|
اعليحضرت لوی احمدشاه بابا
احمدشاه بابا د زمان خان زوی د دولت خان لمسی او سرمست خان کړوسی دی چې په ۱۱۳۵ = ۱۷۳۳ کې په هرات کې زېږيدلی دی خو سراج التواريخ ليکی: (نيا کان احمدخان متوطن و متمکن ملتان بوده وولادت وی در انجا رونموده واز سبب بعضی حوادث در کودکي با پدرش محمد زمانخان درقندهار واز انجا وارد هرات ګرديده ومسکن ګزيد.) د جهانکشای نادري ّپ حواله هغه وخت چې افشار نادر د خپل زوی رضا قلي ميرزاد ړنديد وله کبله خواشيني شو هره ورځ به يې د قزلباشو او افشارو لوی کسان په لږ اشتباه سره وژل، خلک د دغه وضيعت څخه زيات په تنګ شول د نادر سلو عزيزانو د ده د ورور علي قلي خان د ابراهيم د زوی سره سازش وکړ او د وژلو توطئه يې جوړه کړه په قتح اباد کې چې د خبوشان په دوه فرسنګي کې واقع دی او په مشهد پوری اړه لړي او دلته د نادرشاه د اردو ځای ؤ ديکشنبې په شپه د حمادی الاخر به ( ۱۱ ) ۱۱۶۰ ه کې محمد خان قاجارايرواني، موسی بيګ، ايرلوي افشارا رومي نادر سرپريکړ او په اردو کې يې وغورځاوه په دی وخت کې دنادر افشار د حرم څخه چا ابدالي احمدخان ته اصلاع ورکړه او هغه دخپلو دروزړو ابدالي او ازبکو سپرو سره د متعرضينو سره مقابله وکړه او هغوی يې پرينښول چې د افشار نادر کورنۍته څوک په سپکه سترګه وګوري او مال ي تاراج کړی ددغه خدمت په مقابل کې دنادرشاه ماينی احمدخان ته دکوه نور او دريای نور دوه مشهور الماسونه ورکړه دغه الماسو نه دکور ګانی محمدشاه ددهلی د پاچا څخه اخست شوی ؤ. احمد خان خپلو لښکرو دلوی قوماندان نور محمد خان سليمانخيل سره کندهار ته رارهي شو کندهار ته درارسيدو مجرد يې پښتنو ته دپاچا ټاکلو پيشنهاد وکړ څرنګه چې دغه يو قومي ضرورت ؤ دستي قبول شو ځکه دپښتنو دټولو قبيلو دمشرانو څخه يوه ملي جرګه جوړه شوه او د پاچا تر ټاکلو پوری يې زيار ويوست چې دغه ۱۶ زره قوج تيت او پرک نه شي. څو ملي چرګي د شير سرخ پ مزار وشوي په دی جرګو کې اکثريت په کتر نهؤ بلکه د ټولو مشرانو دای پيوی نقطی باندې دراټولېدلو ضرورت ؤ هغه چا چې په دغه جرګه کې د خپل ځان دپاره هيڅ خبری ونه کړی هغه احمد خان ؤ په نهمه جرګه کې دحاجي جمال د او لادی څخه ؤ چې د شاه عباس له خوا دملک سدو سره دبار کزی قبيلېمشر مقرر شوی ؤ خو ځني غښتلي مشران ده دپاچاهي څخه مخالف ؤ او دمجلس د غړو څخه يوه احمدخان سدوزی دښو اخلاقو او کار پوهې له کبله د پاچاهي وړ وباله ذفع سدی صابرشاه نومي ملنګ ؤ څرنګه چې يې برټولو قبايلي مشرانو يې روجاني نغوذ درلود نو دده په پيشنهاد کې څه ونه ويل شو همداشانی د مجلس مشرانو پردی نظريه اکتفا وکړه چې احمدخان د کوچني قبيلی څخه دی دملي ګټو او دقومي مشرانو درايو په مقابل کې استبداد نه شي چلولای نو ځکه د لږ مذاکری وروسته دده په پاچا کېدلو خوښ شول او ددغی جرګی څخه د پاچا په حيث چې صابر شاه ملنګ يې پرخول وږی ټومبلی ؤ ووت ۱۷۷۴ - ۱۱۶۰
د احمدشاه بابا فتوحات :- احمدشاه بابا د پښتنو ديوالی په منظور وغوښتل ټولی هغه سيمې چې پښتانه پکښې ا سېږيد لويې پښتونخوا په نامه سره يو ځای کړی او هند دهغو مسلمانانو په مرسته ورسېږي چې د فرقه پرستي او ثقافتي خصومتو له کبله يې هر کله هلته ژوند د تهديد او ناآرامي سره مخامخ ؤ ده په کندهار کې خپل وراره لقمانخان ته د سلطنت و کالت ورکړ او سردار جانخان يې دکابل پرلوری ولېږي. احمدشاه بابا په ( ۱۱۶۱ ) کې دغزني او کابل د نيولو دپاره حرکت وکړ په غزني کې ناصر خان نائب الحکومه ؤ چې دی د نادرشاه د حملی په وخت کې د مغولو له طرفه ددغی علاقې حاکمؤ او د نادرشاه د حملی پېښور ته تښتېدلی ؤ هغه وخت چې نادرشاه پيښور ونيوي دی يې دکابل غزني او پېښور حاکم په حيث مقرر کړو او نادرشاه د مړينی وروسته يې ځان هلته د مستقل حکمران په حيث حړ کړی ؤ په دغه وخت کې د کابل په بالحصار کې دوولس زړه قزلباش لښکر موجود ؤ ناصر خان چې پو هيدی چې د کابل، غزني، او پيښور او سيدونکی د احمدشاه سره د قامولی له کبله جنګ نه کوي نو د هزارؤ او ايماق لښکر يې هم راټول کړل غزني د ناصر خان دطرفدارنو دلږ مقاومت څخه وروسته داحمدشاه بابا په لاس ورغی هزارؤ او ايماقوهم په لومړی سر کې د مقابلی څخه نټه وکړه د احمدشاه بابا لښکر و ناصر خان تعقيب کړ د کابل او پيښور څخه يې ويوست او دپيښور څخه يې دوتلو دمخه د عبدالصمدخان ممن زی پر سيمه باندی چې د احمدشاه بابا دطرفرارانو څخه وؤ د ناصر خان له خوا د هغې سيمې د حاکم په حيث ټاکل شوي حمله وکړه خو هغه وخت چې د احمدشاه بابا سپاه سالار پيښور ته ورسيد ناصر خان د کلابندي له ويرې څخه هغه سيمه پرېښوده او د اټک څخه تېر شو او د راولپنډی چهچه سيمې ته ترشاه شو په دی وخت کې يې ماينه چې د زبردست خان لور او عليمردان لمسی وه هم داحمدشاه بابا د سپه سالار په لاس کې بندي ولوېده ناصرخان ددی ځای څخه لاهور ته د هند مغولي پاچا ته پناه يوړه د پنجاب نايب الحکومه يې داحمدشاه په مخالفت د ځان طرفدار کړ. احمدشاه بابا پيښور د هغې سيمې دپښتنو د مرکز په حيث وپېژاند او دهغې سيمېټول پښتانه يې پر ځان را ټول کړه د عزيزګلوي او قام دوستي ښګيڼی يې ورته بيان کړی دخپل او قومي سلطنت خوندونه يې وروښودل د همدغه کبله ؤ چې د هند په فتوحاتو کې دغو پښتنو د احمدشاه بابا سره زياته مرسته وکړه ددغه سفر وروسته احمدشاه بابا بيرته کندهار ته راغی. احمد شه بابا څه لښکری دپیښور څخه دډېره جاتو او سند په لوری واستولې او هغه سيمې يې دخپل سلطنت ضميمه کړی، احمدشاه بابا په ( ۱۱۶۱ ) کې ۳۰۰۰۰ لښکرو سره د اټک څخه پوريوت دجلم تير شو او د لاهور پر خوا رهي شو دده په مقابل کې دپنجاب نائب الحکومه شهنواز خان د ذکريا خان زوی د چناب په غاړه د مقابلی دپاره تياری ونيوی په دی وخت کې چې د چناب سيندډک بهيدی دواړه لښکری د سيندپر دې غاړه او هغې غاړه مخامخ پريوتی په يوه شنه سهار کې هغه وخت چې مغولي لښکرې را پاڅېدلی نه وي احمدشاه بابا د خپلو اتو زړو سپرو سره دچناب دسيند پريو پورتنی کذر پوريوت او د لاهور پ خوا يې لښکر سمی کړ شهنوازخان زيات و ډارېدی او د هلی ته يې په سلامي شو په دی وخت کې دهند مرکزي حکومت د احمدشاه بابا د مقابلی دپاره تياري نيوي احمدشاه بابا هم د هغه د تنبه کولو دپاره لښکرې سمې کړې. د هند يو لک لشکر د هند د شهزاده پ مشري چې ددغو لښکرو فوماندانان د هند صدر اعظم قمرالدين خان نواب ابو المنصور صفدرجنګ درواج پوت مهاراج اسيري سنګ د سرهند حکمران جماالدين خان تالپوري دپټيالی حکمران سنګ جيت او نوروه، دغه لښکر د ستليج په غاړه د (ماچی واره) پر ګدر باندی د احمدشاه دلښکر و دراتلو په انتظار کې وه په دې وخت کې د هند اردو خبر شو چې احمدشاه بابا خپله لاره ګرزولی ده د (لود- هيانی) په ترخه کې ترستليج پوری وتی دی او پر سر هند يې حمله کړی ده. کله چې جنګي نقشه واوښته د سرهند په څوملي کې د (مالو پور) په برخه کې دغه دوه لښکر سره مخامخ شول، دوی دواړه دوولس ورځی يو بربل د توپو په ډزومصروفه وه بيا د احمدشاه بابا لښکر د هند دلښکرو مواصلاتي خطونه پريکړه او پراوه لسمه ورځ يې د هند دلښکر و پر سنګرو مخامخ حمله وکړه. دهند د لښکرو دښی خوا دتو پخنی قوماندان نواب ابوالمنصور خان صفدر جنګ او کيه خوايي مير منو دوزير الممالک ضفر الدين خان زوی اداره کوله وليعهد دخپل لاله صلابت خان سره د لښکرو ّپه منځ کې ځای نيولی ؤ. د احمدشاه بابا د لښکرو ښی خوا جهانخان سپاه سالار او کيڼه خوا شاه پسند خان اداره کوله او خپله احمدشاه بابا د لښکرو په منځ کې ځای نيولی ؤ ددی سپکه توپخانه (زنبورک) چې په اوو سوو او ښانو وه د جنګ لومړی صحنی ته ړاوړه شوي وه درنه توپخانه يې چې او وه چنی جلوي توپونه ووه پر يوي حاکمی نعطی باندی مو جوده وه. دښې خوا څخه پښتنو يرغل شروع کړ او ميرمنو شديد مقاومت کاؤ څرنګه چې پښتانه په تندی پرمخ تلل ميرمنو يې هم مخ نه شو ګرزولای په دی وخت کې راجپوت مهاراج اسيری سنګ په مرسته راورسيد لښکرو يې چې زعفراني کالي اغوستي وه او لمنی يې په ملا پوری تړلی وی پرپښتنو حمله وکړه پښتنو هغوی سخت مات کړه دوی د ويریڅخه د ميرمنو سنګرو ته ننوتل او څه يې دو ليعهد د لښکر يو ځای شول، په همدغه ان د مردکو په يوه ميخ زين اورولګېد تو پو او باروتو اور واخست د پښتن د لښکرو يوه مهمه برخه دغه اور لوټ او وسوځول دپښتنو دسخت اوربل له کبله دهند وزير الممالک هم ووژل شو هغه وخت لاچه و زير الممالک خپل هسانه وه ورکړی خپل زوی معين الملک (ميرمنو) ته يې داسې وويل:- زما زويه زما عمر ختم شوی دی خود شاهين شاه کار لانيمګړی دی دمخه تر دی چې هغه خبر شي ته پر اس سپور شه يرغل شروع کړه وروسته بيا زما په فکر کې شه.) ميرمنو د خپل پلار پر فيل جنګ ته دوام ورکړ پښتنو هغه د اسيری سنګ سره ښه و ځپه دی په پښه زخمی شو او ادينه بيګ دوه ځايه په ګولۍ ولګيد په دغه آن کې صفدر جنګ هم مرستی ته راو رسيد خو څرنګه چې دواړو ته زيات تاوانونه رسيدلی وه دهند وليعهد د سولی پېشنهاد وکړ او احمدشاه بابا هم دغه صلح نيکمرغه وبلله ځکه چې په کندهار کېدده دوراره لقمان څخه اداره بيخی ضعيفه شوی وه او غوښته يې کندهار ته ولاړ شي. هغه وخت چې احمدشاه بابا د سرهند څخه بيرته وطن ته راتلی دملتان کورګاني حاکم زاهد خان ابدالي دخپل زوی شجاع خان سره د احمدشاه بابا حضور ته راغی خپل ځان يې د اسانو او اوښانو او نورو سوغاتونو سره ورتسليم کړ او احمدشاه هغه دو باره دخپلی خوا دوباره د ملتان حاکم مقرر کړ احمدشاه بابا د پېښور د لاری کابل او کندهار ته راغی او خپل وراره لقمان خان يې بندي کړ او هغه هلته په محبس کې مړ شو. مغولي شهنشاه د ميرمنو د هغو خدمتو به مقابل کې چې مغولي سلطنت ته يې کړی وه دی نيې د پنجاب د نائب الحکومه په حيث مقرر کړ. احمد شاه بابا په ۱۱۶۲ کې د کابل او پيښور د لاری د پنجاب د نيولو عزم وکړ د سيند څخه پوری وتی او دچناب دسيند د کنڼی غاړی د کوپری په برخه کې ديره شو د پنجاب نائب الحکومه معين الملک ميرمنو ته د لاهور څخه دده مقابلی ته رارهي شو دوزير اباد د ښار په څلور ميلي که هدره کلی په شاؤ خوا کې يې واړول، دهغه ځای څخه احمدشاه بابا ميرمنو ته وليکل که چېرې د څلورو ځايونو ماليه راکول دتل دپاره قبوله کړی او هغه باقيات چې د نادرشاه افشار دو ختو څخه پاته دی تحصيل او راتسليم کړی زه به بيرته ولاړسم ميرمنو چې په دغه وخت کې ضعيفه ؤ ددهلی د پاچا په خوښه يې صلح و غو ښتله او د اشرف کړ او سيالکوټ او رنګ اباد، ګجرات او سرور ماليه يې چې ( ۱۴۰۰۰۰ ) لکه روپۍ کيدلی پر ځان قبوله کړه په دغه وخت کې چې د احمد شاه بابا د پاچاهي دوه کاله لانه وه تير شوی په کندهار کی مکمله ارامي نه شکاره کيدله ان نور محمد خان سليمانخيل چې د نادرشاه په وخت کې د ۱۶ زرو لښکرو مشرؤ او د شير سرخ په جرګه کې يې دتندمزاجي او کبر ؤ غرور له کبله نورو قومي مشرانو دپ پّ پاچا هي ونه مانه، پرده باندې ځني خانان اوعسکري مشران راټول شوی وه او غوښته يې چې په پاچاهي يې وټاکي په دغو کې کدو خان، محبت خان پلزی، او توپخانی قوماندان عثمان خان هم شامل ؤ او احمدشاه بابا چې کندهار ته راورسيد د غه توطئه يې شنډه کړه او ګډون کونکي يې ووژل.
احمد شاه په ۱۱۶۳ کې :ـ
خپل هيواد پوری دهرات، بلخ، بدخشان، او بلوچستان د موښلولو دپاره د ۲۵۰۰۰ لښکرو سره حرکت وکړ په هرات کې نادرشاه لمسي شاه رخ ميرزايو عرب سردار چې امير خان نوميدی او د نادرشاه په وخت کې دتو پخانی مشرؤ نائب الحکومه مقرر کړی ؤ. په شهد کې هم نادرشاه لمسي د ۱۱۶۱ کال څخه د نادر پرځای ناست ؤ خو په ۱۱۶۳ کې دهغه ځآی دمشرانو ديوی دسيسی له کبله شاه رخ بندی او ډونند شو او دامام رضا يو متولی چې سيد محمد نوميد احمدشاه په مخالفت تحريک کړ احمدشاه د ۲۵ زړو لښکرو سرو پياده او توپخانی سره په هرات کې د ۱۴ ورځو توقف وروسته چې امير په خپله سهوه پوه نه شو پر ښار تاندی د يرغل امر وکړ د احمد شاه بابا لښکر د هرات د ښار دخندق ډکولو او د کلا پر برجونو باندې مخامخ ورختلو له کبله زياته مېړانه ښکاره کړه د هرات د شار خلکو هم احمد شاه دلښکرو سره زياته مرسته وکړه. امير خان د ښار دنيولو څخه خبر شو دڅه لښکرو سره دښار څخه ووت او پر پښتنو يې څپاو راوړ خو په جنګ کې مړ شو او دهرات ښار احمد شاه لښکرو ونيوی او احمدشاه درويش عليخان هزاره د هغه ښار د نائب الحکومه په حيث مقرر کړ. د هرات دنيولو وروسته احمدشاه وير شاه وليخان لسزرو لښکرو سره دمرو، ميمنی، بلخ، بدخشان، د سيمو د تنظيم پاره واستاوه او دی خپله کندهار ته راغی سر دارجهانخان سپه سالار چې ۵۰۰۰ سپرو سره د امير خان د طرفدارانو ماتولو دپاره چې دمشهددخوا څخه رتلل لېږل وی ؤ سپاه سالار صاحب دتربت جام په برخه کې هغوی سخت مات کړل او ددغه خدمت دپای ته رسولو وروسته يې بيرته ځان د احمدشاه بابا لښکرو ته راورسا وه. احمدشاه په خپل وطن پوری
د بلوچستان د مو ښلولو لپاره سوقيات وکړل بلوچستان حکمران نصير خان بلوچ ؤ چې د افشار نادر د مړينې وروسته يې هلته ازاد حکومت کاؤ خو هغه چې داحمدشاه دراتلو خبر شو ده داحمدشاه نوم او نوښانلويی او وطندوستي ته ځان تسليم کړ او داحمدشاه بابا له خوا دبلوچستان د نائب الحکومه په حيث وټاکل شو او د ( ۶۰۰۰ )زرو بلوڅانو سره د احمدشاه په لښکرو کې شامل شو او ددغو قواؤ مصرفونوه يې د بلوچستان دماليه څخه قبول کړل. دده خدمتونه په هند او نشاپور کې داحمدشاه د قدراو ستاينه وړ وګرزېدل او ددغو خدمتونو په مکافات کې يې د (هنګی) سيمه چې په شال کې واقع ده او کا کړان پکښې اوسېدل ده ته وبخښل په دی وخت کې دشاه رخ زوی مشهد ته راغی او خپل پلار يې د بند څخه ازاد کړ احمدشاه بابا هم مشهد ته را ورسېد خو د مشهد حکومت يې شا هرخ ميرزاته پرېښود او وی نازوه . شاه وليخان د هراب څخه مروې ته ولاړ او دهغه ځای څخه ميمنی، اندخوی، شبرغان، ته ورسېد يوه مفرزه يې تاشقرغان، ايبک، او باميانو ته بله يې قندز او بدخشان ته لېږله چې دهغه ځاي حاکمان نوی کړی، او د ماليه اخستلو سر ښته يې وکړي وزير شاه وليخان ددغو سيمو د تنظيم وروسته د اندراب، پنچشير، کوهستان او د کابل دلارې په ۱۱۶۴ کې په کندهار کې داحمدشاه بابا حضورته ورسېد احمدشاه بابا دغه وزير ښه ونازوه او دده د خدمتونو په مکافات کې يې دګلبهار په سيمه کې يوه بڼه ټوټه مځکه چې پخوايې ځوښه کړی وه وروبخښله په ۱۱۶۵ کې احمد شاه په خپل هېواد پوری د پنجاب، کشمير، دتړلو د ملتان او سند د چارو سمولو دپاره د کندها، کابل دلاری د پيښور لور ته حرکت وکړ. په دی وخت کې دده لښکرو په کندهار کې ددرومياشتو دپاره ښه استراحت کړی ؤ هغه وخت چې پیښور تهورسيد يورلس زره کسيز لښکر يې د عبدالله خان ايشک آقاسي په مشری دکشمير دنيولو دپاره رالېږي عبدالله خان تراباسين د اټک دبرخی څخه تير شو او دحسن ابدال دسيمی څخه يې دکشمير خواته مارش وکړپر دغه ولايت باندی هم مغولی خواجه عبدالله خان يې چې په کوچني عبدالله خان مشهور ؤ دهغه ځای د نائب الحکومه په حيث مقرر کړ او سکجيون يې دهغه د مستوفي په حيث وټاکي دغه هنددوزير شاه وليخان د مامورينو څخه ؤ خو وفا دارسړی نه ؤ او ددغه بيوفايي له کبله ووژل شو، بيا احمد شاه بابا کندهار ته راغی خپل وراره او ځني مخالفين يې تنبيه کړل.
احمدشاه بابا د پيښور څخه د لاهور خوا ته رهي شو او ميرمنو معين الملک دمقابلی دپاره ځان اماده کړ د ميرمنو سپاه سالار راجا ګورامل دسند څخه را پوری وتی او شاهدره ته نژدی يې عسکري چوڼۍ جوړه کړه احمد شاه بابا چې ورورسيد د دوی په منځ سخت جنګ و نوښت په دغه جنګ کې راجا ګورامل ووژل شو لښکری يې ټيتی او پرکی کشوی او معين الملک مفتي عبدالله نومي داحمد شاه حضور ته ورواستوی او د وزير شاه وليخان په واسطه يې داحمدشاه باباڅخه عفو وغو ښته احمدشاه بابا هغه عفوکړ او بيرته يې د پنجاب د نائب الحکومه په حيث وټاکي او لس مليونه روپی يې داحمدشاه خزانی ته تحويلی کړی او دا احمدشاه بابا په نسبت يې دوفا داری لوړه وکړه احمدشاه بابالاهور نه ورسيد او دهغه ځآی څخه يې قلندر خان افغان ديو ليک سره چې د پنجاب په خصوص کې څيړنی پکښې شو ی وی ددهلی دربارته ولېږي هند شهنشاه کو ګاني احمدشاه چې د سرهند جنګ يې ور په يادوو د احمد شه سره يې جنګ زړه نه غو ښت د احمدشاه بابا پيشنهاد يې ومانه دستليج د سند ها غاړه يعنی پنجاب، سند، ملتان، او کشمير يې افغانستان ته پرېښودل .
احمدشاه د سند درود د راستی غاړی د چارو د تنظيم دپاره د اباسين څخه تير شو او د پښتنو سيمی يې د ډيرو څخه بياتر پیښور پوری وکتلی او د هغو سيمو د نظامي مالی، مځکنی محصولاتود نفوسو د شمير وسله بند خلکو او نورو چارو په خصوص کې دهغه ځای د خلکو او خوانينو سره وکتل کلونل ملسن او محمدحيات ددغی معاينی په خصوص کې وايي: احمد شاه بابا د ګنداپور او اپريدو دوسله والو خلکو په شميرلو شروع وکړه چې د ګنداپور و سله وال خلک ۱۲ زره او د اپريدو ۱۶ زره کسه تثبيت شول او همدا شاني يې دميانوالی د برخی ماليه په ۱۱۸۱ کې د يوی قلبی په اساس ۴۰ جريبه يوه روپی وټاکل او د مروټ د قام څخه يې د مځکی د مالياتو په عوض کې دوه سوه مهاری اوښان او د جنګ په وخت کې دوسوه بې معاشه سپارهواخستل د بنو ماليه يې د سورسات او د لښکرو د مصارفو علاوه ۱۲ زره روپۍ وټاکله احمدشاه بيا د پيښور او کابل د لاری کندهار ته راغی.
احمدشاه په ۱۱۶۶ کې خپلی لښکری دنشاپور پر لوری سمیکړی او د لښکرو د مخنيوي ټولګيو يې په لار کې دتون کلا د شاهرخ د نائب مير معصوم د مير علم د زوی څخه ونيوله، او د احمدشاه لښکرو سمدستي د نيشاپور ښار چې جعفر بيات پکښې حاکم ؤ کلابند کړ په دې جنګ کې جعفر ټپي شواو يو ۱۸ کلن ځلمی چې عباس قلي نوميد جنګ ته يې دوام ورکړ هوا ډيره يخه وه د يخنی او باران له کبله توپونه او نورې نظامي وسلې د يوځای څخه بل ځای ته نه وړلی کيدی او د حيواناتو اذوقه او الوفه هم نه پيدا کيدل نو احمدشاه په بيرته راګر زيدلو مجبور شو لوی توپونه چې نه وړل کېدل هغه يې په کارېزونو کې پټ کړل د تورې غونډی يا اسلام کلاه په سيمه کې دومره يخنی سوه چې دده د لښکرو څخه اته سوه کسه مړه شول احمدشاه بابا د هرات څخه کندهار ته راغی او دلته يې دژمي ورځی په استراحت تيری کړی او د نيشاپور د نيولو دپاره يې تياری ونيوی.
احمدشاه بابا د ۱۱۶۷ کال په پسرلی کې دنيشاپور د نيولو دپاره حرکت وکړ. دی په دغه عزم د هرات څخه جام او لنګر او دهغه ځآی څخه مشهد ته ولاړ او د (جلوايي) سيمه يې خپله عسکري قرارګاه کړه په دې وخت کې د شاهرخ نائب اسلطنته اميرعلم په مشهد کې نهؤ او دهغه ځای مشرانو شاه رخ د احمدشاه مقابلیته محبور کړ ځکه ده د احمدشاه بابا پر مخ يې کلا وتړله خو خلکو شاه رخ احمدشاه ته راوست احمدشاه هغه عقو کړ او بيرته يې د مشهد د نائب الحکومه په حيث مقرر کړ نور محمد خان افغان يې د هغه معاون په حيث وټاکه په تشکيلاتو کې يې د جام، باخرز، خاف، تربت ترشيزسمی هم د هرات په ولايت پوری وتړلی. همداشاهی احمد شاه دکندهار د قواؤ قوماندان شاه پسندخان پنځو زرو سپرو سره د شاهرو د بسطام، سبزوار، د انتظامي چارو دپاره واستاوه او په هغه ځای کې يې دامنيت راوستلو وروسته بيرته عمومي قرارګاه مشهد ته راغی. ځني وايي چې شاه پسندخان سپرو د خذر د سواحلو د حکمران حسن خان قجر پر قواؤ هم يرغل وکړ ددی ځای څخه احمدشاه د نيشاپور لوری ته وخوځيد. کله چې احمدشاه نيشاپور ته ورسيد علی قلی باز ښار ور ته کلابند کړ دده د يوی برخی سپرو د هر يوه سره چې کابل په تول دوه نيم چهارکه چودن احمدشاه د افغاني استادانو د تاريخ سلطاني په قول دفرنګي صنعت ګرانو په واسطه يولوی توپ جوړ کړ چې څلورسوه دوه اويا پونډه ګولی به يې غورځوله ددغه توپ ګولی چې د نيشاپور پر ديوال ولګيده د يوال او روڅرمه ټول کورونه يې ړنګ کړل د نيشاپور خلک د ډار څخه احمدشاه ته په تسليم راضي شول هغه وخت چې احمدشاه ښار ته ننوت عباس قلی نابوبره حمله پر وکړه خو د لږ ګړۍ وروسته مات شو او د احمدشاه په لاس ورغی عباس قلی د احمدشاه څخه عفو وغوښته د احمدشاه چې دلاور ميړونه خوښ وه هغه يې معاف کړ او بيرته يې د نيشاپور د نائب الحکومه په حيث مقرر کړ او د ده قام يې غزني ته راوست احمدشاه په ۱۱۶۸ کې د هرات له لاری کندهار ته راغی او تر ۱۱۷۰ پوری په کندهار کې پاته شو.
احمدشاه بابا په اوم سفر کې په ۱۹۷۰ کال د پنجاب او کشمير د چارو د تنظيم او ددهلي د نيولو د پاره تياری ونيوی هغه وخت چې ميرمنو معين الملک د پنجاب نائب الحکومه په ۱۱۶۷ - ۱۷۵۳ مړ شو او احمدشاه بابا دده مقام د هغه کوچني زوی ميرمومن ته ورکړ چې د حکومت کولو په وخت کې مور مغلاني بيګمی او زوم خواجه موسی هم مرسته ورسره کوله خو د مير مومن دمړيني وروسته د مغلاني بيګمي او د لاهور د لويو مامورين په منځ کې اختلاف پيدا شو او د حکومت چاری وراني سوی احمدشاه بابا امان خان پوپلزی د سردارجهان خان ورور د هغه ځای د نائب الحکومه په حيث وټاکه ددغه نائب الحکومه تر رسيدو پوری د پنجاب نورو اميرانو او د نائب الاحکومه ګې مرستيالانو اوضاع دی ته حد ورسوله چې ددهلي د پاچا په موافقه شهاب الدين عه د الملک غازي الدين خان بهادر د هند ددولت وزيرسيد جميل نومی د يو لښکر په مشری د لاهور دنيولو دپاره امر کړ ده دميرمنو مور په حيلی سره بندی کړه او ادينه بيګ نومی يې چې يو چالاک سړی ؤ د هغه ځاي د نائب الحکومه په حيث مقرر کړ. غازی الرين همدا شاهنی په کشمير کې سکحيون ستو فی تحريک کړ او هغه د کشمسير نائب لاحکومه خواجه کوجګ او نظامي قومانداند ميلمستيا په دسيسه کې ووژل او ددهلي د نيائب الحکومه په حيث يې په کال لاس پورې کړ احمد شاه ته چې دغه خبر ورسيد بلوچستان د شمالي برخی څخه سند ته راغی د انډاس څخه تير شو لاهور ته ورسيد ادينه بيګ چې وپوهيد د احمدشاه په مقابل کې نه دی اونه غازی الدين مقابله کولای شي لاهور يې پرېښود دهانسی کلا ته رهي شو احمدشاه چې غوښته د پنجاب امنيت د دهلي د دربار څخه د ضرر عناصرو ورکولو د لاری تامين کړی د خپلو ديرشو زرو لښکرو سره د ستليج څخه پوريوت او په دې وخت کې نورالدين خان باميزی هم د کشمير يا غيان رعيت کړل سکجيون مستوفی يې ونيوی او لاهور ته يې بندی واستاوه او احمدشاه بابا د دغه خدمت په مقابل کې دی د کشمير نائب الحکومه مقرر کړ(او په ۱۱۷۷ ) کې کندهار ته راغی، هغه وخت چې د هند دربار د احمدشاه د هرکلی د پاره يې ترتيبات ونيوله او د هند افغاني سرداران لکه نجيب الدوله، حافظ رحمت خان، احمد خان بنګښ، نواب دوندی خان، سعدالله خان داحمدشاه د لښکروملګري شول.
د نجيب الدوله اصلي نوم نجيب خان ؤ ۱۷۰۷ کې دپښور څخه ۲۵ کروه لری په مانيری نومی کلی کې زېږيدلی ؤ د پلار نوم يې اصالت خان ؤ چې د پښتنو د مشهوری قبيلی عمر خيلو څخه ؤ. د نجيب الدوله اکا (بشارت خان) د اسانو سوداګر ؤ چې هند ته به يې تګ راتګ کاؤ ده درو هلکينډيو پښتون نواب علی خان سره وپيژندله او ددغی پيژڼدګلوی له کبله بشارت خان خپله لور دغه پښتون نواب ته ورکړه په بل وار کې چې بشارت خان د وطنه څخه هند ته تللی نجيب خان يې چې يتيم او د اکا دسر پرستی لاندی ؤ هم يې د ځانه سره بوتلی او کله چې هغه علی محمد خان وليدی په ده کې يې دد لاوري او وفاداری نخښې پيداکړی او د ( ۱۲ ) کسو سپاهيانو مشری ورکړ وروسته چې ده (بهارمل) مات کړ ډير فتوجات او ميړانی يې وکړی د بسولی او ددغعه ځای شاو خوا علاقی نواب دوندی خان ته لورو کړه ( ۱۷۴۷ ) او دغه نواب ده ته د چاندپور، نګينه پور، بچنور او نوری سيمی وسپارلی ددی وروسته دی دنواب علی محمدخان نوکر نه بلکه درو هيله حکمرانانو کورنی يو غړی ؤ او په دغه کوچنی ځايونو کې يې نوابي شروع کړه. احمد شاه ددهلي څخه ديرش ميله لری وو چې غازالدين وزير د هند دولت په نامه د بسو نيت په برخه کې دده هرکلي وکړ او ددهلي دربار سياسي خطا يې بخښنه وغوښته او احمدشاه دهند دربار د مصارفو په تاوانو ورکولو مجبور کړ خو څرنګه چې هغه ونه منله نو احمدشاه ددهلی ونيوی او د لښکرو په لاس يې زيات غنيمتونه ورغلل ددهلي په ۱۵ ميلي کې دهند شهنشاه محمد عزيز الدين (ثاني عالمګير) د احمدشاه مخیته دهر کلی دپاره ورغی ده دعا لمګير ثانی لور خپل زوی تمور ته په نکاح کړه او نجيب الدوله له يې د هند سپه سالار مقرر کړ. په دې وخت کې نو نجيب الدوله درو هلکينډ (د سهارانپور څخه تر شاه جهان پور پورې درو هلکينډ سيمه وه) يو نواب نه ؤ لکه ددهلی ددربار يوه مضبوطه ستن هم سوه. ذ نجيب الدوله د مشوری پرته به پاچا څه کار نه کاؤ د پاچا نژدی کسانو لکه عمادالملک صفدر جنګ او مير زا نجف خان دنجيب الدوله په مقام حسد خوړی او دخپلو مناقفو او دسيسه کاريو يې ضد ګ |