|
د ترنګزو حاجي صاحب: د ديارلسمی ه پيړۍ په منځنيو کلو کې يو سړی د کندهار څخه د پېښور سيمي ته ولېږدېدی او د چهارسدې په ترنګزو کې مېشته شو. دغه کورنۍ په خټه تارڼ پښتانه وه. تارڼان په پښتنو کې ستانه او بزرګوار دي، ځکه د خپلي بزرګوارۍ له کبله په سيدانو مشهور شوي دي. ددغي کورنۍ يو عارف او مجاهد غړی حاجي فضل احمد زوی په قوم (تارڼ) ستانه و چې په کال ( ۱۲۳۵ - ۱۸۵۶ ه( زېږېدلی او څنګه چې د پېښور د چهارسدې نژدی کلي (ترنکزو) کې اوسيد نو د ترنکزو په حاجي صاحب مشهور شو. حاجي صاحب خپل لومړنی تحصيلات د هډی ابوبکراخندزاده او په لوړ تهکال کې پای ته رسولی، د حج فريضه يې اداه کړی وه او د ملانجم الدين اخند اندړ لاس نيوی يې کړی و. ده په ( ۱۲۷۶ - ۱۸۹۷ ه.ش) کې چې انګليسانو پر ملاکنډ حمله وکړه، په دې وخت کې ځکه چې د سوات بابا جی صاحب او عمرا حکومت ( ۱۲۷۵ - ۱۲۷۴ ه.ش= ۱۸۹۵ - ۱۸۹۶ م) له منځه تللی وو نو ملې محاهدينو داسې مشرتابه ته ضرورت درلود چې د دوی د ملي او اجتماعي چارو مخصوص د مجاهدو قيادت وکړی او دا وظيفه د ترنکزو حاجي صاحب په ښه توګه سرته رسولای شوه. ده په ( ۱۲۷۶ ه.ش= ۱۸۹۷ م) کې دملکنډ په غزا کې دلومړی ځل له پاره ګډون وکړ او په ( ۱۹۱۰ م= ۱۲۸۰ ه.ش) کې دملانجم الدين اخندزاده صاحب د خلف په حيث وټاکل شو. حاجي صاحب په ( ۱۹۰۸ م) کې حج ته ولاړ او د بيرته راګرځيدلو په وخت کې يې د هند د لويو ملی مجاهدينو او آزادی غوښتونکو لکه مولينا محمود الحسن صاحب شيخ الهند سره ارتباط وموند. ده په خپله سيمه کې د افغانانو د پوهولو او د استعمار په مقابل کې د راپارولو له پاره د پيښور په بيلو سيمو کې ۴۱ مدرسي وپرانستلی چې مشهوری يې دګدر، حمزاخان، او اتمانزو مدرسی د يادونی وړ دی. وروسته يې په پیښور کې د صاحبزاده عبدالقيوم په سپارش اسلامي کالج وپرانست او د انګليسانو په مخالفت يې په مجاهدو لاس پوری کړ. انګليسانو دی ونيو او درې کاله يې په بند محکوم کړ. په ( ۱۹۴۱ م) کې چې د يورپ عمومي جنګ شروع شو حاجي صاحب د مولينا محمود الحسن صاحب او نورو ملی مجاهدوينو په مشوره د هغه کال په جون په دوهمه د بونير علاقې ته ولاړ او هلته يې د انګليسانو په مخالفت د ملی محاهدې جنډه پورته کړه او د (امبيلا) دری څخه يې پر انګليسانو يرغل وکړ او ځينی ځايونه يې ونيول. بيا له هغه ځايه د آزاد مومندو او ساپیو علاقی (سره کمر) ته ولاړ او په غازی اباد کې ديره شو. د افغانستان د خپلواکۍ په معرکه کې ( ۱۲۹۸ ش= ۱۹۱۹ م) حاجی صاحب د افغانستان په مرسته د ډيرو مهمندو سره پر (ډکې) حمله وکړه او د شبقدر د ( ۱۹۲۷ - ۱۹۲۸ م) په ملی مجاهدو کې يې د ملی مجاهدينو د مشرتابه وياړ درلود. په ( ۱۹۳۰ م) کې چې د ده ملګری خان عبدالغفارخان بندی شو او انګليسانو پر خدايې خدمتګارانو باندی فشارونه راوستل حاجی صاحب د دوی په مرسته پر ملاکنډ جهاد شروع کړ او انګليسانو ته يې ډيری مالې او ځاني تاوانونه ورسول. د (دير) د اوږد جنګ وروسته چې د انګليسانو ګايډ پلټن ټوله تباه شو نو انګليسانو په ( ۱۹۳۶ م) کې په سوله راضي شول او په دی توګه د حاجي صاحب ملی هوډ تر سره شو. د ( ۱۹۳۶ م) کال په پای کې حاجی صاحب ناروع شو او د ( ۱۹۳۶ م) کال د دسمبر په ۱۴ د يو اتيا کالو په عمر وفات شو او د وصيت سره سم د غازي اباد د مسجد په غولی کې خاورو ته وسپارل شو. د ده درې زامن د فضل معبود، فضل اکبر، فضل شاه په نامه مشهور دی او فضل اکبر د پښتنو ملی خوداراديت په تحريک کې د ښې برخې خاوند و.
|
مېړني دي چې یادېږي محمد هاشم ميوندوال
|
|
© 2005 Afghanan Dot Net
| |