|
اذان : اذان په لغت او شريعت کې غږ کول دي د لمانځه د وختونو له پاره په ځانګړيو الفاظو سره چې په مدينه منوره کې د نبوي هجرت په لومړي کال کې پيل شو. د شيعه وو په وړاندې د هغه د شرعي کېدو سبب دا دی چې جبرئيل د خدای پاک له لوري پر رسوالله مبارک (ص) باندې رانازل شو او د اهل سنتو له خوا داسې ده، چې عبدالله بن زيد په خوب وليد يو سړي هغه ته اذان وروښود، هغه خپل خوب پيغمبر (ص) ته وړاندې کړ او پيغمبر (ص) هغه جاري کړ.
اذان سنت دی : احنافو، شافعيانو او اماميانو ويلي دي: اذان ټينګ مستحب دي. حنبليانو ويلي دي: اذان په کليو او ښارونو کې د پنځه ګونو لمونځونو له پاره د موجوده نرانو له کبله نه دا چې په سفر کې وي کفايي واجب دی. مالکيانو ويلي دي: اذان په هغه ښار کې چې هلته د جمعې لمونځ کېږي، کفايي واجب دی، که د ښار اوسيدونکي اذان ترک (پرېږدي) له ترک کوونګيو سره د جګړې (جهاد) اذان وکړي.
هلته چې اذان نه دی ورا : حنبليانو ويلي دي: پر جنازه، نفلونو او نذر باندې اذان نه دی روا. مالکيانو ويلي دي: اذان پر جنازه، نافله او قضاء لمانځه باندې نه دی روا. احنافو ويلي دي: اذان د جنازی او اخترونو د لمونځونو له پاره او د کسوف (لمرنيول) او استسقا او باد او مستحبو لمنځونو له پاره نه دی روا. شافعيانو ويلي دي: اذان پر جنازه نذر او نفلي لمنځونو باندې نه دی روا. اماميانو ويلي دي: اذان يوازې د ورځنيو پنځه ګونو لمنځونو له باره روا دی او د قضايې لمنځونو، تقليد په سفر يا حضر کې د جماعت يا ځانګړيو لمونځونو د نرانو لو ښځو له پاره مستحب دی او پرته له دې د نورو لمونځونو له پاره که واجب دی او که مستحب روانه دی، او همدا ډول په کسوف او په اخترونو کې موذن بايد دری ځلې تکرار کړی: الصلاه، الصلاه، الصلاه.
د اذان شرطونه : مذهبونه سره يوه خوله دي چې د اذان د سموالي له پاره پر له پسې د کلمو راوړل، د فصلونو تر مينځ ترتيب او د موذن نروالی، عاقل والی او مسلماني شرط دي؛ د هوښيار او بلوغ ته ورنږدې هلک اذان صحيح دی او ټول سره متفق دي چې په اذان کې پاکوای (اودس) شرط نه دی. له هغه څه پرته چې ياد شول په نورو کې احناف او شافعيانو سره مخالف دي او ويلي يې دي اذان بې له نيت څخه صحيح دی او پاتې نورو مذاهبو ويلي دي: نيت لازم دی. حنبليانو ويلي دي: اذان پر عربي سربيره په ټولو ژبو روا دی. احنافو، مالکيانو او شافعيانو ويلي دی: دعربو له پاره نه دی روا چې بې له عربي ژبې پر بله ژبه باندې اذان وکړي، او د عجم (غير عرب) له پاره روا ده چې اذان په خپله ژبه ووايي. اماميانو ويلي دي: د واجب لمانځه د وخت تر رواکيدو د مخه، اذان کول نه دي روا. خو د سهار د لمانځه له پاره روا دی. شافعيان، مالکيان، حنبليان او اکثره اماميان د سهار د لمانځه له پاره اذان تر وخت د مخه روا ګڼلی او احنافو هغه نارواګڼلې او کوم توپير يې د سپيده چاود او نور وخت ترمينځ نه دی کړی.
د اذان ترتيب :
الله اکبر د ټولو مذهبونو له خوا څلور ځلې اشهد ان لااله الا الله دوه ځلې د ټولو مذهبونو له خوا اشهد ان محمد رسو الله دوه ځلې د ټولو مذهبونو له خوا حی علی الصلوا دوه ځلې د ټولو مذهبونو له خوا حی علی الفلاح دوه ځلې د ټولو مذهبونو له خوا حی علی خير العمل دوه ځلې يوازې دد اماميه وو له خوا الله اکبر دوه ځلې د ټولو مذهبونو له خوا
لااله الا الله يو ځل د څلورو ګونو مذهبونو له خوا او دوه ځلې د اماميه وو له خوا
ماليکانو او شافعيانو روابللی اذان دوه ځلې بايد تکرار شي چې دويم يې سنت دی، او که له هر يوه څخه يو ځل وويل شي، باطلېږي نه، لکه څنګه چې اماميانو ويلي دي: دوه ځلې ويلو ته اذان ويل کېږي د “ الفقه علی المذاهب الاربعه ” کتاب له مولف څخه نقل شويدي: څلور مذهبونه سره يوه خوله دي، چې تر حی علی الفلاح وروسته دوه ځلې “ الصلوه خير من النوم ” يا تشويب ويل مستحب دی، چې اماميه وو هغه منع کړي دي.
اقامت : اقامت د نرانو او ښځو له پاره په ورځنيو واجبو لمونځونو کې مستحب دی او تر هغه وروسته واجب لمونځ کېږياو د اقامت حکم په موالاتو او ترتيب او عربيت او د هغه په څير نورو کې د اذان حکم لري، او د اقامت شکلپه لاندې ډول دی.
الله اکبر د ټولو له خوا دوه ځلې پرته له احنافو چې څلور ځلې يې وايي. اشهد ان لااله الله د شافعيانو، مالکيانو، او حنبليانو له خوا يو ځل، او د احنافو او اماميانو له خوا دوه ځلې. اشهد ان محمد رسول الله يو ځل د شافعيانو او مالکيانو او حنبليانو، دوه ځلې د احنافو او اماميانو له خوا حی علی الصلواه يو ځل د شافعيانو او مالکيانو او حنبليانو، دوه ځلې د احنافو او اماميانو له خوا حی علی الفلاح يو ځل د شافعيانو او مالکيانو او حنبليانو، دوه ځلې د احنافو له خوا حی علی خير العمل دوه ځلې يوازې د اماميانو له خوا قد قامت الصلواه دوه ځلې د ټولو له خوا پرته له مالکيانو چې يو ځل يې وايې. الله اکبر د ټولو له خوا دوه ځلې لااله الا الله د ټولو له خوا يو ځل
له اماميه وو څخه يوې ډلې ويلي دي: د مسافر او هغه چا له پاره چې بيړه يې وي روا ده چې اذان او اقامت له هرې برخې څخه يو ځل ووايي.
|
اسلامي برخه طلاق د امامانو لنډ ژوند ليک حضرت امام ابن حنبل غږيزه برخه
|
|
© 2005 Afghanan Dot Net
| |