء الحسنی ” دا مې چې وويل نو له رسول الله (صلی الله عليه علی اله وصحبه وسلم) سره مېدومره مينه پيدا شوه چې د دنيا په مخ مې هومره مينه له بل چا سره نه وه پوښتنه مې وکړه چې رسول الله (صلی الله عليه علی اله وصحبه وسلم) به اوس چيرته تشريف ولري؟ خور مې راته وويل: هغه اوس له صفا غونډی سره خوا کې د ارقم بن ابی ارقم په کورکې تشريف لري، ورغلم هلته حمزه (رضي الله عنه) له نورو اصحابو (رضي الله عنهم) سره په حويلی کې ناست دی، رسول الله (صلی الله عليه علی اله وصحبه وسلم) په کوټه کې دننه تشريف درلود. دروازه مې وټکوله، اصحاب (رضي الله عنهم) راغونډ شول حمزه (رضي الله عنه) ورته وويل، څوک دی؟ دوی ورته وويل عمر (رضي الله عنه) ورپسې رسول الله (صلی الله عليه علی اله وصحبه وسلم) د باندی تشريف راوړ.او زه (عمر) یې له يخن نه ونيولم، راکش يې کړم تر دې چې په زنګنو کې ورولوېدم، راته و يې ويل:

اې عمره لا تر اوسه د خپلې لاری نه يې اوښتی؟ عمر (رضي الله عنه) وايي: ورته مې وويل: “ اشهد ان لا اله الا الله وحد ه لا شريک له و اشهد ان محمدا عبده ورسوله ” اصحابو (رضی الله عنهم) چې زماله خولې نه د شهادت کلمه واوريدله ټولو له ډيری خوشالۍ نه په دومره لوړ اواز د الله اکبر چيغه وکړه چې په حرم شريف کې ټولو خلکو واورېدله. بيا م رسول الله (صلی الله عليه علی اله وصحبه وسلم) ته عرض وکړ چې يا رسول الله (صلی الله عليه علی اله وصحبه وسلم) آيا مونږ په ژوند او مرګ کې په حقه نه يو؟ ده وفرمايل: بلې، همداسې ده، مونږه په حق يو، قسم په خدای که تاسې ژوندي وئ او که مرئ په حقه ياستئ. ماعرض وکړ چې داسې ده نو ولې خپل دعوت نه په ډاګه کوو؟ قسم په خدای (جل جلاله) چې همدا اوس به اوځو او دعوت به اعلانوو! هماغه وه چې له رسول الله (صلی الله عليه علی اله وصحبه وسلم) سره په دوو صفونو (ليکو) کې ووتلو ديوه کتار په سر کې حمزه (رضي الله عنه) او دبل په سر کې زه (عمر رضي الله عنه) وم، داسې روان وو چې په پښو سره موله ځمکې نه نری ګرد پورته کيده او همداسې جومات (حرم شريف) ته ننوتلو، عمر (رضي الله عنه) په لوري سترګې واړولی دومره عمجن شول چې اندازه يې ګرانه ده او په همدې ورځ رسول الله (صلی الله عليه علی اله وصحبه وسلم) راته د الفاروق يعنې دحق او باطل ترمنځ د بېلوونکي لقب راکړ.

 

۲ـ پدې هکله دوهم قول داسې دی چې: اسامه بن زيد (رضي الله عنهما) روايت کړی وايي: عمر (رضي الله عنه) وويل:خوښه مونده چې دا کيسه درته وکړم چې زه څرنګه په اسلام مشرف شوم؟ اصحابو (رضي الله عنهم) ورته وويل: ولې نه، وايه داسلام کيسه دې څه وه؟ عمر (رضي الله عنه) وويل: له بعثت نه وروسته مې له رسول الله (صلی الله عليه علی اله وصحبه وسلم) سره ډېره د ښمني درلوده ، ترڅو له صفا غونډۍ سره نژدې يوه کورکې دهغه حضورته ورغلم مخې ته يې کيناستلم او رسول الله (صلی الله عليه وعلی واله وصحبه وسلم) له يخنه ونيولم راته ويی فرمايل : اسلام راوړه اې د خطاب زويه! او زياته يې کړه: لويه خدايه! هدايت ورته وکړه عمر (رضي الله عنه) زياتوی، په همدې وخت کې مې د شهادت کلمه وويل “ اشهد ان لااله الا الله وانک رسول الله ” شاهدي وايم چې له الله تعالی پرته بل د عبادت وړ معبود نشته او ته (محمدصلی الله عليه وسلم) د الله (جل جلاله) رسول يې. پدی سره مسلمانان ډير خوشاله شول او په لوړ اواز يې د تکبير نعره وکړه. عمر (رضي الله عنه) د خپلو په خبرو په دوام وائې: هغه وخت مسلمانان پټ وو د کفارو له ظلم نه يې خپل اسلام نه شوای ښکاره کولی، چا به چې د لومړی ځل لپاره اسلام راووړ، که کفار به ورباندې خبر شول نو ورباندې راټول په شول او دوهلو شروع به يې ورباندې وکړه، عمر (رضي الله عنه) زياتوي: زه چې په اسلام مشرف شوم نوخپل ماما ته ورغلم، خبر مې کړ چې زه په اسلام مشرف شوم، خو هغه په چوپه خوله خپل کورته ننوت او ور يې ورپسې رابند کړ، بيا د قريشو بل مشر ته ورغلم خبر مې کړ چې په اسلام مشرف شوی يم خو هغه هم هيڅ راته ونه ويل کورته داخل شو او دروازه يې ورپسې بنده کړه، ماله ځان سره وويل دا څه چل دی چې همدا کفار نور مسلمانان وهي او ماته يې هيڅ ونه ويل؟ دلته يوه تن راته وويل چې آيا غواړی ټول کفار ستا په اسلام خبر شي؟ ماورته وويل: هو هغه وويل: کله چې خلک په حرم کې دننه راټول شول، ته فلاني شخص ته ورشه او ورته ووايه چې زه په اسلام مشرف شوی يم هغه راز نه شي پټولی، عمر (رضي الله عنه) وايي زه همغه سړي ته ورغلم او له خپل اسلام نه مې خبر کړ هغه فوراً په لوړ اواز چغه کړه چې د خطاب زوی د خپل پلرني دين نه اوړېدلی دی. خلک راپاڅېدل، جګړه پيل شوه دوی زه وهلم او ما دوی وهل، پدی وخت کې مې ماما وويل: اې خلکو ما خپل خوريه ته پناه ورکړېده، څوک بايد غرض ورسره ونه لري، پدې سره خلک رانه لری شول زما هيله داوه چې بايد يو مسلمان هم نه وهل او په تعذيب نشي خو خبره هسې نه وه،نو له ځان سره ومې وويل نور مسلمانان به وهل کېږی او زه په آرام ګرځم!! خلک چې ټول په حرم شريف کې کيناستل ورغلم ماما ته مې وويل: ماما زما خبره واوره، هغه وويل وايه څه دي؟ ورته و مې ويل ستا پناه بېرته مستردوم، هغه راته وويل: داسې مه کوه! ماورته وويل نه، پناه دې مسترده ده. بالاخره هغه هم نورو مسلمانانو په شان وهل کېدلم او ما به هم کفار وهل تر څو اسلام بری ومون دعمر (رضي الله عنه) ماما عاص بن هشام نومېده چې د بدر په ورځ د يوه روايت په اساس خپله د عمر (رضي الله عنه) په لاس وژل شوېدی.

ابن شهاب وايي: يوه ورځ عمر (رضي الله عنه) په جومات کې ناست ؤ چې سعيد بن العاص راغی سلام يې واچاوه، عمر (رضي الله عنه) ورته وويل: وراره! ما د بدر په ورځ ستا پلا نه دی وژلی، ما خپل ماما العاص بن هشام وژلی دی او زه د مشرک په وژلو پښيمانه هم نه يم. سعيد (رضي الله عنه) ورته وويل: که دي زما پلار وژلی هم وي نو ته په حق او هغه په باطل ؤ.

عبدالله بن عمر (رضي الله عنه) نه روايت کوي: عمر (رضي الله عنه) په کور کې ناست ؤ ، نوی په اسلام مشرف شوی ؤ، اندېښنې اخيستی ؤ، العاص بن وائل السهمي ورته راغی، قيمتي چپنه او وريښميني جامې ئې اغوستی وې وئې ويل څه خبره ده؟ عمر (رضي الله عنه) ورته وويل: ستا قوم زما د مرګ اراده لري!! العاص وويل: تاته به هيڅوک زيان و نه شي رسولی، ډاډه اوسه ما امن درکړيدی. داخبره ئې وکړه او ووت، د باندې زيات شمير خلک راټول شوي وو عاص ورته وويل چېرته ځئ؟ دوی وويل عمر (رضي الله عنه) دين نه اوړېدلی دی هغه پسې ورځو. عاص ورته وويل: دا کار نه شئ کولی هغه ته ما پناه ورکړيده. پدې سره خلک بيرته وګرځېدل. عبدالله بن عمر (رضي الله عنه) وايي: ماله خپل پلار نه پوښتنه وکړه کله چې په اسلام مشرف شوی نو مشرکان چا درنه وګرځول؟ پلار مې راته وويل: زويه! هغه وخت عاص بن وائل مشرکان را نه منع کړل. په بل روايت کې راځي چې ابن عمر (رضي الله عنه) وايي: زه د بام په سر ناست وم چې خلک له يوه تن نه راتاو شويدي او وايي چې عمر (رضي الله عنه) له دين نه اوښتی دی، عمر (رضي الله عنه) له دين نه اوښتی دی، پدی وخت کې عاص بن وائل راغی وريښميني چپنه يې په اوږو وه، خلکو ته يې وويل: که عمر (رضي الله عنه) له دين له اوښتی هم دی ماپناه ورکړيده، پدې يوې خبرې سره ټول تيت او پرک شول عبدالله بن عمر (رضي الله عنه) ويي چې زه هغه وخت د عاص بن وائل اثر او اهميت ته حيران شوم.

 

دريم قول دادی : جابر (رح) وايي: عمر (رضي الله عنه) فرمايلي: زما د اسلام کيسه داسې ده چې: يوه ورځ له کوره ووتلم د کعبې شريفې په پرده يا پوښ کې مې ځان پټ کړ، شپه ښه سړه وه، رسول الله (صلی الله عليه وعلی واله وصحبه وسلم) راغی هو حجر ته داخل شو، پايزار يې په پښو ؤ لمونځ يې وکړ بيا لاړ. پدې لمانځه کې ماداسې څه ورنه واورېدل چې کله مې هم نه وو اورېدلی، ورپسې روان شوم، رسول الله (صلی الله عليه وعلی واله وصحبه وسلم) راته متوجه شو وئې فرمايل: څوک يې؟ ما ورته وويل: عمر (رضي الله عنه) يم . راته ويې فرمايل: عمره! نه مې د ورځی پرېږدی او نه د شپې عمر (رضي الله عنه) وايي: ووېرېدم هسې نه ښېری راته ونکړي، فوراً مې د شهادت کلمه وويله: رسول الله (صلی الله عليه وعلی واله وصحبه وسلم) وفرمايل: اسلام دې پټ ساته! ماورته وويل: قسم په هغه ذات چې ته يې په حق رالېږلی يې، اسلام به داسې اعلانوم لکه شرک مې چې اعلان کړی ؤ.

 

۴ـ څلورم قول دا دی : انس بن مالک (رضي الله عنه) روايت کړی: چې عمر (رضي الله عنه) توره په لاس د رسول الله (صلی الله عليه وعلی واله وصحبه وسلم) په لټه کې له کوره ووت، په لار کې د بني زهره له يوه تن سره مخ شو، هغه ورته وويل: عمر! چيرته ځی؟ ده ورته وويل: راوتلی يم چې محمد (صلی الله عليه وعلی واله وصحبه وسلم) ووژنم، هغه کس ورته وويل که محمد (صلی الله عليه وعلی واله وصحبه وسلم) نو له بني هاشم او بني زهره نه به ځان څنګه خلاصوی؟ عمر (رضي الله عنه) وويل: فکر کوم لکه چې ته هم له خپل دين نه اوښتی يې؟ هغه په ځواب کې ورته وويل: زما خبره پرېږده، دا واوره چې ستا خور او اوښی هم له خپل دين نه اوښتي او ستا دين يې پېښی دی. له همدې ځايه عمر (رضي الله عنه) ډېر په غصه د خپلې خور کورته ور روان شو هلته ددوی په کور کې خباب (رضي الله عنه) موجود ؤ، دروازې ته چې ورسېد، خباب (رضي الله عنه) يې د پښو اواز وارېد فوراً په کور کې پټ شو، عمر (رضي الله عنه) کورته داخل شو ويی ويل داد چا اواز و؟ خور او او ښی يې وويل څه خبره خو نه وه، مونږ خپل منځ کې خبرې کولې! عمر (رضي الله عنه) وويل: ګمان کوم چې خپل دين مو پرېښی دی؟ او ښی يې ورته وويل: که ستا دين حق نه وي؟ پدې خبرې سره عمر (رضي الله عنه) حمله پرې وکړه او راچپه يې کړ، خور يې راغله تر څو عمر (رضي الله عنه) ورنه لري کړي خو عمر (رضي الله عنه) خپلی خور ته داسې کلکه څپيړه ورکړه چې مخ يې وينې شو، خور يې نور صبر ونه شوای کړای ورته ويې وويل: عمره ! ستا دين حق ندی، زه شاهدي وايم چې له الله (جل جلاله) نه پرته بل دعبادت وړ معبود نشته او محمد (صلی الله عليه وعلی واله وصحبه وسلم) د الله رسول دی.

پدې وخت کې عمر (رضي الله عنه) ځان نا اميده احساس کړ ورته ويې ويل: هغه کتاب راکړی چې تاسی لوست تر څو زه يې هم ولولم. عمر (رضي الله عنه) سواد درلود، خور يې ورته وويل: ته ناپاک يې او زمونږ کتاب ناپاکان نه شي لمس کولی، که غواړی د کتاب ولولې نو غسل يا اودس وکړه. عمر (رضي الله عنه) اودس يې وکړ، بيا يې کتاب واخيست او د ((طه)) سورت يې تر “ طه۱۴ ” پورې تلاوت کړ، بيا يې دوی ته وويل: محمد (صلی الله عليه وعلی واله وصحبه وسلم) چېرته دی؟ خباب (رضي الله عنه) چې د عمر (رضي الله عنه) دا خبرې واورېدلی را ووت او ورته ويې ويل: زيری کې درباندې اې عمره! لکه چې د پنجشنبې په شپه د رسوالله (صلی الله عليه وعلی واله وصحبه وسلم) دعا ستا په هکله قبوله شوېده رسول الله (صلی الله عليه وعلی واله وصحبه وسلم) اوس له صفاسره نژدی د ارقم په کور کې دی، عمر (رضي الله عنه) روان شو تر څو هغو کورته ورغی، حمزه او طلحه (رضی الله عنهما) له يو شمېر اصحابو (رضی الله عنهم) سره له دروازې سره وو، حمزه (رضي الله عنه) وکتل چې اصحاب (رضی الله عنهم) د عمر (رضي الله عنه) په ليدو ووېريدل، نو ورته يې وويل: تشويش مه کوئ، دا عمر (رضي الله عنه) دی که الله تعالی يې خير غوښتی ي نو مسلمان به شي په رسول الله (صلی الله عليه وعلی واله وصحبه وسلم) به ايمان راوړي. او که نه نو زمونږ لپاره يې وژل مشکل ندي.رسول الله (صلی الله عليه وعلی واله وصحبه وسلم) پدې وخت کې په کور کې دننه ؤ، وحی ورباندې نازلېدله، وروسته راووت او عمر (رضي الله عنه) يې له يخنه ونيو ورته ويې فرمايل له خپل کار نه لاس نه اخلی هسې نه چې الله تعالی ذلت درباندې نازل کړي، او لکه د مغيره بن المغيره په شان تا هم رسوا او خوار کړي. بيا يې زياته کړه لويه ربه! عمر ته هدايت وکړه، ای خدايه اسلام ته په عمر (رضي الله عنه) قوت ورکړه، همدلته عمر (رضي الله عنه) د شهادت کلمه وويله، په اسلام مشرف شو او رسول الله (صلی الله عليه وعلی واله وصحبه وسلم) ته يې وويل: راځی چې ووځو او خپل اسلام اعلان کړو.

 

عمر (رضي الله عنه) په کوم کال او له څو کسانو وروسته اسلام راوړی؟

 

عمر (رضي الله عنه) د نبوت په شپږم کال د ذي الحجي په مياشت کې ايمان راوړی دی او دغه وخت يې عمر پوره شپږويشت کاله ؤ ، له ده نه مخکې څلويښت يا څخه زيات کسان په اسلام مشرف شوی وو. سعيد بن المسيب (رضي الله عنه) وايي چې له عمر (رضي الله عنه) نه مخکې څلو يښت نارينه او لس ښځې په اسلام مشرفې شوې وې په بل روايت سره له ده نه مخکې ۴۵ نارينه او ۱۱ ښځې مسلمانی شوې وې يو شمير نور علما عقيد لري چې له عمر (رضي الله عنه) نه مخکې ۳۹ تنه نارينه مسلمان شوی وو چې په عمر (رضي الله عنه) سره يې شمېره پوره څلويښت شوه. د دې لومړنيو مسلمانانو نومونه دا وو: ابوبکر، علي، عثمان،طلحه، سعد، عبدالرحمن، سعيد، ابوعبيده، حمزه، عبيده الحرث، جعفر بن ابي طالب، مصعب بن عمير، عبدالله بن مسعود، عياش ابن ابي ربيعه، ابو ذر، ابوسلمه بن عبدالاسد، عثمان بن مظعون، زيد بن حارث، بلال بن رباح، خباب بن ارت، مقداد بن عمر، صهيب، عمار، عامر بن فهيره، عمر بن عيشه، نعيم بن عبدالله بن نحام، حاطب بن حارث جمحي، خالد بن سعيدبن العاص، خالد بن نکير، عبدالله بن جحش، عامر بن بکير، عتبه بن غزوان، ارقم بن ابي ارقم، انيس،اخوابي ذر، واقد بن عبدالله، عامر بن ربيعه، سائب بن عثمان بن مظعون او عمر (رضي الله عنهم اجمعين) يې څلوېښتم.

په يوه روايت کې راغلی کله چې عمر (رضي الله عنه) په اسلام مشرف شو نو جبريل (عليه السلام) راکوز شو، رسول الله (صلی الله عليه وسلم) ته يې وويل په آسمان کې اوسيدونکی مخلوقات يا ملائکی د عمر (رضي الله عنه) په اسلام خوشالي کوي.

صهيب بن سنان (رضي الله عنه) وايي دعمر (رضي الله عنه) له اسلام نه وروسته مسلمان پياوړي شول او دعوت له سري شکل نه په علني شکل بدل شواوده ده له اسلام را وړلوته ورسته به اصحاب (رضي الله عنه) د حرم شا او خو کيناستل، طواف به يې کاوه او دکفارو ځينو خبرو ته به يې ځواب هم ورکاوه.