Powered by Invision Power Board

درياخان اپريدي

درياخان د تيرا اپريدو له مشهورو جنګي اشخاصو څخه تير شوی چې د خوشحال خټک او ايمل خان هم غصروو ده د مغلو سره او خصوصاً داورنګزيب مغلی پاچا سره سخت جنګونه کړي دي چې د هغې جملې څخه دغه لاندې جنګونه چې د ځینو ملګرو په مرسته يې ګړيدي پخپله درياخان پکښې زخمي او ورور يې تاتر خان او ځيني نور د اپريدو دغرو زړه ور زلميان شهيدان شوي دي.

د خيبر او تاتري جنګ

يوه ورځ ډير پښتانه سرداران په جمبرو کې د محمدامين خان مغولي صوبه دار ملاقات ته راغلل محمدامين خان په شرابو څښلو لګيا وو په دغه وخت کې د کنړ د علاقې قوجدار حسين بيګ خان هم ده ته راغلی او دده په مجلس کې ناست و حسين بيګ خان ددی د پاره چې دغه په شرابو مست صوبه دارپښتنو سردارانو ته ملتفت کړی دا خبره يې ورته وکړه (چې د نواب سپی بيا د څه شکولو دپاره راغلی دی) پښتانه سرداران د فوجدار په دغه وينا او دصوبه دار په دغه وضيعت ډير خوابدي شول او ښايي چې خداوندي قهر هم په دغه وخت کې په جوش راغلی وی همدغه راز پښتنو د خپګان او تائريو بل غټ سبب دا شو چې د ساپو د قبيلې ځني خلک سوداګرئ لپاره د عسکري چوڼی په خوا کښې ديره شوي ؤ نو يوه ورځ د حسين بيګ سپاهيانو ددغو صافويوي ښځې ته لاس واچاوه او او دهغې بې حرمتي يې وګړه ننګيالو پښتنو د پاچا دغه سپاهيان ووژل او له دغه ځای نه وتښتېدل هر کله چې حسين بيګ له دې پېښې څخه خبر شونو په ځای د دې چې دغه پېښه دعقل او تدبير په ذريعه لنډه فيصله کړی دغه وضيعت يې نور هم خراب کړ. او دصافو مشرانو ته يې داحکم وکړ چې ټول قاتلان ونيسي او ماته يې په لاس راکړئ هرکله د صافو مشرانو د حسين بيګ خبره وه منله ن حسين بيګ ډير په قار شو او د پښتو نورو قبايلو ته يې امر وکړ چې د صافيانو په خلاف ما سره مرسته وکړي که څه هم نورو قبايلو دغه قوجدار ته په ظاهر کې سړيورکړل مګر په پټه دهغو زړونه دخپلو مظلومو وروڼو سره ملګري وو حسين بيګ په صافوحمله وکړه او په دغه منطقه کې يې د تالان او قتلونو او راز راز ظلمونه او د کورونو سيځلو بازارتود کړ. ددی ظلمونو په اثر د نورو قبايلو مشرانو صافو ته جوابونه ورولېږل چې تاسې اصل د نارينه وکار کړي ا ميړونه با يددغه شان دغيرت کارونه وکړي مونږ له تاسې سره جنګ نه کوو تش د نندارچيانو په حيث ددوی سره راغلی يو تاسې د خپل حرکت او مدافعی څخه لاس مه اخلئ. ددی خبرو او پلان په نتيجه کښې حسين بيګ ماتې کړه او د صافو دعلاقې نه په تيښته ووت حسين بيګ دخپلی ناکامي له قاره د نورو قبايلو د مشرانو په نيولو پيل وکړ ننګيا لو پښتنو خپل مشران نيولو ته ورنکړل او کلک پری ودرېدل ددی ميړانې او اتفاق په اثر حسين بيګ په خپله دغه ناپاکه ار اده کښې دډيرې ناکامۍ او خجالت سره مخامخ شو.

 

د خيبر خونړۍ حادثه

محمد امين خان د (۱۶۷۱-۷۲ع) (۱۰۸۲ه‍( کال د ژمي په پېښور کې تيرکر کله چې دی خبر شو دپښتنو د لاسه حسين بيګ ماتې خوړلې ده دډير خپه او په قار شو داوخت دده دکابل دتګ وخت ؤ – نو دی دخپلو لښکرو او نوروخلکو سره چې په هغو کښې ځيني اپريدي او (ورکزي) او نور پښتانه سرداران او مشران لکه خوشحال خان خټک او ارباب مستحاب خاو مومند او نور شامل وو د کابل په لور روان شو دده سره خپله که هم ملګرې وه او ډيرې خزانې يې هم له ځان سره بار کړی وې هرکله چې دی جمرود ته راورسېدل نو په دغه ځای کښې په شاوخوا کې د پښتنو مشرانو او سر دارانو سره جرګه وکړه. خوشحال خان ورته وويل چې بايد د پښتنو سره جنګ او سختي ونکړای شي ځکه چې پښتانه غريب خلک دي او د حکومت سره مقابله نشي کولای هر کله چې محمد امين د پښتنو په خصوص کې د خوشال خان همدردي وليدله نو پّ ډېر تريې تندي يې ورته دا مثال راووړ د يو سړي په مخکې خلکو د مار پّ وژله ګوتې پورې کړې هر کله چې دغه سړی د مار دغه بد خال وليد نو ژر يې د خلکو څخه دغه مار خلاص کړ او پّ يوه خلطه کې يې واچاوه مګړ لدې خبرې څخه د محمد امين مطالب د هغو احسانونو يادول وو چه له خوشال خان سره يې د قيد و بند په وخت کې کړی وو.

خوشال خان د دې پېغور په اورېدو ډېر خپه او متأثر شو او په ځواب کې يې ورته وويل چې که نواب پدې عقيده وي نو زه به د ټولو څخه لومړی ولاړ شم. محمد امين د غرور په خره سپور شو او په پښتنو باندې يې خپلو لښکرو ته د حملې حکم ورکړ. پښتانه پخوا د صوبه دار له بدې ارادې څخه خبروونو د خپل طاقت او قدرت سره سم يې د دهع د مقابلې لپاره ځان تيار کړی وو او په خيبر کې د مقابلې لپاره غونډ شوی وو.

که څه هم مينو کې مورخ د دغه مغلي لښکر شمېر (۴۰) زره سپاره او دوه لکه پياره ښودلی دی ليکن خوشال خان دغه مغلي لښکر (۴۰) زره ښودلی دی پدې لړ کې محمد المين ارباب مستجاب خان د نورو پښتنو مشرانو سره هغو پښتنو ته چې د ده سره مخالف وو د جرګې او وفد په ډول ولېږه چې دوی دې فی الحال خپاره شي او زما د لښکر د تېرېدلو لپاره دې لار صافه او خوشې کړي مګر دغه جرګه ناکامه بېرته راغله او دا ځکه چې پښتانه د محمد امين د بدې ارادې او ناوړه پروګرام څخه ښه خبر وو د دې کار په اثر محمد امين ډېر په قار او خپه شو اراده يې وکړه چې د تورې په رو دغه لار له پښتنو څخه پاکه او آزاده کړي. هر کله چې دغو مغلي لښکرو حمله وکړه او تر لنډې خانې پورې (چې په هغه وخت کې په غريب خانه) مشهوره وه ورسېدل نو پدغه ځای کې د پښتنو د لښکرو سره چې د مومندو او شنوارو او اپرېدو څخه د ايمل خان او دريا خان تر مشرۍ لاندې جوړ او راټول شوي وو مخامخ شوی مغلي لښکر فی الحال د حملې لپاره ترتيبات ونيول يوه قوي دسته يې چې ښه وسله او قوي ځلميان پکې وو د پښتنو د لښکر ښي او کيڼې خاوته پکار واچوله او د دوی سره سم يې د محمود خان خويشګی د قوماندانۍ لاندې د پيلانو رساله د حملې لپاره وړاندې کړه. د محمود خان پيلانو له ښي لورې څخه د مظلومو پښتنو پر کيڼه خوا يرغل شروع کړ او له کيڼې خوا څخه مبارز خان د توپ خانې قوماندان د خپلو درنو توپونو په ذريقه د غريبو پښتنو په ښي خوا حمله او ډزو پيل وکړ سرتېرو ننګيالو پښتنو د خپل فطري جنګي استعداد څخه کار واخيست او مغلو ته يو د خپل فطري جنګي قوت او مهارت او مېړانې امتحان ورکړ د کلک جنګ نه وروسته د مغلو د فوځ وضعيت ګډوډ شو او داسې وارخاطا شول چې پيلان او اسونه او انسانان د يو بل سره ګډوډيو د بل د پښو لاندې غوبل شول محمود خان خويشګی د خپلو ډېرو پيلانو او اسونو او ډېرو ملګرو سره مړ شو د دې وضعيت په ليدلو د مبارز خان په وجود کې هم د مبارزې طاقت پاتې نشو او ماتې يې وکړه پدغه وخت کې سرتېرو ننګيالي پښتنو خپلې تورې راوويستلې او د خپلو مټو په زور يې ډېر مغلي لښکر له تېغه تېر او پو پنا کړ.

د ټولی ورځې د جنګ نه وروسته د مغلو لښکرو ماتې وکړه پدې حال کې مستعد خان او خان خانان وايي چې پدغه وخت کې محمد امين د ډېر شرم او خجالت له کبله غوښتل چې دی هم پدغه ځای کې ځان مړ کړي مګر د ده نوکرانو په دېره خواري دی له دغې بلا څخه ژوندی خلاص کړه پاتې مغلي لښکر د خپل ځان د خلاصي لپاره د لنډي کوتل شمالي لار غوره وګڼله او دا هغه لار ده چې د شنوار او شلمانيانو او ملا ګورو په غرنۍ علاقه کې تېره شوې علي مسجد ته تلل ده لېکن محمد امين ته ځينو خلکو دا مشوره ورکړه چې نه پدې لارو لاړ نشي نو دی د هغوی د مشورې سره سم په لويه لار روان شو او په ډېرو خوارو يې په بد حال او بده ورځ ځان پېښور ته ورساوه دغه مات لښکر چې د علي مسجد په برابرۍ د ملا ګورو په علاقه کې د (تاتری) د غره خوا ته ورسېد نو پښتنو ورباندې جمله وکړه او رڼا ورځ يې ورباندې توره شپه کړه ډېر يې بنديان کړل د مغلي طاقت ټول مال او اسباب پښتنو ته په لاس ورغی هغه پښتانه چې د مخکې بې اسبابه او بې وسلې وو د ښو وسلو او ډېرو مالونو خاوندان شول په يوه ورځ کې خوار پښتون محمد امين شو او له محمد امين نه خوار پښتون جوړ شو.

پدې شخړه کې د محمد امين يوه وړه لور او يوه خور او مور او نورې ډېرې ښځې پښتنو ته په لاس ورغلې وې چې هغه بيا د پيسو په بدله بېرته ورکړی شوې. پدې جنګ کې د محمد امين ښځه او د ده زوی او د ده واښی مېرزا سلطان کړبلايي هم ووژل شول، مينو کې د محمد امين د ښځې او د زوی د مرګ واقعه پدې ډول بيان کړېده چې هر کله مېرزا عبدالله وليدل چې د ده د پلار ښځه پښتنو نيولې ده نو ده د هغې سر غوڅ کړ د عبدالله پدې کار پښتانه ډېر په قار شول او مېرزا عبدالله يې مړ کړه.

په خيبر کې د پښتنو او مغلي لښکرو د جنګ نتيجه لکه چې پورته ذکر شوه مستعد خان په خپله عقيده په صحيح ډول او کټ مټ د اکبر په اوايلو کې د هغې شخړې سره چې په (۹۹۴ هـ) کال او (۱۵۸۶ع) کال د فروري په مياشت کې د زين خان او حکيم ابو الفتح او راجه بيربل د هغه جنګ سره مشابهه ده چې د سوات په غرونو کې له يوسف زو سره شوې وه.