|
عجب خان اپريدی عجب خان د غلام حيدر خان زوی په قوم اپريدی آدم خېل په اخور دره کې په ۱۲۴۵ کې زېږېدلی دغه تورزن او د لوړ همت خاوند په کوهاټ او کجرې کې يې په انګرېزۍ تاڼو حملې کړي دي او په ۱۳۰۶ش کال کې يې انګرېز خلاف د غزا اعلان وکړ پرنګي د تيرا دره محاصره کړه او توپخانې خوله يې د تيرا په لوړو ګرځوله د شيبو څخه يو شپه پرنګيان خبر شول چې عجب خان په کور کې نشته نو پروس نومي پرنګي ۱۹۱۲ع کال د عجب خان په کور او کلي پوځي حمله وکړه وسله او درې تنه بنديان يې تر بوتلل چې عجب خان خبر شو دوی واپس تللي وو نو خپلې کؤې يې د محمود آخونزاده په مرسته د اخور درې څخه برې تيرا ((ميدان)) ته بوتلی او بيا د شپې يې د نوموړي پرنګي په کور حمله وکړه پروس پټ شو ميستن ايلس يې وواژه او ښځه، لور يېو ترې بوتلل او د هغې ناموس ته هېچا په بده سترګه و نه کتل ځکه چې په ناموس تجاوز په تېرا کې ډېر بد ګڼي او که دغه شی واقع شي نر او مرحوم غازي عجب خان آدم خېل ښځه دواړه مړه کوي. عجب خان اپريدی چې د تيرا په علاقه کې يې اوس د هغې په بدله بنديان خلاص کړل. هم د مېړانې او تورې غږ دی. انګرېزانو په هغې پسې ښځ نر سه او يو لوی افسر دور کزو ځمکې ته رالېږلی وو چې ښځ پيدا او خلاصه شوه نو آدم خېل قوم يې پنځوس زره کلدارې جريمه عجب خان يې وروسته لدې د تيرا څخه په شړلو بدل کړ ځکه چې د ښخې معلمله وه او د تيرا او د افغانستان تر منځ په سرحد کې څه موده اوسېد، او بيا وروسته افغانستان ته راغی او په مزارشريف کې ځمکه ورکړه، انګرېزانو په افغانستان ډېر فشار وارد کړ چې عجب خان د بين المللي قوانينو مطابق محاکمه کړی او په افغانستان پسې په اخبارو کې زاتې پروپاګنډې شوع او د افغانستان او انګرېزانو روابط ډېر خړ پړ شول او نژدی وچې جنګ واقع شوی وای خو افغانستان دولت او ملت سره ددومره فشارونو عجب خان انګرېزانو ته تسليم نه کړ بلکه ډير نوازش ئی ورکړ. دغه هم بايد دکرشي چې عجب خان دافغانستان داستقلال په جګړه کښې نه هېرېدونکي خدمتونه کړي او ترټل او واڼه پری ئی دشپی له خوا د خوست په لار د افغاني لښکرو رهنمايي کړی اود ټل او واڼه لوی افسر اپريدي هغه ئی نادر خان غازي ته را وستاو دجګړې څخه يې لاس واخيست او په افغاني لښکرو کښې سره دډلی شامل شو. عجب خان اپريدي په ۱۳۴۰ ش کال کښې افغانستان کښې د ۹۵ کلو په عمر وفات او خاورو ته ډېر په احترام وسپارل شو. د عجب خان مېړانه لدی لاندی شعر څخه معلومېږي. عجب خان: بر هغه هغه وي چې تور زن وي چې مين په خپل وطن وي ای ملکه ښه يې واوره ددری داسکنډ خاوره خاوره نده دا افق دی ددی خوری په مونږ حق دی که څوک خاندي او که ژاړي خو دا خاوره په حق غواړي ملک خانه: عجب خان ته په خو دشه يه نادانه ته په خو دشه د انګرېز خبرې پرېږده ذ جنګېز خبری برېږده ګني زر به بنديوان شی هلاکت له به روان شی
عجب خان: زه د جال نه ښه خبر يم خو پښتون يمه زړه ور يم سر به نکړمه خم واوره تول يې اوري ته هم واوره زما خونه چې تالا شوه زما مينه چې بيديا شوه ابادي چې اديره شوه نو دا ستا په مشوره شوه ته د کلي معتبر يې خو انګرېز نه هم بتر يې د انګرېز چې بډي خور وي هغه قوم لره پېغور وي ملک رحمت خان: خوله سمباله کړه نادانه ولې تنګ يې له خپل ځانه زه طوفان يمه افت ... يم ښه مې پېژنې رحمت يم که زه خوږ يم نو نبات يم که زه سوړ يم نو حيات يم او چې ګرم شوم انګار شوم په غصه چې شوم تلوار شوم د دوستانو تابعدار يم دښمنانو لره مار يم
عجب خان: نه نبات يې نه حياب ته دښمن د د کائنات
ملک رحمت خان: مګر ته دقام دښمن يې ته بد خواه دخپل وطن يې غلااو شوکي د ستا کار دی هر سړی تانه ويزار دی
عجب خان: مانه هيڅوک ويزار نه دی قام وژل ځما کار نه دی قام چې څوک وژني غدار وي چې غدار وي په دين خوار وي زه خواخوږی دخپل قام يم زه دهر سړي غلام يم زه دقام په مينه رنګ يم د اسلام په مينه رنګ يم انګريزان چې غا صبان دي نو زما هم غليمان دي زما تره چې بنديوان شه ښه اباد کور مې چې وران شه
خلکو ته: يو تر بور مې چې په قيد شه د صياد د غشی صيد شه ازادي چې مې ورکېږي ګرمه وينه مې خو ټېږي ځکه غم د انتقاد کړم اوس به ځنګه زه ارام کړم اوس د تورې شرنګ پکار دی څه خو کار د ننګ په کار دی ای تور زنو افر يديو ای زړه ور افر يديو اوس راپورته شئ تيار شئ يا په تخت شئ يا په دار شئ که نن توری بی نيام کړی نو انګريز به هم غلام کړئ بس زما دغه ګفتار دی اوس د ستاسو اختيار دی بيداري غواړي که خوب غلامي که ميړنتوب خو زما دغه سو ګنددی چې هرکس ورته څرګند دی نه به خواب کړم نه ارام چې وانخلم اونتقام له هغو چې انګرېزان دي دا اسلام چې دښمنان دي نه لښکر شته نه سامان زه ولاړ يم په بيل ځان چې ولاړ يمه نو غر يم زه پښتون يمه زړه وريم زه مغلو ته خيبريم زه انګرېزو ته لښکر يم
|
مېړني دي چې یادېږي محمد هاشم ميوندوال
|
|
© 2005 Afghanan Dot Net
| |