Powered by Invision Power Board

لمونځ

 

لمونځ دوه ډوله دی: واجب (فرض) او مستحب ستر لمونځونه ورځني پنځګوني لمونځونه دي، چې د ټولو مسلمانانو پرې احماع ده او چې څوک ترې منکر شي، يا ترې غاړه واغړوي، مسلمان نه دی، که څههم شهادتين (د شهادت کلمه) ووايي، ځکه لمونځد سالم له رکنونو ځني دی او وجوب (فرضيت) د دين اړتيا په توګه ثابت دی، چې د نظز، احتهاد، تقليد او پوښتنې ځای په کې نشته دله مستۍ يا لټۍ له امله، چې پر فرضيت يې ايمان هم وي، د لمانځه پرېښوونکي (ترکونکی) په حکم کې اختلاف دی. مالکيانو او شافعيانو ويلي دي: وژل يې په کار دي.

حنفيانو ويلي دي: يا دې لمونځ وکړي او يا دې تر ژونده بندي وي.

اماميانو و يلي دي که څوک دين فرايض لکه لمونځ، زکات، خمس، حج او روژه پرېږدي، د حاکم يا واکمن د رايې درناوي وشي، خو که بيا هم سم نه شو ، دويم ځل دې هم درناوی وشي. که توبه يې ونه ايسته، درېيم ځل دې هم ( د واکمن د رايې) درناوی وشي خو که څلورم ځل بيا هم ټينګ وي، نو ودې وژل شي.

 

نفلي لمونځونه :

مستحب لمونځونه څو ډوله دي، چې يو يې ورځني نفلي لمونځونه دي، چې مذهبونه يې د رکعتونو په شمېر کې يوه خوله نه دي.

شافعيانو ويلي دي: يوولس رکعته، دوه رکعته د سهار له لمانځه مخکې او دوه د ماسپښين تر لمانځه وړاندې دوه دوه رکعته د ماسپښين، ماښام او ماسخوتن تر لمونځونو وروسته او يو رکعت وتر يا وتيره دي.

حنبليانو ويلي دي لس رکعته دي، دوه رکعته له ماسپښين نه مخکې او دوه وروسته دی او دوه دوه رکعته د ماښام، ماسخوتن او سهار تر فرضو وروسته دي.

مالکيانو ويلي دي: په فرضي لمونځونو پسی نفلونه ټاکلی شمېر نه لري؛ خو غوره يې تر ماسپښين او ماښام وروسته څلور رکعته دي.

حنفيانو ويلي دي: په فرض لمونځونو پسې نفلونه پر مسنونو او مندوبو ويشلي دي.

منون لمونځونه پنځه دي: دوه رکعته له سهار نه مخکې او څلور له ماسپښين نه مخکې او دوه دوه رکعته (له جمعې پرته ) تر ماسپښين، ماښام او ماسخوتن وروسته.

اماميه وو ويلي دي: ورځني نفلی لمونځونه څلور دېرش دي: اته رکعته د ماسپښين دي، چې تر ماسپښين لمانځه وړاندې کېږي، اته رکعته د مازيګر نفل دي، چې تر لمانځه وړاندې کېږي څلور رکعته د ماښام دي، چې تر لمانځه وروسته کېږي او دوه رکعته دماسخوتن دي، چې تر لمانځه وروسته په ناسته کېږي او يو رکعت شمېرل کېږي او وتيره (وتر) يې بولي، اته رکعته د شپی نفلی لمونځ دي، دوه رکعته د شفع کېږي، او يو د وتر دی، دوه رکعته د سهار نفل دي، چې د فجر يا سهار لمونځ باله شي.

دماسپښين او مازيګر وخت :

فقها لمونځ له ماسپښينه پيلوي؛ ځکه دا لومړنی لمونځ دی، چې فرض شوي دي، ورپسې د مازيګر، ماښام، ماسخوتن او سهار دي، پنځګونی لمونځونه د اسراء پر شپه په مکه کې د بعثت پر نهم کال فرض شول. دا خبره داسرا‌ء سورې له ۷۸ ايت نه څرګنده ده:

اقم الصلوه لدلوک الشمس الی عسق الليل وقرآن الفجر ان قران الفجر کان مشهودا

په دې ايت کې د پنګونو لمونځونو تفصيل راغلی دی.

ټول مذهبونه منی، چې لمونځ دوخت له رارسېدونه وړاندې جايز نه دی،کله چې لمر له نمايي اسمان ه لويديځ لور ته په کږېدوشي، دماسپښين وخت ته ورننوځي، چې په اندازه او بريد کې يې اختلاف دی.

اماميانو ويلي دي: د ماسپښين د لمانځه ځتګړی وخت د سيوری د کږېدو (زوال) له پېل نه تر هغه وخته، چې ايله څلور رکعته په کې وشي او دازيګر د لمانځه ځانګری وخت دورخی له پای نه ترهغه وخته، چې ايله ځلور رکعته په کې وشي او دلمانځه په پوره کولو ماښام کېږي او د ماسپشين او مازيګر دلمونځونو ترمنځوخت د دې د دواړو لمونځونولپاره ګډ وخت ګڼي

ځکه يې ويلي دي: چې ماسپښين او مازيګر لمونځ په ګډوخت کې جايز دی.

او که له پايه څلورو رکعتونو د ويلو په انداه وخت ؤ، د مازيګر لمونځ پر ماسپښين باندې د مخه کېږي، بيا دې ورپسې د ماسپښين لمونځ د قضا‌ء په نوم وکړي.

څلور ګونو مذهبونو ويلي: د ماسپښين د لمانځه وخت دلمر د زوال پيله تر دې چې دهر شي سيوری دهمغه شي سره برابر شي، که له دېکچې سيوری ډېر شو، د ماسپښين د لمانځه ومت تېر شويدی؛ خو شافعيانو لو مالکيانو ويلي دي: دغه کچه په اختياري ځانګړتيا پورې اړه لري، خو سودايي، د ماسپښين وخت ته تر دې کچې وروسته دوام ورکوي اماميانو ويلي دي: د سيوری اوږدوالی د اصل شي په کچه د ماسپښين د فضليت وخت دی او دهغه دوه برابره د مازديګر د لمانځه د فضليت وخت وي.

احنافو او شافعيانو ويلي دي: دمازيګر وخت دشی د سيوري له زياتوالي څخه د خپل ځان په کچه برابر پيلېږي آن تر لمر لويدو پوري.

مالکيانو ويلي دي: د مازيګر له پاره دوه وخته دي، لومړی په خپل واک، دوهم بيړني، په خپل واک د سيوري زياتېدل له خپله شي څخه پيل آن لمر تر ژيړوالي پورې وي او بيړنی له ژيروالي تر لمر لويدو پورې دی. حنبليانو ويلي دي: يو سړی چې د مازيګر لمونځ تر هغو پورې و ځنډوي چې د هر شي سيوري د شي له دوه برابره څخه واوړي، د هغو لمونځ تر لمر لوېدو پورې ادا‌ء کېږي، خو هغه لمونځ کوونکی چې دغه وخت نور هم ځنډوي ګناه يې کړېده، ځکه بر هغه باندې حرامېږي او حنبليان په دې قول کې له ډېرو مذاهبو څخه ځانګړيډي.

 

د ماسخوتن او ماښام د لمانځونو وخت :

شافعيانو ا حنبليانو ويلي دي: ماښام د لمر د سترګې له ورکېدو څخه پيل او له سوربخن مزي سره د لمر لويدو له خوا پای ته رسېږي.

مالکيانو ويلي دي: دماښام وخت لږ او بيل دی. او هغه د لمر لويدو له لومړي سر څخه د هغه وخت په اندازه دی چې د اوداسه داو آذان او دماښام د لمانځه له مخې ورته اړتيا ده، او دهغه ځنډول واکمن ته نه دي روا، خو دماښام وخت په بيړنيو حالاتو کې تر سپيده چاوده پورې دوام لري او د ماښام د ځنډولو ناروا والی له لومړي وخته يوازې مالکيانو بللی دی.

اماميانو ويلي دي: دماښام لمانځه ځانګړي وخت دلمر لويدو له پېله هغه د ادا کولو په اندازه سره دی او د ماخوستن د لمانځه خاس وخت دهغه د اداکولو په اندازه له نيمې شپې را په دې خوا او د دغو دوو وختونو تر منځ د ماښام او ماخوستن تر منځ شريک وخت دی او په دې حال کې د دواړو لمونځونو (ماښام او ماخوستن) يو ځای په دې وخت کې ادا کول روا دي.

او دا اختيار حکم دی، خو په بيړني حالت کې دهېريدو يا بېده کيدو له کبله د دغو دوو لمونځونو وخت تر سپيده چاوده پورې دوام لري او د ماخوستن لمونځ خاص د شپې په آخر او د ماښام لمونځ خاص د شپې د نيمايي له اوله د ادا کولو تر وخته پورې دی.

 

د سهار د لمانځه وخت :

د ټولو مذهبونو په اتفاق سره دسهار د لمانځه وخت له صادق سپيده چاود څخه د لمر تر راختو پورې دی، پرته له مالکيانو چې ويلي يې دي: د سهار له پاره دوه خته دي: اختياري وخت له سپيده چاود څخه دخلکو د مخ تر پيژندلو پورې او بيړنی وخت د خلکو د مخ له پيژندلو تر لمر راختو پورې.

(۱)ـ د اماميه وو په وړاندې د لمر د سترګې له ننوتو سره سم ماښام دی، هماغه شان چې د څلور ګونو مذهبونو په نزدوی، خو اماميه وو ويلي دي: د لمر دسترګې پټېدل سملاسي دستګو له نظره د پڼيدو سره نه دی، بلکې ښايي د لمر ختو له خوا د سور مزي جګوالی د يوه سړي د ونې د جګوالي په کچه وي، ځکه د ختيځ له خوا لويديځ لوري ته سيوری پرېوزي او د ختيځ سور مزی د لمر د د نور انعکاس دی پر هغه باندې او هر څومره چې لمر ټيټېږي دغه انعکاس پورته ځي، خو هغه بلکې هغه يې د فقې په کتابونو کې رد کړيده. او دهغوی په ګومان چې ستوي تر لمر لوېدو وروسته او لمر راختو د مخه وي يو روايت راغلی چې : ملعوبن معلون دی چې څوک ماښام تر هغو پورې وځنډوي تر څو چې اسمان له ستورو ډک شي او ويلي يې دي: دغه رد دابی الخطاب له ډلې سره د هم غږو پیروانو پر خطابيه باندې دی، او هغو بدعتيان دي، ويل شوي دي امام صادق فرمايلي دي: اهل عراق ماښام تر هغو پورې ځنډوي تر څو چې اسمان له ستورو ډک شي بيا يې وفرمايل: دا د خدای د دښمنانو، ابی الخطاب کار دی.

له امام صادق عليه السلام څخه د “ من لايحضره الفقيه باب فی مواقيت الصلاه کتاب په ۱۲۴ مخ کې چې په ۱۳۹۰ه‍ کې چاپ شوی روايت راغلی دی ”

د خطابي ډله د ابی الخطاب بن محمد بن ابی زينب الاجدع اسدي پيروان دي چې د شيعه غلاتو او اسماعيليه ډلې يو ښاخ ګڼل شوي دي او هغوی وايي چې په هره زمانه کې دوه رسوله دي، يو يې ويونکی او بل يې ګونګی پس محمد(ص) يې ناطق رسول او علي (رض) يې صامت (ګونګی) رسول دی او په دې اړه يې دخدای قول چې فرمايلې دي: “ ثم ارسلنا رسلنا تترا ” تاويل کړيدی او له دې هم پورته تللي دياو ويلي يې دي: محمد (ص) او علی (رض) خدايان دي، کله چې دا خبره حضرت صادق (رض) ته ورسيده پر هغوی باندې يې لعنت ووايه او د برائت اظهار يې وکړ، دې ډلې تر حضرت صادق (رض) وروسته وويل: ابی الخطاب يو مرسل پيغمبر ؤ چې حضرت صادق (رض) هغه راولېږلو او دمحمد بن اسماعيل بن امام جعفر صادق (رض) پر امامت باندې باوري دي (فارسي ژباړنه)