|
د لمانځه واجبات او دهغه ارکان : د لمانځه صحت پر پاکوالي سره دی چې اودس وکړي او له تشو او ډکو ميتيازو څخه ځان پاک کړي؛ د لمانځه تر ادا کولو د مخه بايد جبراً د لمانځه وخت او قبله او د جامو اغوستلو څرنګوالی وپېژني او هغوی ته د لمانځه شرطونه ووايي او د هغوی په برخه کې په تفصيل سره خبرې شوې دي، لمونځ ارکانو او واجباتو جوړ کړيدی چې دلمانځه پر وخت يې د ترلاسه کولو له پاره راوړي او شمير يې ډير دی.
نيت : ۱ـ مذهبونه، بلکې ديوه مذهب فقيان پر دې چې پر لمونځ کوونکی باندې نيت واجب دی سره مخالفت لري او همدا سې د لمانځه د څرنګوالي ټاکل چې د ساري په توګه نيت وکړي دا ماسپښين دی يا مازيګر بشپړ دی يا نيمګړی، فريضه ده يا قضا،واجب دی يا مستحب او داسې نور.د نيت حقيقت، لکه څنګه چې د اوداسه په برخه کې تير شو د پاک خدای(ج) د امر او د نيت د منلو څخه عبارت دی، خو دا چې نيت واجب دی يا مستحب، پر ځای شوی دی يا قضا د لمونځ کوونکی له نيت سره برابر واقع کېږي، لکه څنګه چې له پېله يې د نفلو نيت سهار او مازيګر وي، همغه شمير کېږي خو که دکوم شي نيت ونه لري، هسې خوشې ګڼل کېږي او امکان لري چې يو صورت که دکوم ځانګړي لفظ په شکل يې ووايي يا يې ونه وايي او که خپل نيت ته يې پام وي يا نه وي ددې له پاره ټول مذهبونه سره يوه خوله دي چې پر ژبه د نيت ويلو غوښتنه نه ده شوې، لکه څنګه چې رواجي بلل کېږي امکان يې نه شته چې يو سړي دې ماسپښين د لمانځه نيت د مازيګر د لمانځه پر ځای وکړي، يا د واجب لمانځه پر ځای د مستحب لمانځه نيت وکړي سره له دې چې پېژندل کېږي او ددغو دوو لمونځونو تر مينځ توپير کولی شي. خو بيا هم د متقدمينو (ړمبنو) تر مينځ د نيت او د هغه د ډولونو خبره نه ده، او هغوی چې دين او شريعت يې مينځ ته راوړی دی، د نيت له څرنګوالی يې کومه خبره نه ده يا ده کړې ښه دي دلته د دوو لويو عالمانو خبرېرا واخلو چې يو له هغوی څخه “ ابن قيم ” د اهل سنتو له فقيانو څخه اوبل سيد محمد له اماميه وو څخه د “ المدراک ” د کتاب مولف دی. د ابن قيم د “ زادالمعاد ” په کتاب کې کټ مټ همداسې راغلې لکه د ابن قدامه د المغنې د کتاب مولف چې په لومړي ټوک کې راغلی دي: هر ومت په چې پيغمبر (ص) لمانځه ته پورته کېده، ويل به يې “ الله اکبر ” او دمخه له هغه به يې څه نه ويل او په ژبه به يې نيت نه ويل او نه به يې ويل داسې لمونځ کو: مخامخ قبلې ته، څلور رکعته، د امامت په نيت ياد ماموم په نيت او د تقليد يا قضايې نه ويل او نه يې د ماسپښين وخت واجب بللې، او دغه لس بدعته چا په ضعيف (غريب) يا صحيح سند نه دي راوړي او څوک يې له څلور ګونو امامانو او تابعانو څخه ښه نه دي ګڼلي. دويم سيد محمد د “ مدارک الاحکام ” په کتاب کې دنيت لومړی بحث لمونځ ويلي: چې په شرعي د لائلو کې ګټه ترې اخيستل کېږي، نيت يو آسانه او د اعتبار وړ امر دی، پرېکړه د يوه ټاکلي کار له پاره د خدای(ج) د فرمان مننه او دومره امر دی چې هيڅ يو عامل د عبادت د تر سره کولو له پاره له هغه نه بې خبره نه دی؛ ځکه چې له فاضلانو څخه ځينو ويلي دي: که خدای پاک د دې کار خامخا کېدل کولی چې لمونځ او عبادتونه بې له نيته برځای کړی زموږ تکليف په يو نه وي. او شهيد په خاطرو کې ياده کړيده چې زموږ ړومبنيو علماوو نيت، په فقهي کتابو کې نه ياداوه، بلکې ويل به يې، د اواسه له لومړنيو واجباتو څخه د مخ مينځل او د لمانځه له لومړنيو واجباتو څخه تحريمه تکبيريا تکبيره الاحرام دی، او له نيت څخه د اعبار وړکچه هغه امر دې چې بېلوالی يې ناشونی دی او له هغه زيات نه دي واجب؛ د دې مطلب تائيد ونکی له عباداتو څخه په يوه کې هم د نيت يادونه نه شته په دې هکله د پيغمبر (ص) په ځانګړيو حديثونو کې د اوداسه، تيمم او غسل څرنګوالی نه دی راغلي.
تکبيره الاحرام : ۲ـ بې له تکبيره الاحرام څخه لمونځ نه بشپړېږي او د خدای (ج) د رسول (ص) د وينا له مخې په دې نامه سره نومول شويدي: “ د لمانځه پيل اودس، تحريم يې تکبير، تحليليې دسلام ګرځول دی ” يعنې خبرې کول او هر څه چې لمونځ کوونکي له پاره هغه څه چې تر تکبير تحريمه وروسته ورته حرامېږي او پر اسلام ګرځولو سره د لمونځ کوونکي له پاره هغه څه چې تر تکبير تحريمه وروسته ورته حرام شوي وو حلالېږي او د هغه صورت “ الله اکبر ” د اماميه وو، مالکيه وو او حنابله وو له خوا بې له هغه کافي نه دی شافعيانو ويلي دي: الله اکبر، الله اکبر دلام او الف په زياتو لو سره پر اکبر سربيره لرې کېږي او احنافو ويلي دي: هر هغه لفظ چې دا معنی ولري کافي دي لکه الله الاعظم والله الاجل: له احنافو پر ته ډير سره يوه خوله دی، واجب دی چې د تکبير ويل په عربي ژبه وي که څه هم لمونځ کوونکی عرب نه وي او که پر ويلو باندې يې وس نه وي، د هغه يادول واجب دي او که له يادولو واجب دي او که له يادولو څخه عاجز وي، په خپله ژبه دې د هغه مانا ووايي، خو احنافو ويلي دي: که عربي يې نه شوای ويلای، چې په هره ژبه يې ويلي شي، صحيح دی. مذهبونه سره يوه خوله دې هر څه چې د لمانځه شرط دی، لکه پاکوالی، قبله، د اغوستلو جامې او داسې نور همدغه ډول د ويلو له پاره تکبير شرط دی، چې بايد په ولاړو او د ځای پر ځای دريدو چې اندامونه يې تقرر ونيسی توان ولري، او دا چې بايد د “ جلاله ” لفظ پر “ اکبر ” باندې وړاندې وبولي، هر کله که د دې پر خلاف ووايي اکبرالله نه دی روا.
ودرېدل (قيام) : ۳ـ مذهبونه سره يوه خوله دي چې په واجبو لمونځونو کې د “ تکبيره الاحرام ” له پيله تر رکوع پورې قيام يا درېدل واجب دي، او پر قيام درېدل او د اندامونو تقرر او خپلواکي د باور وړ ده، نو د لمونځ کوونکي له پاره نه ده رواچې وس يې وي او دی پر څه باندې تکيه وکړي او که بې وسه وه په کښيناستو دې لمونځ وکړي او که د کښيناستو هم نه ؤ پر ښی اړخ لکه د هغه چا په څېر چې په قبر کې ايښودل شوی وي او د وجود ارکان يې مخ پر قبله وي لمونځ دې وکړي او دا حکم د ټولو مذهبونو له خوا دی بې له احنافو ځکه هغوی ويلي دي: هر څوک چې له کښيناستو بې وسې دی، پر شا دې سوني ستغ څملي او دواړه پښې دې د قبلې خوا ته کړي تر څو چې د هغه اشاره په رکوع او سجده کې د قبل پر خوا وي. که په ښي اړخ له څملاستو هم بې وسې شو اماميانو، شافعيانو او حنبليانو ويلي دي: شا پر تخته دې څملي او د سر په اشاره دې لمونځ وکړي او که د سر په اشاره يې هم وس نه و په بڼو دې اشاره وکړي. احنافو ويلي دي: هر کله که تر دې کچې پورې بې وسې و لمونځ پر هغه باندې نه دی واجب او له لمانځه څخه خلاص دی، خو کله چې له لمانځه څخه د ايسارېدلو علتونه ورک شول او روغ شو بايد د هغه قضا پر ځای راوړي. مالکيانو ويلي دي: له داسې ناروغۍ څخه لمونځ ورباندې نه شته او پر هغه باندې قضا راوړل واجب نه دي. اماميانو، شافعيانو او حنبليانو ويلي دي: لمونځ په هيڅ وخت کې له غاړې نه اوړي، هر وخت چې په سترګو له اشارې څخه بې وسه ؤ په خپل زړه کې دې لمونځ اداء کړي او ژبه دې په ذکر او قرائت سره وخوځوي او که د ژبې له خو ځيدو هم بې وسې وتر څو چې عقل يې پر ځای دی په خپل ذهن کې دې هغه تصور کړي، لنډه د اچې لمونځ پر وسمن او بې وسه دواړو باندې واجب دی او په هيڅ وخت کې نه پرېښودل کېږي هر مکلف بايد هغه له خپل حال سره سم له دريدلو او کښيناستلو، په اړخ او پر شا باندې پريوتلو په بڼو سره په اشاره او په ذهن کې حضور تر سره کړي. که د لمانځه په مينځ کې وسمن بې وسه او بې وسه وسمن شو، بايد له خپل حال سره سم په هغه صورت کې عمل وکړي، نو که په لومړي رکعت کې په ولاړه لمونځ وکړي او بيا بې وسه شو، پاتې لمونځ دې په کښيناستو وکړي او که په کښيناستو يې لمونځ يې لمونځ وکړ په عين لمانځه کې يې پروس پوره شوه، بايد لمونځ په ولاړه وکړي. قرائت : ۴ـ آيا په هر رکعت، يا دوو لومړيو رکعتو او يا په ټولو رکعتو کې د فاتحې د سورت لوستل واجب دي او ايا بسم الله حتمي برخه ياد هغه پرېښودل روا دي، آيا په لوړ آواز او لنډ ويل واجب دي يا مستحب ايا سورت وروسته له قاتحې په دوولومړيو رکعتو کې واجب دی يا نه دی واجب؟ آيا د سورت پر ځای تسبيح ويل روا دي؟ آيا د لاس ټړل مستحب دي يا حرام؟ مذهبونه په دې حالاتو کې مخالفت سره لري. احنافو ويلي دي: په واجبو لمونځونو کې د قاتحې سورت نه دی ټاکل شوی او له قران څخه چې هر څه قرائت شول کفايت کوي د خدای تعالی له ويلو سره سم “ فاقرا و اما تيسر من القران ” (۱) د فاتحې د سورت ويل يوازې په دوو لومړيو رکعتو کې واجب دي، خو د ماښام په درېيم رکعت کې او د ماسپښين، مازيګر او ماسخوتن په دوو وروستيو رکعتونوکې لمونځ کوونکی کولی شي په خپله خوښه چې د فاتحې سورت ولولي ياتسبيح وواي او يا پټه خوله وي. (۲) او د بسم الله ترک کول روا دي، ځکه سورت نه دی او په لوړ آواز لمونځ کول او ټيټ اواز سره مستحب نه دي هغه چې يوازې لمونځ کوي خوښمن دی چې که و غواړي خپل ځان واوروی او که ويې غوښتل بل څوک واوروي او يا يې پټ وکړي، د وتر تر لمنانځه پرته په اکثرو لمونځونو کې قنوت نه شته او لاس تړل مستحب او وواجب نه دي، غوره ده نران دښي لاس ورغوی د کيڼ لاس پر شا تر نامه لانې ونيسي (۳) او ښځې دې دواړه لاسونه پر سينه باندې ونيسي. شافعيانو ويلي دي: په هر رکعت کې د فاتحې سورت واجب دی، بې له څه توپيره د دوو لومړيو رکعتو او نورو تر مينځ او بې له څه توپيره د مستحبو او واجبو تر مينځ او بسم الله د سورت جز ده بايد په هيڅ حال کې پرې نه ښودل شي. او د سهار په لمانځه کې قرائت او د ماښام او ماسخوتن په دوه لمومړيو رکعتونو کې په لوړ آواز او نور يې په ټيټ اواز وويل شي او قنوت په خاص ډول د سهار په لمانځه کې د رکوع له پورته کيدو وروسته په دويم رکعت کې مستحب ده، همدارنګه چې د يوې سورې ويل د فاتحې له سورته وروسته يوازې په لومړيو دوو رکعتوکې مستحب دي، خو لاس تړل نه دې واجب او د ښځو او نرانو له پاره مستحب دی اوغوره ده چې د ښي لاس خپړد د کيڼ لاس پر شا باندې تر سينه لاندې ونيول شي (له نامه پورته) چپې خوا ته وي. مالکيانو ويلي دي: په هر رکعت کې د فاتحې سورت ټاکل شويدي او په دو لومړيو رکعتو، دوو وروستيو رکعتواو د واجبو او مستحبو ترمينځ څه تو پير نه شته لکه څنګه چې له شافعيانو څخه يادونه وشوه، د يوې سورې قرائت د فاتحې تر سورت وروسته په دوو لومړيو رکعتو کې مستحب دی او بسم الله د سورت جز نه دی، بلکې د بسم الله پرېښودل مستحب دي او په لوړ اواز د سهار په لمانځه او د ماښام او ماسخوتن په دوو لومړيو رکعتو کې او هم د سهار په لمانځه کې قنوت نازله مستحبه بولي. خو هغوی لاس تړل روا ګڼي، خو په واجبو لمونځونو کې مستحب دي چې دواړه لاسونه ځوړند کړي. حنبليانو ويلي دي: په هر رکعت کې د فاتحې سورت واجب دی او هم تر سورت وروسته حمد په دوو لومړيو رکعتونو کې، د سورې ويل مستحب دي او د سهار، ماښام، او ماسخوتن د لمونځونو په دوو لمړيو رکعتونو کې مستحب دی، چې په لوړ آواز وويل شي او دا چې بسم الله د سورت يوه برخه ده، بايد ورو ورو وويل شي نه په لوړ اواز او قنوت د وتر په لمانځه کې ده، نه په نورو کې خو پر سينه باندې لاس اېښودل د نرانو او ښځو له پاره مستحب دی اوغوره دا ده چې د ښې لاس ورغوی د کيڼ لاس پر څټ باندې تر نامه لاندې ونيسي، نو څرګنده شوه پر سينه باندې د لاس اېښودلو معنا چې د اهل سنتو فقيان هغه ته قبضه اماوايي او د شيعه فقيانو هغه تکفير (يعني مستور لرل) بللي له څلورګونو مذهبونو څخه په هيڅ يوه کې واجب نه دي. اماميانو ويلي دي: د فاتحې د سورت لوستل په دوو لومړيو رکعتونو کې په هر لمانځه کې ټاکل شوي دي او بې له هغه کفايت نه کوي او د ماښام په دريم رکعت او د څلور رکعتي په دوو وروستيو رکعتونو کې نه ده واجب. بلکې د فاتحې او تسبيح تر مينځ خوښمن دی او هغه دا چې لمونځ کوونکی دری ځلې ووايي: “ سبحان الله والحمدلله و لااله الا الله و الله اکبر ” او يو ځل هم کفايت کوي او په دوو لومړيو رکعتو کې يو ټول سورت واجب دی او بسم الله د سورت جز دی او په هيڅ وخت کې د هغه پرې ښودل نه دي روا د سهار په لمانځه او د ماښام او ماسخوتن په دوو لومړيو رکعتو کې يو ازې د سور ت ويل په لوړ آواز واجب دی نه نور ذکرونه، او د ماسپښين او مازيګر په لمونځونو کې په ټيټ اواز بايد وويل شي پرته له بسم الله چې د هغه په زوره ويل مستحب دي او په پنځه ګونو لمونځونو کې قنوت مستحبه ده او د هغه ځای په دوېم رکعت کې د دسورې تر ويلو وروسته او تر رکوع د مخه دی او لږ تر لږه په لوړ آواز دادي چې د هغه د څنګ ملګري يې واوري او ورو کچه يې د ويلو دا ده چې په خپله ويونکی يې واوري، او د ښځو له پاره په لوړ اواز ويل د ټولو مذهبونو په اجماع سره روا نه دي، او هم ښځې بايد داسې لمونځ وکړي چې يوازې په خپله يې واوري. که لمونځ کوونکی د خفيه پر ځای په جهر سره ولوست، يا يې د په زوره ويلو په ځای کستنه ورو وويل، د هغه لمونځ باطل دی، او که د ناپوهۍ يا هېرې له مخې و بيا صحيح دی. او هم اماميه وو ويلي دي: د آمين ويل حرام دی او لمونځ باطلوي که يوازی وي يا له امام يا امام سره ځکه امين ويل د خلکو له خبر څخه دې او نه دي روا چې په لمانځه کې دخلکو خبرې وشي، ځلور ګوني مذهبونه د آمين پر مستحب والي باندې سره يوه خوله دي د ابو هريره د روايت پر بنا چې پيمبر (ٌص) وفرمايل: “ که هر وخت امام وويل غير المغضوب عليهم ولاالضالين ” “ ووايي آمين ” اماميه وو د دې حديث صحت منع کړی او له هغوی څخه ډيرو يې ويلي دي: لاس تړلی لمونځ ويل د هغه د نص د ثبوت د نه شتوالي له پاره د لمانځه باطلوونکی دي او له اماميه وو څخه ځينو ويلي دي: لاس تړل حرام دی، که هرچا لاس تړلی لمونځ وکړ، ګناه يې کړې خو لمنوځ يې نه دی باطل او له اماميه وو څخه درېيمې ډلې ويلي دي: لاس تړل مکروه دي حرام نه دي.
رکوع : ۵ـ ټول مذهبونه سره يوه خوله دي چې په لمانځه کې رکوع واجبه ده او دهغه د واجب والي په اندازه کې سره مخالف دي، رکوع بايد له طمانينه يعنې د ټولو غړيو “ اندامونه ” په تقرر او آرام والي سره وي. احنافو ويلي دي: واجبه ده رکوع ته له ټيټېدو سره سم هر څنګه چې وي او طمانينه نه ده واجبه نورو مذهبوو ويلي دي: ټيټېدل تر هغې کچې پورې واجب دي، چې د لمونځ کوونکي د لاسونو ورغوي دواړو ګونډو ته ورسېږي او طمانينه او تقرر په رکوع کې واجب دی. شافعيانو، حنبليانو او مالکيانو ويلي دي: د رکوع پر وخت ذکر نه دی واجب يوازې مستحب دی چې لمونځ کوونکی ووايي: سبحان رپی العظيم اماميه او حنابله وو ويلي دي: په رکوع کې تسبيح واجبه ده او هغه حنبليان داسې وايي: سبحان ربی العظيم او اماميه وايي: سبحان ربی العظيم و بحمده يا درې ځلې سبحان الله وي او د اماميه وو په وړاندې تر تسبيح وروسته صلوات پر محمد او د هغه پر آل باندې مستحب دی. احنافو ويلي دي: له رکوع څخه پورته کېدل او سم سيخ درېدل نه دي واجب، بلکې دا بس ده چې سجدې ته ولاړ شي په داسې حال کې چې بې له ودرېدو مکروه ده. پاتې نورو مذهبو ويلي دي: پورته ولاړېدل او سم سيخ ودرېدل واجب دي، او مستحب دي چې ووايي: “ سمع الله لمن حمده ” او اماميه، طمانينه او د اندامونو تقرر په قيام کې واجب ګڼلی دی.
سجدې : ۶ـ مذهبونه سره يوه خوله دي چې په هر رکعت کې دوه وارې سجده واجبه ده، خو د سجدو په حدودو کې سره مخالف دي چې آيا واجب دي چې پر ټولو اوو واړو عضو باندې سجدې وکړي يا له هغو څخه څو غړي بس دي؟ اووه ګوني غري د ټنډې د دواړو لاسونو روغوي او دوو ګونډو او دوو پښو د ګوتو څخه عبارت دي. مالکيانو، شافعيانو او احنافو ويلي دي: سجدې يوازې پر ۍټنډه باندې واجب او پر نور غړيو باندې مستحبې دي. اماميانو او حنبليانو ويلي دي: سجدې د بدن پر ټولو اووه ګونو غړيو باندې واجبې دي او له حنبليانو څخه اته غړي نقل شويدي چې پزه يې پر هغو باندې ور زياته کړيده. او په تسبيح او طمانينه کې په سجدو کې مخالفت داسې دی لکه په رکوع کې مخالفت داسې دی لکه په رکوع کې مخالفت، نو که هر چا هغلته واجبه وګڼله ، دلته يې هم واجبه بولي. احنافو ويلي دي: د دوو سجدو تر مينځ کښيناستل نه دي واجب او نورو مذهبونو ويلي دي: واجب دي.
تشهد : ۷ـ په لمانځه کې تشهد دوه ډوله دی: لومړی هغه چې تر دويم رکعت وروسته د ماښام او ماسخوتن، ماسپښين او مازيګر په لمانځو کې دی، چې تر ّغه وروسته سلام ګرځول نه شته ، دويم هغه دی چې تر سلام د مخه وي، که لمونځ دوه رکعتي يا درې رکعتي يا څلور رکعتي وي. (۴) اماميانو او حنبليانو ويلي دي: لومړی تشهد واجب دی او نورو مذاهبو ويلي دي: مستحب دی، خو دويم تشهد، شافعيانو، اماميانو او حنبليانو واجب بللی ولې مالکيان او حنفيان يې مستحب ګڼي (۵)
د مذهبونو له رويه د تشهد شکل : لومړی – احناف: التحيات لله والصوات و الطيبات، السلام عليک ايها النبي و رحمه الله و برکاته، السلا عليناو علی عباد الله الصالحين، اشهد ان لااله الا الله، و اشهد ان محمد عبده و رسوله...
دويم - مالکيه: الت التحيات الله الزکيات الله و الطيبات الصلوات لله، السلام عليک ايها النبي و رحمه الله و برکاته، السلا عليناو علی عباد الله الصالحين، اشهد ان لااله الا الله، و حده لاشريک له و اشهد ان محمد عبده و رسوله...
درېم - شافعيان: التحيات المبارکات الصلوات الطيبات لله، اسلام عليک ايها النبی و رحمه الله و بر کاته، السلام علينا و علی عباد الله الصالحين اشهد ان لااله الاالله و اشهد ان سيدنا محمد رسوالله...
څلورم – حنبليان: التحيات لله والصلوات و الطيبات، السلام عليک ايها النبي و رحمه الله و برکاته، السلا عليناو علی عباد الله الصالحين، اشهد ان لااله الا الله، وحده لا شريک له،و اشهد ان محمد عبده و رسوله، اللهم صل علی محمد...
پنځم – اماميه:
، اشهد ان لااله الا الله،و حده لاشريک له، و اشهد ان محمد عبده و رسوله، اللهم صلی علی محمد و آل محمد...
سلام ويل : ۸ـ شافعيانو، مالکيانو او حنبليانو ويلي دي: سلام ويل واجب دي. احنافو ويلي دي: نه دي واجب(۶) اماميان سره مخالف دي پر دې چې ځينو ويلي واجب دی او نورو يې ويلي مستحب دي. هغه چې سلام ويل مستحب ګڼي هغوی شيخ مفيد او شيخ طوسي او علامه حلی دی. د سلام شکل د څلورګونو مذاهبو په وړاندې يو ډول دی، او هغوی وايې چې د “ اسلام عليکم و رحمه الله ” او حنبليانو ويلي دي: دوه ځلې سلام واجب دی او نورو په يو ځل باندې بسنه کړيده. اماميانو ويلي دي: سلام دوه ډوله دی لومړی “ اسلام علينا و علی عبادالله الصالحين ” دويم “ اسلام عليکم و رحمه الله و برکاته ” ، چې له دغو دوو څخه يو يې واجب دی، نو که لومړی سلام يې وويل دويم يې مستحب کېږي، که دويم يې وويل پر هماغه بسنه کېږي او هلته درېږي، خو السلام عليک ايها النبی و رحمه الله و برکاته ” له سلام څخه نه دی او يوازې تر تشهد وروسته مستحب دی.
ترتيب : ۹ـ د لمانځه د برخو تر مينځ ترتيب واجب دی، يعنې تکبيره الاحرام بايد سورت د مخه ووايي او د سورت ويل پر رکوع او رکوع پر سجده او سجده پر قعده باندې همداسې تر پايه پورې په ترتيب سره بو پر بل پسې ادا کړي.
موالات : ۱۰ـ موالات او يو پر بل په سې د لمانځه د برخو را وړل واجب دي، يعنې پيل کوي يې دسورې په ويلو په پر له پسې ډول تر تکبير وروسته او په رکوع سره بيا د سورې تر ويلو وروسته ا همداسې نور. او د ايتونو، کلمو او حروفو تر مينځ بېلوالی نه راولي.
|
اسلامي برخه طلاق د امامانو لنډ ژوند ليک حضرت امام ابن حنبل غږيزه برخه
|
|
© 2005 Afghanan Dot Net
| |