Powered by Invision Power Board

غسل

 

واجب غسلونه دادي: ۱- جنايت ۲- حيض ۳- نفاس ۴- د مسلمان مړي

پورتنی څلورو واړه غسلونه د ټولو مذهبونو په نزد يو شان دي. حنبليانو يو پنځم ډول هم ورزيات کړی او هغه د کافر مسلمانېدل دي.

شافعيانو او اماميانو ويلي دي:که کافر په جنابت کې مسلمان شي غسل پرې د جنابت لپاره واجب دی، نه د مسلمانۍ له امله؛ خو که جنب نه و، نو غسل پرې نشته.

حنيفيانو ويلي دي: جنب وي، که نه وي؛ خو غسل پرې واجب نه دی (۱) اماميانو پر دغو څلور ګونو غسلونو دوه نور ډوله هم ورزيات کړی دی: ۱- مستاحضه، ۲- پر مړي لګېدنه، يعنیکه څوک پر ساړه او نالمبولي مړي لاس ووهی، د مړي غسل پر هغه واچبېږي، چې تفصيل به يې راشي نو واجب غسلونه د حنفيانو او شافقيانو په نزد څلور، د حنبليانو او د مالکيانو په نزد پنځه او د اماميانو په نزد شپږ دي.

 

د جنابت غسل :

د جنابت غسل په دوو صورتو کې واجبېږي:

۱ـ په ويښه يل پع ړيذړ ذ ندزړي (مني) وتل. اماميانو او شافعيانو ويلي دي: که مني راووته، شهوت يا خوند ورسره وي، که ؛ خو غسل واجبېږي.

حنفيانو، مالکيانو او حنبليانو ويلي دي: که دمني راوتل له خوند او نژديوالی سره وي، غسل واجبېږي. همداراز که مني د ګوزار، يخنۍ، ناروغۍ له امله او يا له خوند پرته وي، غسل پری نشته، خو که مني د سړي له ملا يا دښځی له سينې و خو ځېږي او روانه وځی، له حنبليانو پرته يې نور، غسل نه لازموي.

مساله: که يو څوک له خوبهراويښ شو اوداسی څه لوندوالی يې وليد، چې نه پوهېږي دامني دی، که د سپېروبي (مذيي) حنيفيان وايی: غسل واجب دی، شافعيان او اماميان يې واجب نه بولي؛ ځکه پاکوالی (طهارت) يعينی دي او ناولتيا شکمنه، حنبليان وايی: که خوب له نظر يا لذتناک او خوندور خيال نه وړاندې؛ نو غسل پرې واجب نه دی او خو که له خوندور او لذت پيداکوونکي سبب نه وروسته و، نو واجب ده چې د شکمن لوندوالي له امله غسل وکړي.

۲ـ د غړي (آلت) ډوبول يا په شا يا مخکې (شرمځای) کې د سنت شوي ځای له موړې نه په تېريدو ټولو مذهبونو غسل واجب ګڼلی دی. انزال شوی وي که نه خو په شرايطو کې يې اختلاف کړی دی، چې ايا په ايله ننه ايستو له هرې لارې چې وي غسل واچبېږي، که نه په کومه بله ځانګرې بڼه؟

حنيفيانو ويلي دي: غسل په څو شرطونو وا جبېږي:

الف: مړانه (بلوغ) که له دواړو ځنی يو مړانی (بلوغ)وهلی وی او پل نه وي، غسل يوازې پر مړانې وهلي (بالغ) واجبېږي، خو که دواړه ابلوڅ (نابالغه) وي، غسل پر يو هم نه واجبېږي.

ب: د ډبل يا پېړخنډ، چې د تودوخی د ځلی داحساس مخنيوي کوي، نشتوالی.

ج: چې غولی (مفعول) ژوندی انسان وي، خو که څاروی يا مړی وي، غسل نه واجبېږي.

اماميانو او شافعيانو ويلي دی: له موړې نه د غړي د ټول يا لږ په تېرولو غسل واجبېږي بې له دی چې ابلوڅ (بالغ) وي، که نا ابلوڅ، غوونکی وي، که غوولی سنتوونکی يا مخنيوونکی (حايل) ترمنځ وي، که نه ، په زور وي، که په خوښه ، غوولی ژوندی وي، که مړ، انسان وي که ځناور.

حنبليانو او مالکيانو ويلي دي: پر کونکی او کېدونکی دواړو په هغه صورت کې غسل واجبېږي، چې که په خوند اخيسته کې يې کوم مخنيووونکې او مانع نه وي او دا چې مخامخ اوری انسان، ځناور، مړی يا ژوندی وي، څه توپير نه لري خو د مړانې (بلوغ) په باب مالکيانو ويلي دي: که کوونکی (فاعل) رسېدلی يا ابلوڅ وي، غسل پرې واجب دی، که کېدونکی (مفعول) د غوولو وي، پر هغه هم واجب دی. که نا ابلوڅ (نارسېدلی) هلک داس ښځه وطی کړیي چې انزال يې ونه شي، غسل پری واجب نه دی، حنبليانو شرط کړې ده، چې نر بايد له لسو او ښځه له نهو کلو کمه نه وي جنب ته څه پکار دي؟:

د کوم څه لپاره چې اودس په کار دی، د هغی له پاره غسل هم واجب دی، بلکه لمونځ، طواف او د قرآن پر توريو لاس تېرول يا لګول، خود جنب له پاره په جومات ک تمېدل او ايسارېدل هم روانه دي په دی باب ټول مذهبونه يوه خوله دي؛ خو له جومات نه دجنب په تېرېدوکی اختلاف دی، يعنی که يو جنب د جومات پر يوه وره ننوځي؛ نو پر بل بايد ووځی.

خو مالکيانو او حنيفيانو ويلي دي؛ په جومات کې د جنب ايسارېدل روا نه دي، خو که اړتيا ولري، نو خيرخو شافعيانو او حنبليانو له ايسارتيا پرته تېرېده جايز ګڼلي دي.

اماميانو ويلي دي: په مسجدالحرام نبوی مسحد کې تمېدل او ترې تېرېدل جايز نه دي خو په نورو جوماتونو کې يې ايسارتيا تيرېده د دې ايت له مخې ” ولاجنبا الاعابری سبيل ” نسا‌ء ۴۳ ايت ( د لمانځه پر وخت جوماتونو ته مه ورنژدې کېږي پرته له الروبو) مسجد الحرام او نبوی مسجد يې د ځينو ځانګو دلايلو له له مخی له دې حکمه بېل کړي دي.

مالکيانو د قرآن د تلاوت په باب ويلي دی: که جنب د قرآن کومه برخه ولولي، حرام دی؛ خو د استدلال په نيت د حنبليانو نظم هم همدې ته نژدې دی.

حنفيانو ويلي دي: جايز نه دي، خو که حنب د قران معلم دوی او ټکی پر ټکې يې ووايي.

شافعيانو ويلی دی؛ يو ټکی هم ورته حرام دی، خو که د ذکر په نيت وي، نو خير لکه د خوراک پر وخت “ بسم الله الرحمن الرحيم ” ووايي.

اماميانو ويلي دی: د قرآن د سجدو له څلورګونو (سجدې، فصلت، نجم، علق) سورتونو پرته له ورته نور لوستل حرام ه دي، خو تر اوو ايتونو زيات لوستل ورته مکروه دي. او دا مکروه والی په څه له پاسه او يا ايتونو کې په سختۍ راغلی دی.

اماميانو پرې د روژې د مياشتی روژې او د هغو قضايي پری ورزياته کړې ده . يعنی که پر روژه باندې د جنابت په حال کې له قصده يا په هېره سبا شو، روژه يې نه کېږي، خو که د ورځې يا د شپی ويده شو او پرې داوداسه تر اوښتو احتلام وروسته سبا شو.روژه يې کېږي اماميان په دی حکم کې تر نورو مذهبونو بېل دي.

 

 

د جنابت د غسل واجبات :

څه چې په اوداسه کې واجب دی، هغه په غسل کې هم واجب دي. پاکي او مطلقی اوبه د بدن پاکوالی او پوټکی ته د اوبو د رسېدو د مخنيوونکی (حايل) نشتوالی ، لکه په اوداسه کې چې تېر شول او نيت پکې واجب دی، د حنفيانو په نزد چې هغوی نيت د غسل د صحيح کېدو له شرطونو ځني نه دي ګڼلي.

څلور ګونی مذهبونه په غسل کې څه ځانګړي حالتونه شرطوي او همدومره وايي، چې اوبه هرڅنګه چې وي، بايد پر ټول بدن تېری شي ، له پاسه ياد لاندې پيلول څه پاک نه لري. حنفيان پوزې او خولې ته اوبه اچول واجب ګڼي او وايي: له سر، ښي خوا،بيا کيڼې خوا پيلول مستحب دي.

شافعيانو او مالکيانو ويلي دي: له پاسه څخه د لاندې بدن له ښځينه شرمځای پرته پيلولو مستحب دي او دبدن پر نورو برخو د شرمځای مخکې کول هم مستحب دي.

حنبليانو ويلي دي ښي اړخ پر کيڼ مخکې دی.

اماميانو د جنابت غسل دوه ډوله ويشلی دی.

۱ـ ترتيبي ۲ـ اوار تماسي (غوپه کېدل)

ترتيبي هغه غسل دی، چې اوبه پر ځان په ترتيب سره واچول شی، چې پيل له سره واجب دی بيا ښی اړخ او بيا کيڼ که مخکې وروسته او وروستنی مخکې شي، غسل نه کېږي.

ارتماسي غسل دادی، چې ټول بدن په يو وار په اوبو کې ډوب شي؛ خو که لږه برخه هم بهر پاتی شوه، کافی نه دی. د جنابت غسل د اماميانو په نزد اودس نه غواړی. لکه چې ويلي يې دي: هر غسل اودس غواړي، بې له جنابته او څلور ګونو مذهبونو هم د جنابت او نورو غسلونو ترمنځ توپير نه دی کړی چيرته چې اودس شرط دی، پر غسل يې اکتفا نه ده کړې.