|
حضرت امام مالک بن انس (رح)
مالک بن انس بن مالک ابو عبدالله اصبحی په ۹۳ هجري کال کې د مدينې د شمال پر ذوالمره نومې ځای کې دنيا ته راغۍ. لومړی يې د قران پر يادولو او قرائت پيل وکړ، بيا يې له ربعه لارای څخه فقه او حديث زده کړل، تر هغه وروسته له ابن شهاب زهري او نافع مولي عبدالله بن عمر و بن هرمز چې د مدينې له فقيانو او محدثينو څخه و، د حديثو علم زده کړ. د هغه فقي مسئلې د احاديثو پر بنا والړې وې، له دې کبله د هغه د علم او فقاهت درجه تر نورو اهل سنتو فقيانو په حديثو کې لوړه ده. ډيرو به يې د احکامو په استنباط او استخراج کې له قياس څخه کار اخيسته مالک د ۱۷۹ هجري کال د جمادی الاول په څوارلسمه ورځ په مدينه منوره کې وفات شو.
|
اسلامي برخه طلاق د امامانو لنډ ژوند ليک حضرت امام ابن حنبل غږيزه برخه
|
|
© 2005 Afghanan Dot Net
| |