Powered by Invision Power Board

حضرت امام شافعي (رح)

 

محمد بن ادريس بن عباس بن عثمان شافع بن سائب بن عبيد بن يزيد بن هاشم ابن مطلب تن عبدمناف قريشي مکی چې په ابو عبدالله شافعي سره ياديده، او مور يې فاطمه بنت عبيدالله بن حسن بن حسين بن علي د (ازد) له قبيلې څخه و، له منابعو څخه ځنيې يې ووايي چې دی علوي و، د سائب مور د شافعي نيا وه ، شفاد ارقم بن هاشم لور وه، هاشم بن عبدمناف او دمور مور يې خليده د اسد بن هاشم لور چې د حضرت علي مور د اسد لور ګڼل شويده.

نوموړی د هجرت په يوسل پنځوسم کال د ابو حنيفه تر شهادت وروسته د فلسطين د غزې په ښار کې زيږديلی، هغه آن د ځوانۍ له شېبو څخه له فقيانو سره په غونډو کښيناستو کې ډيره مينه لرله ، او په اووه کلنۍ کې يې قران حفظ کړ او بيا د مکې له مفتي مسلم بن خالد سره د فقې پر زده کړه لګيا شو، په مدينه کې يې د سالک بن انس په درسي حلقه کې خپلې زده کړې ته دوام ورکړ، اوو د پنځه ويشت کلنۍ په عمر د فقې او حديثو په علم کې يې خپلې زده کړې په بشپړه توګه پشپړې کړې، او د رائیو او حديثو د پلويانو له روش څخه پوره پوره خبر شو.

شافعي په ۲۰۰ هجري کال مصر ته ولاړ او خپل ډير کتابونه او رسالې يې هلته وليکلې په پای کې د ۲۰۴ هجري کال د رحب په مياشت کې په قاهره کې وفات شو.