د خورشيد جهان (۱۳۱ مخ) او حيات افغانئ (۵۶ مخ) تار يخونه د ميرويس د نسب سلسله داسی بيا نوی:ـ ((حاجي ميرخان ولد ښالم ولد کرم ولد مندو ولد عمر ولد جلال الدين ولد قطب ولد اسحق ولد ملکيار ولد هوتک بن بارو بن توران بن غلځی.))
د زېږيدو نيټه يې په يقيني ډول معلومه نه ده خو که دې د دمور او لومړي زوی د زېږدو نيټه پّ تخميني ډول وټاکو دده دېږدو کال ۱۰۸۴ه ټاکلای شو او يقين ته نژدې دی ميرويس دری وړو نه درلوده چې هغوی عبدالعزيز خان، يحيی خان، او عبدالقادر خان نوميدل ميرويس تر ټولو مشر ؤ د پټې خزانې د مؤلف په قول ميرمن نازو ميرويس ته شيدې ور نهکړی مګر په طهارت او او داسه هغه وخت چې ميرويسوزيږيدی ميرمن نازو خوب وليد چې حضرت بيټ نيکه دی ته وايي: زما لوری! تغه هلک ښه وروزه، کله چې لوی سني لوی کارونه په روز نه کې غفلت ونه کړی دده نسل څخه به لوی کسان او د قام مشران او خادمان پيداشي او دين ته به روښنايي ورکړي ستا دغه زوی به دبيت الله شريفي زيارت وکړي دده په روزنه کې ښه غور وکړه.
ميرمن نازو به ميرويس ته په وړوکوالي ويل ! زما زويه د بيټ نيکه په قول ستا په مخ کې لو ی کارونه دي چې بايد هغه کارونه وکړې او دخدای مخلوق ستا په خدمت آرام وي، ددين او پښتنو غليمانو پردي مځکه ناتار جورکړی دی مال او شرفمو ددوی څخه په خطره کې لويدلی دی خدای به کوی، ته به کوې، دې حيرانتيا او شرمنده ګۍ څخه به مو خلاصوی.
سر جان مالکم د ايران په تاريخ کې ليکلي : ميرويس د نورو صفتونو علاوه فصيحه ژبه، او جذابه وينا درلوده د همدغه کبله د صفوي دربار دلويانو توجه يې ځانته ارګرځولی وه او د ګرګين خان ګرجي په مخالفت يې خپل ځان مستحق ګڼلی ؤ.
ميرويس پوهيدی ترڅو چې د پښتنو په منځ کې تربګني او ګوندي بازي وي دې د ملي هيلې ترسره کيدلای نه شي ځکه يې دپښتنو د دوو لويو او مقتدرو طايفو غلجو او ابدالو د منځه څخه سمئيز او تربګنئ ورکې کړې او د پردو تحريکات او توطئ يې شنډې کړلې دوی يې دمليت او قامولی د ژوند په خوندو نو پوه کړل، او ددی پاره چې د قوم مې اتحاد مزی يې لاټينګې شي د حعفر خان سدوزياور چې (خانزادهو)نوميده په نکاح يې کړه او د دغې خېښي په نسبت يې په ابداليانو کې هم محبوبيت او ليې پيدا کړه.
سرجان مالکم د ايران د تاريخ لومړي ټوک په ۱۹۶ مخ کې وايي: د غلجيو په خصوصکې چې څومره معلومات په لاس کې دی دوی د غزنو ي محمود په وخت کې دهغه کاروانونه او مالونه راګرزول چې ددوی سيمو څخه تيرېدل، او بيايې د محمود غزنوي سره د هند په فتوحاتو کې زياته ملګرتيا وکړه.
لکه چې په يوه افسانه کښې څوبيتونه تر اوسه د خلکو په خولو کې پاتې دي کله چې د محمود غزنوي لښکر د سومنات د په لاس راوړلو په معر که کې د فشار او کړاؤ سره مخامخ شو او محمود يوازېتوب حس کی په دې وخت کې يوه پښتون داسې وويل.
ترکو نامردو داسې ودانګل له نام او ننګه
زه يو پښتون وم چې ولاړ وم د سلطان له څنګه
د کوډ تېمور په وخت کې هم دغو فبيلو قوت درلود خو مرکزيت يې دغليمانو دد سيسو له کبله هر کله په خطر کې لو يدی او يو په بل يې سره وهل، دوی د افغانستان د غزني او شاؤخوا غرونو څخه بيا تر کندهاره او ارغنداو تر غاړو پورې اباد وه او په فبيلوي توګه يې ژوند کاؤ او پر ديو سلطو ددوی سره د خانانو او رو حانيونو په واسطه ارتباط قايموو هغه وخت چې شاه حسين صفوي بر تخت کښينوست دوی د افغانستان د لويديځې برخې د ټولو قامونو په نسبت غښتلی او زيات وه، دوی دکندهار په شاؤخوا کې په کږديو کې اوسېدل. مغولو او ايرانيانو د خپلو ګټو دساتلو دپاره دوی يو په بل وهل کله به ېې يوه طايفه ځانته نژدې کوله او کله يې بله ددغو سيمو مقتدرې طايفې ددهلې د دربار سره پټ علايق درلودل دغو علايقو د صفويانو دربار زيات مضطرب کړی ؤ او صفويان په دې پوهېدل چې په دوی کې سياسي رشد پیدا شوی دی او دخپل خلاصون دپاره يوی او بليخوا ته هلې ځلې کوي او دډهلې دربارهم په دې راضي کوي چې دوی دخپل مستقل ژوند په خصوص کې عملي اقدام وکړي او ددهلي دربار د پاره دار زغمو لو وړ وه چې کندهاريان مستقل شي خو نه د صفويانو تر لاس لاندې. و صفويانو د دغه خطر د ليرې کول لپاره کندهار ته ډېر ظالم او مستبد حکمران چې ګرګين نوميده راوستو دده اصلي نوم (دخنګ) ؤ د کندهار دبيګلر بيګی د رتبی درلود لو دمخه په ګرجستان کې يې صفوي شاه په مخالفت اقدام کړی ؤ چې وروسته ونيول شو او مسلمان شو او دشاه نواز لقب ورکړه شو.
ده د کندهار د نهضت د خاموشو لو او د مشرانو تر ټلو دپاره شل زړه ډېر مجهزلښکر او دګرجيانو مستقل ګارد او نور جنګي پهلوانان کندهار ته راوستي وه، دوی پر کندهار يانو پاندې د هيڅ ډول تيري او ناروا څخه ډډه نه کوله حتی ددوی دملي مشر ميرويس د لور
د غوښتلو په هڅه کې شول.
سر پرسي سايکس وايي: چې ګرګين غوښتل د غلجيو مشر او کندهار مورثي کلانتر چې د دغو نهضتونو مشر دی په سزا ورسوي ميرويس قام ته دغه ټوله ناروا وي او بې پتي څرګندي کړي وي ويل تر څو د صفويانو دتسلط څخه خلاص نه شو زمونږ سره به هم داشانې سپکاوي او بې احترامي کېږي او هو ډيی وکړ چې وطن او قام به د دوی د لاسه خلاصوي خو څرنګه چې پوه او مدبر مشر ؤ موقع په انتظار کې شو او علی العجاله بی دقام څو مشران ديو ليک سره د اصفهان دربار ته د ګرګين څخه دشکايت کولو د پاره ولېږل او دی لومړی ملي مشر ؤ چې هغه مکتوب يې لاس ليک کړی ؤ.
دوی په اصفهان کې په مشکل در بار ته ورسېدل او د دربار زياته برخه چې دګرګين خان طرفداره وه پاچا يې پر دغه هيئت بدبين کړ د ياغيانو او متمردينو په څير يې ورو پېژندل ګرګين چې ددغه هئيت د تګ وارويد پر ميرويس خان يې تور ولګاو ه او غو ښته يې چې دی نظربند ايران ته ولېږي څرنګه چې دميرويس د محبوبيت او ملي مشرتابه څخه ډارېده نو يې زور نه سو پر کولای او غوښته يې چې په يوه يهانه يې اصفهان ته ولېږي دافغان او پارس د جنګ مؤلف ليکي: څرنګه چې د ميرويس په لېږلو د ګرګين خاو وس نه رسيدیيو ميرويس يې د دوستي او بلنې په پلمه چې صفوي پاچا دعوت کړی دی اصفهان ته ولېږي او په پټه يې صفوي دربار ته په کندهار کې د ده عدم و جود ضرورت او په صفهان کې نظر بندی د يو بيل ليک په لېږلو تائيد کړی ؤ او دکندهار امنيت او اراممي يې دده په نيستي کې بللی وه سر جان مالکم دايران تاريخ۱۹۷ مخ.
اصفهان ته درسيدو مجرد ميرويس ديو مجهز او قوي ګارد په واسطه بندي شو څرنګه چې ميرويس يولوی ملي مشر او پرخپل عزم ټينګ شخصيت ؤ په بند کې هم دقوم دغم او آزادي ګټلو څخه په آرام کښيننوست او په فعاليت او تماسو نويې شروع وکړه ميرويس ته دکندهار او قوم او مغولي او صفوي در باروضع ښه معلومه وه او دواړو دربارواراکينو ښه پېژاند اود پښتنوديولوی ملي مشر په څيريې په رسمي توګه پيژاند او کله ناکله يې مستقيم او غير مستقيم تماسونه ور سره کول.
سلطان عبدالله رازی وايی: ميرويس مرد زيرک وبا هوشي بود به اثر کفايت و کارداني خود بزو دی به ضعف دولت صفوي وبي کفايتي سلطان حسين پی برد.
ميرويس اعتماد الدوله دايران مشروزير ته چې د ګرګين مخالف ؤ يو پيغام ولېږي و په هغه پیغام کې يې دده دليد لو خواهش وکړ اعتماد الدوله له دی خپل خضور ته وروغوښت ميرويس خپل منطق او رسافکر په هغه ومانه او داسی زمينه يی مساعده کړه چې دګرګين سره په عملي مخالف کې دهغه حسن نظر جلب کړی بيايي اعتماد الدوله له ته وطني سو غاتو نه ورکړه او دده په واسطه سره يې دايران د کابينی هغو غړو سره پېژندګلوي پیدا کړه چې د اعتماد الدوله زيات دوستان وه ددغه ارتباط له کبله پرده باندی د جيل او بند قيدونه سپک شول.
يوه ورځ چې دايران کابيني د کندهار پر حالاتو څيړنه کوله ميرويس خان هم په هغی کې داعتماد لادوله په امر دشمول چانس پيدا کړی اعتماد الدوله ميرويس خان ته مخ واړاوه او وي ويل چې دکندهار څخه ناوړه خبرونه رارسېږي، د مجلس غړو د ګرګين په خصوص کې دميرويس خان څه پښتنه کوله ده د هغوی ځواب په داسې توګه ورکاؤ چې دا ښکاره ه شي چې دی دګرګين خان سخت مخالف دی ځکه يې وويل: هاه وخت چې د هند مغولی حکومت دګرګين د مقرری څخه خبر شو تر هر څه د مخه مادده دقوت څخه کار واخست او د ګرګين د استشاری پرته ماد کندهار په ساتنه کې زيار ويو ست په دی وخت کې ديوان بيکی وزير چې دګرګين زيات دوست ؤوی ويل چې ګرګين بدپوهيدلی دی چې ميرويس دده دښمن دی ميرويس دده دوست دی او برخلاف دده سره يې بدو ضعيت کړی دی.
د څه مدی وروسته ميرويس دصفوي پاچا سره د نژدی کتله او له هغه په امر د نظر بندی څخه خلاص شو.
يوه ورځ چې داعتماد الدوله له په کور کې ديو مجلس په ضمن دګرګين هغه ليک اوستل کنی چې دميرويس په مخالفت يې رالېږلی ؤ خپله ميرويس هم دی محلس ته ځان رارسولی ؤ اعتماد الدوله دليک دلوست وروسته ميرويس ته مخ واړاوه او ورته وی ويل چې ته يو لوی شخصيت يې او په دی پوهېږم ددی سره چې ستا او د ګرګين په منځ کې مناسبات ښه نه دي خو دقضاوت په وخت کې ته هيڅکله تر شخصي احساساتو نه لاندیکېږي دحق په مقابل کې شحصياتو او روابط ذات البنينی ته اهمنت نه وکوي او څهچې حق وي وايي په ميرويس خان چې پوه شو دايران د کابينې زياتره دوست کسان دلته مو جود دی نو يې وويلک که ګرکين خان څه نور په کندهار کی پاته سی ځکه هغه تراوسه پورې قدرت نه دی موندلی چې خپلی لښکری د حيا او عفت په دايره کې وساتي ده غوښتنه چې زيات عسکر او زياتې پیسې ټولی کړی ايا ددی خطر نشته چې دی د مغولي دربار سره لاس يو کړي.
ميرويس په دی وخت کې دومره اقتدار موندلی ؤ چې بير ته کندهار ته ولاړ شيخو شخصي ازادي او استراحت ته يې دقوم پربيوزليتوب او غمه خلاصولو په مقابل کې اهميت نه ورکاؤ د قوم په خدمت او د ازادۍ په چارو لګيا شو.
ريدی خان مومند د ميرويس يو ملګری په خپل کتاب محمود کې اصفهان ته دميرويس دا څلورم سفر بولي لکه چې وايي:
دا څلورم وار دی چې را ځم سلطانه
عرض د ظالم د لاسه کړم سلطانه
سلطانه ګوره پرځان رحم وکوه
خپل کلی کور په حورمه وورانوه
ګرګ دی ايله کړ پر رمه شو شبان
جور او ستم کاندي بی حد ګرګين خان
وروسته ميرويس خان وطن ته د حج د فريضي د ادا کولو په بهانه غوښت ولاړ شي او سلطان حسين صفوي چې هم يو ډيېر مذهبي پاچا ؤ تلو يې مانع يه شو او اجازه نه ورکول يې ګناه ګڼله.
ميرويس په دی کال حج ته ولاړ اودعربستان د ملايانو او روحانيونو سره يې د ګرګين د ظلمونو او پښتنو د خلاصولو دپاره فتوای ځني واخسته.
لکه چې ريدی خان مهمندي وايي:
ولاړ د شپې يې په يثرب کافر ياد
رسول د خدای ته چې سو عوم برباد
ستا پر امت راغی د ظلم دوران
واوره رسوله ددی قوم فغان
پښتون خو ستا په نامه ځان کړی فرا
ای خيرالناس! واوره ته يې ندا
وژغوړه دی ته دظالم له لاسه
ګرګين د منځه دپښتون وبا سه
ستا په نامه دی کلمه ګويه پښتون
نه به سی هيڅکله له تا نه راستون
مرګ او ژوندون مو داسلام له پاره
ستا د دربار ستا دسلام د پاره
مه موکړه هير خير الورای رسوله
فخر کونين نور الهدای رسوله
اوښکي مې څاڅې پر در باريم ولاړ
قوم شو په اور د ظلم ټوله لټار
يوار نظر وکړه پر موږ چې سو وړ
و ظالمانو ته ترڅو به يو پړ
ستا لطف او مهر دی شامل پر جهان
هر خراب زړه دی ستا په مهران ودان
که ستا نظر نه وی خراب دی پښتون
په اور د ظلم تور کباب دی پښتون
وژغوره زموږ نام او ناموس له بيداد
کړوبی ناموس ظالمانو برباد
سرکه را پورته زموږ حال و ګوره
د ظالم ظلم بدا حوال وګوره
بيا ميرويس د حج د ادلا کولو وروسته اصفهان ته ولاړ او هلته يې دښه مجلس او زيات سخاوت له کبله در بار يان دځان معتقد کړل او پاچا ته د ميرويس د لويي په خصوص کې د يوی خوا او بليخوا خبری اتری کېدلی.
په دی وخت کې په اصفهان کې عجيب تصادفب پېښ شو چې د ميرويس د نقشې په ګټه تما شو په ۱۱۲۰ه کې دپتر کبير له خوا (اسرائيل اری) نومی داصفهان په دربار کې د سفير په حيث وټاکل سودی ارمنی نژاده ؤ او (شماخ) ته درسېدو مجرد خپل ځان يې امنی پادشاهانو داخلاقو څخه وګنلی همداشانی د قره باغ دخولی په اصفهان کې اوازه خپره شوه چې په پخوا يو کتابو کې راغلی دي ارمني پاچاهانو څخه به يو پارس ته ولاړ شي او داځای به ونيسي ترڅو چې ارمنی حکومت هسکې درجې ته نه وي رسيدلی لاس به وانخلي.
دی مقرری د پارس د ر بار په تشويش کې واچاوه او ميرو يس د پارس د حکومتي مشرانو په بلنه په دی خصوص کی د کابينې غونډی ته راوغوښتل شو او ددغه سفير په خصوص کې يې داسې نظريه ورکړه: د سفير د سوا نحو څخه داسی څرګندېږي چې د المان کسکرو کې خدمت کړی دی فرانسی او ايټالبه ته يې هم سياسي سفرونه کړي دي او څرنګه چې په زياتو ختيزو ژبو پوهېږي اسلامبول هم استول شو ی دي چې د ترکيه حکومت د اتريش او متحدينو د سولې د وړانديز منلو ته حاضر کړی ده وروسته درو سا نو سره ارتباط ټينګ کړي دي او د روسيه په لښکرو کې د سرهنګی رتبې ته رسېدلی دی
زما په فکر به په اصفهان کې په سمديستي فساد شروع نکړي او حکومت بيدار دی چې دده فساد مخ راوګرزوي که تاسې په اصفهان کې دده ماموريت قبول نکړي امکان لري بلکه دګرکين ورور ځان دروس کونسلګري ته ورسوي ارمنيان تحريک کړی او ليه هنګامه جوړه کړی بايد تاسې لومړی خپل سر حدونه ټينګ کړی ځکه ګرجی شهزاد کان دروس څخه مرستی اخستلو هيله لري، دګرګين داکا زوی نظر عليخان يې ددغه مطلب د پاره دروس دربار ته لېږلی دی ګرکين چې دارمنی قبيلی څخه دی احتمال لري چې دروسانوسره ارتباط پيدا کړی او ياغی شي چې دا کار يې دمخه کړی ؤ او دا هم امکان لری چې د کندهار ايالت هند ته خوشی کړی او په مرسته يې خپل مطلب حاصل کړی نو ځکه ګرجيان او ارمنيان بايد تر نظارت لاندې ونيول شي او امکان لري چې ګرګين خپل مطلب د حاصلولو دپاره دروس په اشاره مسلمان شوی وي.
دميرويس دغوسياسي نظرياتو او داستدلال پوخوالی صفوي دربار قاع کړی سفير ته يې دراتلو اجازه وکړه خو ګرګين يې ځکه موقوفولای نه شو چې قدرت يې درلود او هم ډاريدی چې مفعولي دربار ته پناه يو نه سي ددی د پاره چې موعوفه نه شي او هم يې د ګرګين اقتدار ضعيفه کړی وي ميرويس ييې بيرته د کندهار د ښاروال په حيث کندهار ته ولېږه.
ميرويس د اعتماد الدوله له خوايو مکتوب درلود چې د ګرګين دوضع مراقتب وکړ او هم داصفهان د دربار دلويانو زيات مکتوبونه ورسره وه چې ګرګين ته يې ليکلی وه چې دميرويس د مشوری خلاف هيڅ ونه کړی.
ميرويس دوطن د ازادۍ د پلان په ترتيب او عملي کولو کې ډېر پياوړی ؤ ځکه په تلوار او بيړه دکړمان او سيستان د لاری کندهار بياتر کندهاره په ټولو نظآمي ټولګيو کې دده احترام او استقبال و شو او فغانی مشران چې يې هرکلی ته راوتلی وه دهغو سره يې مهربانی او د زړه خواله کوله او اينده دپاره يې ډاډه او نهيلهمند اکوله ميرويس په کندهار کې دپښتنو د خوا څخه په تودو احساساتو او پښتنې شعايرو استقبال شو ميرويس د کندهار د مشرانواو قومي خانانو سره د ليدلو وروسته د باندی خپل کلپ ته ولاړ او هلته هر ورځ دافغاني جرګی مرکی مشرؤ په دغه وخت کې داففانانو دا عقيده وه چې د قوم د نجات او وطن د آزادۍ د پاره د ميرويس څخه پر ته بل څوک څه نه شي کولای په دی وخت کې دابداليانو خان دولت خان دخپلو زامنو نظرمحمدخان او رستم خان سره شهيدان شوی وه او د هغه بل زوی زمان خان هم کرمان ته بندی ليږل شوی ؤ.
ميرويس د هغو پښتنو مشرانو په روح چې د قوم د ازادۍ په لار کې شهيدان شوی وه درودونه واستول او د دوی په کشرانو او کوچنيانو بانی يې مهرباني وکړی.
ګرګين خان چې په او بوکی چاړه ليدله او بهانه يې غوښتله د ميرويس سره زور ازمايي و کړی ځکه دده د لور د غوښتنی درخواست يې دزوی دپاره بيا تجديد کړی اوورته وی ويل چې په لوڼې او خويندې پردی کورونه ودانه وي. ميرويس د دغې غو ښتنې په مقابل کې په کوکران نومې کلی کې چې دده هستو ګنځیٍ ؤ ملي جرګه جوړه کړه د ګرګين دغه د افغانيت او دغه د مليت مخالفه تقاضا يې ور وړاندی کړه افغانان چې تل دننګ او ناموسد ساتنې په موقع کې تحريک کېږي اودا پښتنولی دمهمو شعايرو ااو ملی خصايصو څخه بولی ددغه مشهور پښتنی مبل په اساس دنيا تر سر چار او سر تر ناموس د ټولو ملی احساساتپه ښورراغله وکړه چې دلور ورکول هغه په زور ا بيا اجنبي ته دی ننګی علامه ده او څو ژوندی يو دا کار ممکن نه دی.
ميرويس په دی فيصله خوښ او ښاد شو او قوم ته يې وويل اوس ماپرېږدی زه د ګرګين او اصفويانو دور کولو اساسي چاره کومه. ددی غونډۍ فيصله تر څو چې عملي کېږي د ځانه سره پټ وساتي انشاءالله دقام د بخت او نيکمرغۍ ستوري راختلي دي، ده وويل اوس د تدبير څخه بايد کار واخستل شياو توری د ګلاب په پاڼو کې بايد پټی کړو.
دمخه تردی څو چې پروګرام عملی کېږي ميرويس د قوم په مشوره د کور يوه مينځه د لور په نامه دګرګين زوی ته ورکړه ګرګين خان په دی دوستي خطا وتلی او ميرويس هم ظاهراً دا ښکاره کول چې دګرګين ظلمونه يې هيرشوی دی او څه په زړه کې نه لري.
يوه مياشت وروسته د کندهار په (مانجه) کې دميرويس تر مشري لاندې يوه بله ملي جرګه جوړه شوه په دی جرګه کې دکندهار د زياتو قبيلو مشران اورو حانيون لکه سيدال خان ناصر ،بابو خان بامي، درخان ترين، ملاپير محمدمياجي، يوسف خان هوتک، عزيزخان نورزی، ګل خان بابړ، قور خان بلوڅ، نصروخان الکوزی، يحيی خان د ميرويس خان ورور ، محمدخان د ميرويس خان وراره، يونس خان کاکړ او نورو ګډون کړی ؤ په دغه جرګه کې دقوم د خلاصولو او سياسي ازادي ګټلو دپاره دميرويس په مشوره سختي لوړی وشوی دقرآن د لوړی علاوه پښتنو په دروېشانو چې پښتانه په ملي عنعنه دهغو احترام کوی (مالګه، ډوډۍ، توره) هم ولوړل سو لاو ميرويس د هر يوه وظيغی وټاکلی
ددی دپاره چې دګرګين لښکر ضعيفی کړی د ترينانو اوکا کړو مشرانو ته يې هدايت ورکړ چې دماليه ورکولو څخه ډډه وکړی چې دګرګين يوه دسته عسکر هلته مصروفه شي.
همدا شانی وسوه ګرګين ددوی د مقاومت د ماتولو دپاره خپله قوی هفرزه د زياتې اسلحې سره هغی خواته ولېږله همدا شانې يې يوه بله هفرزه د بلو څانو د ايله ولو دپاره د کندهار څخه خارجه کړه ميرويس په دې وخت کې يې دپښتنو د يو مشهور عابد او بزرګوار رحمان بابا ديوان چې دزياترو پښتنو په کور کې شته فال واچوی وپه فال کې داراغی:
دمکتوب غوندی په پټه خوله ګويا يم
خاموشي زما بهتره تر غوغا
کښت دعشق په توره مځکه اسان نه دی
سمندر بويي چې زيستکه په صحرا
په دغه نيک فال سره هم دميرويس عزم ډير راسخ سو .
ترشا د يوزر مسلحو جنګي او محافظو قواؤ سره د هغو د مرستې دپاره رهي شو دبيرته راتلو په وخت کې ميرويس لاره ورته نيولی وه او درو زرو جنګي افغانانو په واسطه يې ګرګين د خپلو ملګرو سره وواژه.
خورشيد حهان وايي: چه ګرګين په يوي ميلمستيا کې د ښار د بانې وژلی شوی دی او سر پرسی سايکس هم دغسی وايي،
تاريخ سلطاني ليکی چې ګرګين د کاکړ و د ترټلو دپاره دارغسان د لاری سو قيات وکړه اود (ده شيخ) د کلی په شاؤ خواکی يوی ټولی غلجيانو باندی حمله وکړه او مړئی کړ پر ګرګين باندي لو مړی وار د ميرويس خا يو نوکر چې مراد خان نوميد وکړ.
څرنګه چې دکندهار په دنه ښار کې ګر چې ساتونکی د ښار په برجونو او نورو حساسو ځايونو کې دقوی اسلحی سره مو جودوه او ددی احتمال زيات موجود چې مقام بله وکړي او دمقابلی په نتيجه کې ښار يا نوته ډول ډول تاوانونه ورسېږي او دښار ځني مهم ځايونه وران شي نو دافغاني مشرانو په مشوره يې يوه جنګي خدعه وکړه ميرويس خپله دګرګين کلی واغوستل او نورو ملګرو يې دګرګين د ملګرو کالي واغوستل او نورو ملګرو يې دګرګين دملګرو محافيظينو په لومړی سر کې چې ګرګين ته دی د ښار د دروازی خلاصې کړی او څرنګه چې پوخ ماښام ؤ په مشکل خپل او پردي سره بيليدونکی ځکه د ښار د تاندی محافظو افغانانو ته هم امروکړ چې ښار داخل شي دوی دداخليدو مجر پرګرجي محافظينو حمله وکړه ځني يې ونيول او يوه برخه يې په مقابله ووژل شول ميرويس خان د دستي اخطار صادر کړ د هغه چا مال او ځان به په امن کې وي چې دګرګين لښکر ته پناه ور نه کړي په دی ډول د کندهار په تاريخي ښار کې چې د مغولو او پارسيانوپه منځ کې ديو څه عمر دپاره په خپلو منځو کې رد او بدل کندی يو پښتنی ملی حکومت جوړ شو.
ميرويس خان په دې وخت کې خدای ته په سجده شو او ويل يې داهغه وظيفه ده چې زما مور ماته سپارلی وه، او دا هغه خدمت ؤ چې ماتا او قوم ته وکړی.
ميرويس بيا ملي جرګه جوړه کړه او هغی جرګې ته يې داسې خطاب وکړی:
آ پښتون قامه! زما دغه ټولی خواړی او ستونزې تياوي ستا سې د خدمتکولو ننګ او ناموس پځآیکولو دپاره دی ، دازادی ګټلو په معرکی کې بايد تهر څه تر شو ګرګين مو مړکړ پښتانه تل دغليمانو په مقابل کې په يو ستوی توګه جنګېدلی دی، خو نن دخدای شکر دي چې زموږ دغه ملي معرکه ديوملي واحد مرکز په ټاکلو شروع شوی ده د پارسيانو او داسې نورو غليمانو سره مقالبه دومره مشکله نه ه که زما سره يوسی تل به دښاد، نيکمرغه او په عزت واوسی او د ازادی چنډه به مو تل دپاره رپېږي، په خدای توکل وکړی که په دی لارکې ځانونه او مالونه قربان کړو دابه موملي افتخار وي، موږ څله خپل ګټلی قدرت په مقته دلاسه ورکړو، په دې وخت کې دافغاني مشرانو څخه يوه د ميرويس څخه وپوښتل چې پارسيان ډېرې لښکری او زياتې اسلحې لري موږ څرنګه ورسره جنګېدلای شو ميرويس وفرمايل: (کم من فيئته قليله غليته) خای زموږ سره دی خدای غيرتمن قوم خو ښوی، دصفوي دولت وضع زياته خرابهده اوس دپښتنوالی او غيرت خبره ده څوک چې دپردو ترلاس لاندی ژوندکول غواړي بايد زموږ ازادي ګټونکو دمنځه څخه ووزي موږ دعومي پت او مشروع حقوقو ساتلو په مقابل کې دهيچا او هيڅ قوت څخه نه بېرېږو.
د اصفهان دربار په دی وخت کې دافغانانو دسياسي نهضت شروع کولو معتقد نه ؤ او ګمان يې نه شو کولای چې دافغانان د خپل ځان دپاره يو بيل سياسي نظام جوړ ولاي شي.
د ګرګين د وژلو دمخه چې دپارسيانو څه فوج دترينو او کاکړانو د ترټلو دپاره ګمارل شوی وو د ګرګين دقتل په څلورمه ورځ بيرته کندهار ته راترشا شو څرنګه چې دغه مجهز قوت ونو ميرويس خان شل زره افغانان ددغه فوج دماتولو اوتيت ؤ پرک کولو دپاره مقابلی ته ولېږل پښتانه په جنګي نظم اودسپلين بلد نه وه او زيات شمير يې په ابتدايی وسلو جنګ کاؤنو ايراني فوج ځکه په جنګي مهارت او داسلحي د تفوق له کبله د کلا بندي څخه خلاص شو که څه هم ډېر افراد ځني ووژل شول بيا هم اتلس که يې تر ايرانه ورسېدل.
هغه وخت چې دا خر ايران ورسېد د ايران حکومت يو (محمد جامي) نومی سفير دميرويس در بارته ولېږي دی سفير د ميرويس دربار ته ولېږی دی سفير د ميرويس په مخ کې دايران د عظمت او عسکري طاقت څخه خبری کولی خو ميرويس دافغانی غرور او قوم په جذبه دغه خبرې مستردې کړې او دی يې بندي کړ ملسن د افغانستان په تاريخ کې ليکي: ( لوی غرض چې ميرويس د اصفهان د دربار دايلچي په دبندي کولو کې درلود داؤ چې صفوي دولت په دې پوه کړي چې افغان ملتد آزادۍ غوښتلو اقدامات په جدي ډول شروع کړي دي او دازادۍ جنډه چې ميرويس پورته کړی ده کښته کيدلای نه شي د صفوي دولت وعدې د افغانانو په روحيه کې اغېزه نه لري). د پارس حکومت غوښته چې دپښتنو سياسي ويښتوب د طاقت په استعمالولو سره د منځه يوسي او د يوځل بيا مذاکرې دپاره يې د هرات حاکم (محمدخان) د ميرويس دربارته راولېږی دی د ميرويس پخوانې دوست او حج ملګری ؤ ميرويس دی سفير ته ويله چې زړه دوستي دا معنی نه لري چې قومي ازادي سلب او يا وطن فروشي پکښې رواويکه ددغې دوستي لحاظ نه وي ستا سره به داسې پیش امد شوی وي چې بيا به دې د ازاد او غيور قوم په مخ کې داسې دسپکاوي او بې غيرتي خبرې نه کولای او دايې ورته څرګنده کړه چې کومه توره يواری د قوم د ازادۍ دپاره د تيکي راوايستله شي تر څو د مرګ او ژوند فيصله نه وي شوي بيرته په تيکي کې نه لوېږي که غواړی ته ديو دروند ميلمه په څير دلته پاتې کېدلای شې.نو د ايران حکومت ته چې دا څرګنده شوه چې د کندهار د ازادۍ مسئله بيله زور او دباو اچولو څخه نه شي فيصله کيدای نو دهرات نايب الحومه يې د يو زيات شمير فوج سره د کندهار د يولو دپاره په ۱۷۱۰ کې راوليږي دغو لښکرو د ميرويس د پنځو زرو سبرو لښکرو تاب رانه وړ او مات شول بيا د ۱۸ م