Powered by Invision Power Board

د اوداسه واجبات

 

نيت :

نيت دلوی خدای د امر د معنې او اطاعت لپاره د يوه کار عزم ا اراده ده مسلمانان مني، چې د اوداسه نيت واجب دی او وخت يې پر کار د لاس پورې کول دي حنيفيانو ويلي دی د لمانځه سموالی او صحت په اوداسه يا نيت پورې نه دی که يو څوک د سړولو يا پاکولو لپاره ځان داسې ووينځي، چې په اوداسه کې د وينځل کېدونکي غړي هم پکي راشي، نو که لمونځ وکړی، او لمونځ يې وشو ، ځکه اودس د پاکۍ لپاره کېږي او هغه تر لاسه شوې ده ِّه او به کې چې د خر له پرېښووی يا (پس خورده) يا د کجورې له شرابو سره ګډې شوي وي، ترې رابيلې کړې دي، ځکه ويلې يې دي چې په دغه حالت کې نيت لازم دی.

 

مخ وينځل :

د مخ له وينځلو مراد پر مخ يو ځل او به تېرول دي، چې واجب دي اندازه يې د ويښتانو دشنه کېدوله ځايه تر زنې پورې ده . د شافعيانو پلويانو ويلي دي، د زنې لاندې برخه وينځل هم واجب دي د اماميانو او مالکيانو په نزد په ساره غرض د کټې او منځی ګوتې ترمنځ واټن فاصله را اخلي خو نور مذهبونه يې بيا د ښی غوږ له پستکۍ نه د کيڼ غوږ تر پستکۍ پورې ګڼي.

اماميانو ويلي دي: دمخ وينځل له پاسه واجب دي او پر عکس يې ناروا دي خو څلور ګوني مذهبونه وايی واجب د مخ وينځل دي، په هر ډول چې وي خو کله له پاسه وي غوره دي.

 

دلاسونو وينځل :

مسلمانان تر څنګلو پورې د دواړو لاسو يو ځل وينځل واجب ګڼی، خو اماميانو ويلي دي. له څنګلو نه واجب او بر عکس يې باطل دي. همدا راز کين لاس د ښي لاس مخکې وينځل واجب دی نور مذهبونه بياوايي، چې ونيځل واجب دی، په هر دود چې وي،او دښی لاس مخکی کول او له ګوتو نه تر څنګرو پورې غوره دي.

 

د سر مسح :

د حنبليانو ويلي دي: دټول سر او غوږونو مسح واجبه ده همدا راز که سر ووينځل شي او لاس پرې تيرشي، مسح وشوه مالکيان وايي:له غوږو پرته د ټول سر مسح واجب ده، حنفيان واي د څلورمې برخې سر مسح واجب ده او سر په اوبو کې غوټه کول او يا پرې اوبه تېرول هم بس دي.

شافعيان وايي: د سر د يوي برخې مسح واجب ده ، که لږه هم وي او وينځل او يا پرې اوبه تېرول هم بس دي.

اماميانو ويلي دي: د مخې له خوا د سر د يوې برخې مسح واجب ده او همدومره اندازه هم بس ده ، چې مسح ورته وويل شي ، وينځل او اوبه تېرول پرې جايز نه دي او دا يې هم واجب ګڼلې ده چې مسح بايد د اوداسه په لوند والي وي، په نويو اوبو مسح او دس ماتوی، سره له دې چې څلورګونو مذهبونو په نويو اوبو مسح واجب ګڼلی حنبليانو بر پګړۍ هم مسح جايزه ګرځولی ده خو چې لږ تر زنې لاندې هم وي حنيفيانو شافعيانو او مالکاينو پر پګرۍ مسح په عذر پورې ګڼلی ده اماميانو ويلي دي پر پګرۍ مسح په هېڅ حال کې جايزه نه ده، ځکه خدای فرمايي: (وامسح بروسکم) او پګرۍسر ته نه وايي.

 

دواړه پښې :

څلور ګونو مذهبونو ويلي دي: تر دواړو غوزانو يو ځل د دواړو پښو وينځل واجب دی، خو اماميه وو ويلي دي: داوداسه په لندبل (رطوبت) د ګوتو له سرونو تر دواړو غوزانو پورې د پښو مسح واجب ده ټولو مذهبونو دواړه غوزان د دواړو پښو بجلې ګڼلې دي او دا چې کيڼه پښه ترښې لومړی کوالی شو خو د اماميه وو په نزد دا کار د احتياط پر خلاف دی او څلور ګونو مذهبونو په نزد د اولی يا غوره توب پر خلاف دی.

د پښو بر مسح احتلاف د مائدې سورې له(۶) ايت (( “ يايهاالذين امنو اذا اقمتم الی الصلوه فاغسلو اوجوهکم و ايديکم الی المرافق و امسحو بروسکم و ارجلکم الی الکعبين ” ( مومنانو! کله چې لمانځه ته پاڅېږئ، مخ او لاسونه مو تر څنګلو ووينځی سر او تر اِوتر غوزانو پورې پښې مسح کړئ)) نه را ولاړ شوی دی.

څرنګه چې “ ارجل ” په کسره او فتح دواړو لوستل شوی، نو څوک چې مني، هغوی ارجل پر “ روس ” باندې د جر په حال او د “ روس ” پر محل د نصب په حال کې عطف کړی دی.

ځکه هر لفظي مجرور د محل له مخی منصوب دی، نو څوک چې وينځل غوره ګڼي، خپل دريځ داسی تفسيروي، چې “ ارجل ” کلمه له “ روس ” سره د لنډوالي يا نژدېکت له امله مجروره او پر “ ايديکم ” باندې د عطف له امله منصوبه شوې ده. خو موږ خبره او حقيقت تفسير رازي ته سپارو.

څلور ګونو مذهبونو د پښو د ونيځلو پر ځای پر پڼو يا جورابو بانې مسح رواګڼلې ده، خو اماميان يې د حضرت علي د دی وينا: “ ابالی امسح علي الخفين او علی ظهر غير بالفلاه ” جايزه k ه ګڼي.

 

ترتيب :

لکه په کريمه آيت کې چې راغلي دي: لومړي دواړه لاسونه بيا سر او بيا دواړه پښې وينځل د اماميانو، شافعيانو او حنبليانو په نزد واجب او د اوداسه د بشپړتيا شرط دی.

حنيفيانو او مالکيانو ويلي دی: پر له پسې والی (ترتيب) واجب نه دی او رواګڼي، چې له پښو پيل او پرمخ پای ته ورسېږي.

 

پیوستون :

اماميانو او حنبليان د غړيو پر له پسې والی واجب ګڼي، يعنيی چې له يوه غړی وزګارېدو دې له واره بل ووينځی، خو اماميانو د پيوستون او موالانو شرطونه داسې پرې زيات کړي، چې مخکښې وينځلی غړي بايد پر بل غړي له پيل نه مخکی وچ نه شي، که وچ شي او دس نه کېږي او واجب ده، چې اودس له سره وشي.

حنفيان او شافعيانو ويلي دي: پيوستون واجب نه دی خو دا مکروه ده ، چې بی عذره دغړو د وينځلو ترمنځ واټن او بېلتون راوستل شي، چې پيوستون يا موالات واجب دی، او هغه څه چې ده ګڼل، پیښ نه شي لکه دا چې اوداسه ته تيارې کړې او به همغه وخت تويې شي، يامخ ووينځی خو لاسونه يې هېر شي ا يا دده په ګومان اوداسه ته بسنده (کافي) او به تمامې شي، که څه هم څه وخت تير شي، نو څومره يې چې کړي په همغې پسې اودس پشپروالای شي.

 

د اوداسه شرطونه :

د اوداسه په شرطونو کې يو هم د هغو اوبو د پاکوالي مطلق شرط دي، چې په تيرو پاڼو کې د ښودل شوي تفصيل له مخی د ناولتيا او حدث په لرېکولو کې کارول شوې نه وي، بل شرط يې د ناروغانو لپاره په لګولو يا اړتيا کې څه خنډ نه وي. همداراز د اوداسه د غړيو پاکوالي او د داسې يوه خنډ نشتوالی، چې يو مټکی ته د اوبو رسېدو مخنيوی کوي او دوخت وسعت يا زياتوالئ چې د تيمم په باب کې به راشي، د غو ټولو يا زياتره شرطونو ته په پاملرنه کې ټول مذهبونه يوه خوله دي.

اماميانو ويليدي: داوداسه اوبه لوښی، داوبو تويولو ځآي او پخپله د اوداسه ځای بايد مباح (حلال) وي او په زور لاندې شوی نه وی که په دغو کې يو هم په زور لاندې شوی (غصبي) وي، اودس نه کېږي؛ خو نور مذهبونه اودس شوی بولي؛ خو داودس کوونکی لپاره ګناه ګڼل کېږي.