|
حضرت امام صادق (رح)
د جعفري مذهب امام، امام صادق د ۸۲ هجري کال د ربيع الاول په اووه لسمه د جمعې په ورځ په مدينه منوره کې د موجوديت سترګې و غړولې، امام جعفر صادق په ۱۱۷ هجري کال کې د ۳۴ کالو په عمر د خپل بزرګوار پلار دندو ته اوږه ورکړه، تاريخ ليکونکيو ليکلي دي (پر هغه باندې ډير عالمان د علم د زده کړې له پاره راټولېدل او ترڅلور زرو زياتو خلکو له امام جعفر صادق څخه د حديثو روايت کړيدی. د حضرت مامام صادق د امامت دور د بني اميه او بني عباس د سياسي اړدوړ په زمانه کې و، نو ځکه ده مبارک له موقع ګټه پورته کړه د قرآن او د رسول الله د سنتو په فرهنګ او نشر يې لاس پورې کړ، امام صادق په ۱۴۸ هجري کال کې د دوانيقي منصور پر لارښوونه مسموم شو ، د ۵۶ کلنۍ په عمر شهيد ، او د بقيع په هديره کې د خپل بزرګوار پلار له څنګه خاورو ته وسپارل شو.
|
اسلامي برخه طلاق د امامانو لنډ ژوند ليک حضرت امام ابن حنبل غږيزه برخه
|
|
© 2005 Afghanan Dot Net
| |