Powered by Invision Power Board

د اوداسه مستحبات :

د اوداسه مستحبات زيات دی، بلکه لومړی د دواړو ورغويو وينځل ، پوزې او خولې ته اوبه تېرول چې دا دواړه او د غوږونو مسح حنبليانو واحب ګڼلې ده او اماميان يې جواز نه مني. د مسواک وهل، قبلې ته مخ کوي، د ښوول شويو د عاوو لوستل او د څلور واړو مذهبو په وينا د مخ و لاس دوه يا درې ځلې وينځل

اماميه وو ويلي دي: لومړی ځل وينځل واجب، دويم مستحب او دريېم ځل بدعت دي او که لا د روا والی او مشروعيت په نيت وشي؛ ګناه ده؛ خوکه د وجوب په قصد يې ونه کړی؛ نو ګناه نه ده؛ خو اودس نه کېږي نا که په درېيم ځل اوبو مسح وکړي (۲) هم اودس نه کېږي نور مستحبات هم شته ، چې په مطولات کې راغلي دي.

 

پر پاکۍ او نا پاکۍشک :

څوک چې پر پاکۍ باور او يقين ولري او پر ناولتيا شک وکړي، اودسي دی، خو که پر ناولتيا باوري وی او پر پاکۍ شکمن وي، بې اودسه دي، ځکه عمل او حکم پر يقين او د شک پر لرې کېدوکېږي. د دې حديث حکم “ لاتنقض اليقين بالشک و لکن تنقضه يقين مثله ” د يقين په شک مه ماتوئ، خو يقين پخپله پر يقني سره مات کړئ، له مالکيانو پرته بل مخالف نه لري، ځکه وايي: که پر پاکۍ يقين ولري او پر ناولتيا شکمن شي، اودسي دی، چې د دې حالاتو تر منځ څه توپير نه ښکاري د حنفيانو په نزد که له چانه ناپاکي او پاکي دواړه څرګند شول او پر مځکيولاي او وروسته والي يې پوه نشي، چې همغه بنسټ کړی، نو اودسي دی خو اماميه محققين يې بې اودسه بولي.

د شافعيانو او حنبليانو ويلي دي:د پورتنی حالت پر عکس يې که اودس لومړی و، نو بيا بی اودسه ګڼل کېږي، خو که مخکې بې اودسه و ؛ اوس اودسي دی.

دلته څلورمه خبره دا ده، چې لومړی حالت را اخلی او د ناولتيا د اثر يا نښې پر لرې کيدو او د اوداسه پر شتوالي حکم کوي؛ ځکه دواړه حالته يو برابر دي؛ نو دواړه ټکرېدونکي (متعارض) په نشت حساب (ساقط) دي او لومړنی حالت را اخيستل کېږي په دين کې لنډه او له احتياطه ډکه لار دا ده، چې دويم ځلي اودس وکړي، پر لومړني حالت پوهېده ، او که نه.

اماميه وو او حنبليانو ويلي دي؛ که چا د اوداسه پر وخت پر کوم غړي يا مسح شک وکړ، په کار ده چې له شکمن ځايه اودس له سره کړي او پاتی اودس پوره کړی خو که تر اوداسه وروسته يې شک وکړ نو اند ېښنه دی نه کوي، ځکه شک په عباداتو کې اغېز لري، نه تري وروسته.

علامه په تذکره کې له ځينو شافعيانو را اخيستي، چې په (عبادت) کې د شک ا ترې وروسته شک تر منځ توپير نشته، ځکه مشکوک او تر هغې وروسته حال يې دواړه واجب ګڼلی دي. حنيانو ويلي دي؛ هر غړی ته بايد کتنه وشي، که له دويم غړي نه پر پيل وړاندي يې د کوم غړي پر وينځلو شک وکړ، بايد راغبرګ (اعاده) يې کړی؛ خو که له پيل نه څه وخت تېر و، نو بيا دی ورپسې نه ګرځی.

ټول مذهبونه يوه خوله دي، جې د ډېر شکي شک څه ارزښت نه لري، يعنی دوسواسي سړي شک بې ارزښتنه دی او په ټولو حالاتو کې واحب ده، چې ترې تېر شي.